د کب ۲۰مه، د نيالګيو ايښودلو ملي ورځ ولمانځل شوه

mobta-af
Tue, Mar 16 2021 12:46 PM
mobta

په دې غونډه کې، چې د رحمان بابا لېسه کې جوړه شوه، سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوې رييس شاه زمان ميوندي، د وزارت مشرتابه او د یادې لېسې چارواکو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې د وزارت د ښوونې او روزنې رييس ښاغلي محمد نبي شهاب د غونډې ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د پروګرام د موخو او د لېسو او انستیتوت د چارو په اړه يې لنډ معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم وينا وکړه او د چاپېریال ساتنې ارزښت ته يې په اشارې سره وويل: تېره اوونۍ مو د وزارت په انګړ کې نیالګي کېښودل دادی نن موږ د رحمان بابا په عالي لېسه کې د نیالګیو په اېښودلو سره هڅه کوو خپل اکاډمیک چاپیریال ښکلی کړو، ترڅو زده کوونکي وکړاې شي په سمسوره فضا کې خپلې زده کړې پرمخ بوځي.

ښاغلي صمیم د لېسو زده کوونکو او اداري کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د نیالګیو روزلو ته پاملرنه وکړي او ښه یې وروزي، ځکه سمسور چاپیریال ساتل زموږ د ټولو دنده ده او موږ باید په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړو.

وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی ريس ښاغلي شاه زمان ميوندي د چاپېریال ساتنې د ګټو او مثبتو اغېزو په اړه خبرې وکړې وویل: افغانان بايد زرغون انقلاب رامنځته کړي.

نوموړي دغه راز په ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د نیالګیو په اېښودلو سره خپل چاپېریال سمسور او له ککړتیا وژغوري د دې سره به هم د ناروغیو مخه ونیول شي او هم به د هېواد د آبادۍ سبب شي.

د پروګرام په وروستيو شيبو کې د موضوع په اړه د يادې لېسې امر ښاغلی محمد عمر معصومی او يو تن زده کوونکي تر خبرو ورسته ښاغلي صميم، ښاغلي ميوندي او اړوندو چارواکو نيالګې کېښودل.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu