د وزارت د داخلي تفتش نوي رئیس دنده پیل کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۹:۷
خبر

شنبه ۶ربیع الثاني۱۴۴۵

د ریاست الوزرا ء د عالي مقام د حکم په اساس ښاغلی مولوي محمد اسحاق ادریس چې د سرحدونو، قومونو او قیایلو چارو وزارت د داخلي تفتش د رئیس په توګه ټاکل شوی دی  نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

 د وزارت د سرحدي پلټنو معین ښاغلي مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې د داخلي تفتش د پخواني رئیس د کړنو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي ادلون  او بدلون  د نظام اساسي اصل دي چې په ادارو کې د اصلاحاتو په موخه تطبیق کیږي .نوموړی وویل  چې تفتیش ریاست باید دوو برخو ته ډېره پاملرنه وکړي لومړی پخپله پلټنه کې د امارت اصول تطبیق کړي او دغه راز د شخص حقوق په پام کې ونیسي .

په اخر کې د داخلي تفتش نوي رئیس زیاته کړه چې ورسپارل شوې  مسئولیت به په ښه توګه تر سره کړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د  داخلي تفتش د څار پر وړاندې خنډ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۵:۲
Background image

د ملکي خدمتونو انستیتوت له خوا ( د رهبرۍ او مدیریت) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۸/۱۱/۱۴۴۵

یاد ورکشاپ د افغانستان د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو د نویو رئیسانو د ظرفیت د لوړوالي په موخه د ملکي خدمتونو انستیتوت له خوا جوړ شوی و، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۲۰
Background image

په ميدان وردګ ولايت کې د یوه باب جماعت افتتاح وشوه

د سرحدونو، قومونو، اوقبايلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د هممغږۍ رئیس شيخ حضرت ولي حقاني د ميدان وردګ ولايت د سيد اباد ولسوالي په شيخ آباد سيمه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴۳
Background image

له ځلاند افغان مؤسیسې سره هوکړه

۶/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین مولوي محمد علي جان احمد له ځلاند افغان مؤسیسې (ZAO) سره د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه وکړه. د دغې هوکړې پر اساس. . .

BACK TO NEWS