د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Wed, Feb 24 2021 10:00 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې، چې په بېلابېلو برخو کې وې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې او د وزارت له مشرتابه څخه یې مننه او قدرداني وکړه، چې د ولسي بسیج، ملي یووالي او د قومي جوړښتونو د پیاوړتیا په برخو هلې ځلې کوي.

دغه راز یادو مشرانو د موجوده نظام څخه د بشپړ ملاتړ څرګندولو ترڅنګ له وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د راغلو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: د پکتیکا ولسونو تل د نظام او لوړو ملي ګټو ملاتړ کړی، چې موږ یې د قربانیو قدرداني کوو همدا راز له قومي مشرانو او مخورو مو غوښتنه دا ده، چې ولسونه یووالي، سولې او ثبات ته وهڅوي، ترڅو ناخوالو ته د پای ټکې کېښودل شي او هېوادوال مو په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي عزیز احمد خان فرزه وال او ملګرو یې نقاشي شوى انځور ښاغلي محب الله صمیم ته ډالۍ کړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu