دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  پېژندنه

mobta

دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد یو له هغو کلیدي اومهمو وزارتونو څخه شمیرل کیږي چې دملي یووالي او ملي واکمنۍ د ټینګښت، دهېواد دسیاسي حدودو د سلامتیا ، دسرحدي پولو د ساتلو او د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه د مېشتو اوسېدونکو د ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي کچې د لوړتیا لپاره ځانګړې اومهمې دندې پرمخ وړي.

همدارنګه د مرکزي او ولایتي ادارو په درلودلو سره په هر ډول سیاسي حالاتوکې د سرحدي پولو د ساتلو او د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه قبایلو سره دودیزې، فرهنګي، ټولنیزی، سنتي، دیني اوسیاسي اړیکې ټینګې ساتي چې د مرکزي او دویمو واحدونو سره د همغږۍ په رامنځ ته کولو سره ېې د سرحدونو ساتل د دغه وزارت د مهمو دندو او مسؤلیتونو د هدف په لور یو اساسي جز دی چې د شته مالي امکاناتو څخه په ګټې اخستنې په ځانګړو حالاتو کې د سرحدي ستونزو د اوارولو په اړه د قومي مشرانو ُ دیني عالمانو مخورو اوسپین ږیرو سره سلا مشورې کیږی. اوپه دې برخه کې توانیدلي یو چې د وروڼو قومونو د ملاتړ په جلبولو سره د دولت وګړنیزې ستنې او د دولت ملي حاکمیت پیاوړی او ټینګښت ومومي.

 

موخې:

  • د ملي یووالي ټېنګښت
  • د ملي واکمنۍ، ملي خپلواکۍ ، ځمکنۍ، بشپړتیا او د هېواد د پولوساتنه،
  • د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د تاریخي ، ملي، فرهنګی اوسیاسي دودونو ساتنه،
  •  د سرحدي، قبایلي  او لرې پرتو سیمو ځوانانو او تنکیو ځوانانو د علمي کچې لوړول،

مسؤلیتونه:

  • وزارت د خپلو دندو په ترڅ کې د دولت د ملی او سیاسی کړنلارې او د امیرالمؤمنین د فرامینو او نورو قوانینو سره سم د ملی یووالی د ټینګښت،ملی حاکمیت، د اسلامي دیني، ملي ارزښتونو، د غوره ملي او فرهنګي دودونو د ساتنې او د سرحدي، لرې پرتو  او قبایلي سیمو  د ځوانانو علمي کچې د لوړولو  په اړوند مسئول دی.
  • وزارت د خپلو ټولو کارکوونکو د کاري مصئونیت مسئول دی.
  • د قومي مشرانو او مخورو په واسطه، د شوراګانو او جرګو له لارې د وروڼو قومونو ترمنځ د قومي شخړو او منازعاتو حل کول.

دندې او فعالیتونه:

