د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت د سرپرست وزیر لنډه پېژندنه

Mobta

  محترم الحاج ملا نورالله نوري د مولوي غلام عمرالدین زوی د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د بهرامخېلو د   چېنې کلي اوسېدونکی دی چې  په ۱۳۵۰ لمریزکال کې زېږېدلی دی.

 نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې ټولې په هېواد کې د ننه په بېلابېلومدرسواو جوماتونو کې ترسره   کړې دي.  ښاغلی نوري د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ په دري اوعربي ژبو روانې خبرې کولاي شي.

 محترم نوري د پخواني شوروي د یرغل په خلاف عملا جهاد کې برخه اخېستې او د حرکت انقلاب اسلامي   تنظیم په چوکاټ کې یې سیاسي ژوند پیل کړ.

 له هېواد څخه د شوروي یرغلګروتر وتلویوکال وروسته په ۱۹۸۹کال کې نوري صاحب د خپلې سیمې د نظم   اوله منکراتوڅخه د مخنیوي په موخه یو اتحاد طلبه تنظیم جوړکړچې خپله نوري صاحب یې د مرستیال په   توګه  وټاکل شو. اتحاد طلبه تنظیم پنځه کاله دوام وکړاوپه دې دوره کې یې د سیمې په کچه ځینې مهم فعالیتونه   ترسره کړل.

کله چې د مرحوم مشرامیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله له خوا د طالبانواسلامي تحریک پیل شو،نو محترم نوري د خپل ولایت د طالبانوپه استازیتوب له یو پلاوي سره کندهار ته ولاړاوله مشرملا صاحب سره ملګری شو.  سمدستي د مرحوم ملا صاحب لخوا په کارونو توظیف اوله خپلوملګرو طالبانوسره یوځای یې په نظامي کارونواوفعالیتونو پیل وکړ.

ښاغلي نوري د کابل د لومړۍ ځل فتحې مخکې په خوست کې د امنیه قوماندانۍ مرستیال او د میدان وردګو ولایت د والي په توګه دندې ترسره کړې او د کابل تر فتحې وروسته یې د لغمان د والي په توګه دوه کاله، د بغلان ولایت د والي په توګه یو کال اود اسلامي امارت د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د بلخ ولایت والي  او د شمال زون د تنظیمه رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي.

پر هېواد د صلیبي امریکایي یرغل په دوران کې د ۲۰۰۱ میلادي کې په وروستیو کې ښاغلی نوري د هیواد په شمال کې اسیر شو، دیارلس کاله او څو میاشتې یې په ګوانتنامو زندان کې تېري کړې چې د زندان له سختیو سره سره یې په دې موده کې د قرآن کریم شل سیپارې حفظ کړې او با لاخره  د ۲۰۱۴م کال د جون پرلومړۍ نېټه داسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د یوې تبادلې په پایله کې آزاد اوقطرهېواد ته راولېږدول شو.

له هغه زندان څخه له خوشې کېدو وروسته پر۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفترغړی، پر ۲۰۱۹ م کال د فبروري په میاشت کې د رهبري شورا، سیاسي دفتر او د امریکا له متحده ایالاتوسره د مذاکراتي ټیم غړی پاتې شوی دی اوپه افغانستان کې د شل کلن اشغال په پای ته رسېدو او د  افغانستان د اسلامي امارت د نوې کابېنې په اعلان سره د سرحدونو، قومونو او قبایلوچارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو. کاري مخینې، مدیریت، رهبري، تجربو او وړتیاوو ته په کتو سره یې په کارونو کې مهارت ښه څرګندېږي.

 نوموړي په ډېره لنډه موده کې وکولای شول د هېواد بېلابېلو ولایتونواو ولسوالیو ته سفرونه وکړي ،له خلکوسره وګوري، د هغوی ستونزې له نژدې وګوري، هغوی ته داسلامي امارت موخې توضیح اوتشریح کړي او دغه راز یې هېواد،ولس او خپلو ارزښتونوته د خدمت په لار کې یووالي او انسجام ته راوبولي.