خبرتیا:

khoram_admin
خبرتیا

په پلازمینه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د (رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ) لیسو ته چې له کومو کسانو څخه د تېرې دوشنبې په ورځ ازموینه واخیستل شوه، خبر ورکول کېږي، تر څو چې یې نتایج د وزارت له رسمي ویب پاڼې او نورو ادرسونو نه وي نشر شوي له خپلو اصلي لیسو څخه دي خپلې سه پارچې نه اخلي، هر کله چې له خپلې نتېجې څخه مطمئین شول وروسته له هغه کولای شي د وزارت اړوندو لیسو ته ځانونه تبدیل کړي.
 
د یادونې وړ ده، هغه کسان چې د تېر امتحان په وخت کې ناسوب(غیرحاضر) و، تر راتلونکې یکشنبې د رمضان المبارک میاشتې تر (۱۸) مې نېټې دي په متفرقه ازموینه کې نوم لیکنې ته ځانونه حاضر کړي. 

له پورته ذکر شویو زده کوونکو څخه متفرقه ازموینه د راتلونکې دوشنبې په ورځ چې د رمضان المبارک میاشتې له (۲۲) نېټې سره سمون خوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د غونډو په تالار کې اخیستل کېږی.

خپرونې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

خبرتیا:

په مرکز کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند (رحمان بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ) عالي لېسو له ازموینې څخه د پاتې شویو زده کوونکو متفرقه ازموینه واخیستل شوه. 

د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۲۳
Background image

خبرتیا

په پلازمینه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د (رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ) لیسو د متفرقه ازموینې پایلې.

 

زده کوونکي کولای شي خپلې پایلې په لاندې فایل . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د مرکزي ولایتونو د پایلو خبرتیا

هـ ق ۲۰/۹/۱۴۴۵ 

په کابل ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند درې ګونو لېسو ته له پنځو مرکزي ولایتونو (پروان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر او کابل( څخه د ۱۴۰۳ تعلیمي کال . . .

خپرونې