  • د افغانستان اسلامي امارت د ملې سیاستونو په دفاع کې د ټولو افغانانو متحد کول.
  •   په هیواد کې له ټولو مېشتو قومونو سره د فرهنګي، سیاسي او قومي اړیکوټېنګښت، ستراتيژیک مطالعات، څېړنه او د فرهنګي اړیکوساتل.
  • د سرحدي ولسوالیو او ټول هیواد د اوسیدونکو د تاریخ، فرهنګ پرمختیایي چارو اوستونزو په هکله تحقیق او مطالعه،
  •  د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي یووالي او ملي ګټو د خوندیتوب او ساتنې په اړه د دښمنانو د توطیو او دسیسو په افشا کولو او له منځه وړلو کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري.
  • په هیواد کې د ټولو مېشتو قومونو ترمنځ د افغانستان د اسلامي امارت د موخو په اړه وضاحت.
  •  د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست سره د ملي ګټو په ساتلو کې دوه اړخیزه همکاري.
  •  دملي یووالي د ټینګښت  او وروڼو قومونو ترمنځ د ورورۍ فضا د رامنځته کېدو په موخه د همغږۍ د سترو غونډو جوړول.
  • د لرې پرتو سرحدي سیمو او قبایلي ځوانانو ښوونه او روزنه او د وزارت اړوند رحمن بابا، خوشحال خان، پیرمحمدکاکړ، قبایلو، پښتونستان او عبدالله خان اڅکزي او په نورو اړوندو عالی لیسو او  د بایزید روښان په کثیرالرشتوي انستیتوت کې د هغوی جلب او جذب او د هېواد په دننه او بهر کې دوی ته د لوړو زده کړو اسانتیاو برابرول.
  • د وزارت له  بودجې څخه معقوله استفاده او د وزارت په ټولو مرکزي او ولایتي واحدونو کې د منقولو او غیر منقولوشتمنیو او دولتي مالونو څخه جدي څارنه.
  •  د وروسته پاتې سرحدي سیمو او ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه ولسونو د اقتصادي او فرهنګي متوازن پرمختګ او پراختیا لپاره سکتوري او بهرنیو اړوندو ادارو د مرستوجلبول.
  •  د مخدره توکو د کرکيلي او قاچاقو په مخنیوي کې له اړوندو ادارو او موسسو سره اغېزمنه همکاري او همغږي.
  • د سرحدي سرغړونو کشف، پېژندنه او فني څارنه.

 

دغه وزارت دځانګړي ارزښت له کبله اوږد تاریخ لري چې تاریخچه یې او د هغو وزیرانو او رئیسانو تصویرونه او لنډه پېژنده، چې له ۱۳۰۹ کال راهیسې یې په دې وزارت کې دنده ترسره کړې ده په لاندې ډول ده:موخې:

mobta    mobtamobta

 

mobta    mobtamobta

 

mobta   mobtamobta

 

mobta   mobtamobta
                                                                  

mobta  mobtamobta

mobta    mobtamobta

 

mobta    mobtamobta

 

mobta    mobtamobta

 

mobta      mobtamobta     

mobta

 

 

الحاج ملا نورالله نوري د افغانستان د اسلامي امارت له فتحې (۱۴۰۰) هـ ل کال  څخه وروسته تر اوسه پورې

لنــــــــــډه تــــــــــاریخــــچه! ​​

د تاریخي افغانستان په ټوله جغرافیه کې د قبایلو چارو د تنظیم لپاره د امیر شېرعلي خان او امیر عبدالرحمان خان د واکمنیو پر مهال هم داسې ادارې وې، چې په قبایلي چارو کې د کار لپاره ځانګړې شوې وې، خو په رسمي توګه د عظمي صدارت د قلم مخصوص په تشکیل کې د قبایلو څانګه د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د واکمنۍ پر مهال، په   ۱۳۰۰لمریز(۱۹۲۱مېلادي) کې را منځته شوه. دغه څانګه،  په ۱۳۰۹ لمریز کال د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال، د عظمي صدارت په چوکاټ کې د عمومي مدیرت کچې ته لوړه شوه.

په ۱۳۲۶لمریز( ۱۹۴۷ میلادي ) کې د لومړي وزیر شاه محمود خان په حکومت کې د قبایلو ریاست جوړ شو.

د ۱۳۳۲ لمریز کال د وږې میاشتې په ۱۹ مه نېټه ( ۱۹۵۳ زېږدیز، د سپتمبر۶) د لومړي وزیر سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال د کابینې په تشکیل کې د قبایلو مستقل ریاست جوړ شو.

د ۱۳۵۲ لمریز کال (۱۹۷۳ مېلادي) کې د افغانستان د لومړي ولسمشر  محمد داود خان د جمهوري ریاست په دوره کې د قبایلو مستقل ریاست د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لوړ شو.

د ۱۳۶۰ لمریز کال په  اسد میاشت کې د دغه وزارت نوم (دقومونو او قبایلو چارو وزارت ) شو.

تر دې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا بېرته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ونومول شو.