د مارچ دویمې، د بلوڅو د قوم ملي فرهنګ ورځې په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام!

mobta-af
Wed, Mar 03 2021 9:37 AM
mota

ترهرڅه نه مخکې ددغې ملي ورځې له امله خپلو ټولو بلوڅو وروڼو ته مبارکي وایم .

زموږ بلوڅو ورڼو تل د هېواد د نورو قومونو په څېر له ملي ګټو، ځمګنۍ بشپړتیا، نظام او جمهوریت څخه په مېړانې ساتنه او دفاع کړې چې موږ یې د بې شمېرو قربانیو قدرداني کوو، ګران هېواد افغانستان د ټولو درنو قومونو ګډ کور دی چې هر قوم د هېواد د ښېرازۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سرلوړی افغانستان لپاره قرباني ورکړې او لا هم په همدې ویاړلې لار کې له حکومت سره اوږه په اږه پر مخ روان دي، زموږ موخه او له کاري لومړیتوبونو څخه اساسي هدف دا دی چې همدې درنو قومونو ته د ښه ژوند کولو په موخه اساسي اسانتیاوې رامنځته کړو، همدې اصل ته په کتو به موږ د بلوڅو ورڼو د ژوند اساسي غوښتنو ته رسیدګي کوو او شته ستونزې به یې د نورو قومونو په څېر حل کوو.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu