د شمشاد له نړيوال ټلويزيون څخه ليدنه!
د پښتونخوا او بلوچستان سياسي مشرانو او فرهنګي شخصيتونو نن له غرمې مخکې د شمشاد نړيوال تلويزيون څخه ليدنه وکړه.
په دې کتنه کې، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي هم هم حاضر و، نوموړو مشرانو ته د شمشاد نړيوال تلويزيون د مشرتابه او کارکوونکو له خوا ښه راغلاست او هرکلی وويل شو.
همداراز دواړو لورو د امن او ثبات د دوه ورځني ملي کنفرانس په اړه ، چې سبا په کابل کې جوړېږي، خپل نظرونه شريک کړل.