خبرتیا

org_admin
خبر


د قبایلي او سرحدي ولایتونو او ولسوالیو د دوولسمو ټولګیو فارغانو ته خبر ورکول کیږي چې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په پام کې لري چې د (۱۴۰۳) لمریز کال لپاره د دوولسم ټولګي فارغان په لیلیه ډول په لاندې څانګو کې ومني:
۱.تعمیرات (دوه کاله)
۲. کرنه او مالداري (دوه کاله)
۳. تجارت او اداره (دوه کاله)
کمپیوتر ساینس (دېتابیس) (دوه کاله ) 
یادوڅانګو ته د نوم لیکنې لپاره د ۱۴۰۲/جدی /۹ نیټې څخه د  ۱۴۰۲ /حوت/۲۱ نیټې پورې د انسټيټیوټ ادارې ته مراجعه وکړي او د نوم لیکنې فورمې له ترلاسه کوولو او ډکولو وروسته بیرته د انسټيټیوټ ادارې ته وسپاري.
یادونې:
۱. د نوم لیکنې په وخت کې د پیژندپاڼې (تذکرې) کاپي او څلور قطعې عکسونه له ځان سره ولرئ.
۲. په ازموینه کې د ګډون کارت د نوم لیکنې فورمې له تسلیمولو وروسته ورکول کیږي.
۳. د کانکور ازموینه د ۱۴۰۲ / حوت/۲۶ نیټه اخیستل کیږي.
پته: کابل ښار، درېیمه ناحیه، دهبوري څلورلاری، د بایزید روښان انسټیټیوټ اداره.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۴۴۸۴۷۹۶۵          ۰۷۲۹۱۲۲۱۱۸

خپرونې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

خبرتیا:

په مرکز کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند (رحمان بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ) عالي لېسو له ازموینې څخه د پاتې شویو زده کوونکو متفرقه ازموینه واخیستل شوه. 

د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۲۳
Background image

خبرتیا

په پلازمینه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د (رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ) لیسو د متفرقه ازموینې پایلې.

 

زده کوونکي کولای شي خپلې پایلې په لاندې فایل . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د مرکزي ولایتونو د پایلو خبرتیا

هـ ق ۲۰/۹/۱۴۴۵ 

په کابل ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند درې ګونو لېسو ته له پنځو مرکزي ولایتونو (پروان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر او کابل( څخه د ۱۴۰۳ تعلیمي کال . . .

خپرونې