په کاپیسا ولایت کې ۱۲ شخړه حل او په دوستي بدله شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۳۴
خبر

۲۵/۴/۱۴۴۵

د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې ۱۲ کلنه شخړه، چې له طرفینو څخه پکې ۳ تنه وژل شوي او څو نور کسان ټپیان شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت په هڅو او د سیمه ییزو مشرانو او علماوو په همکاري په سوله بدله شوه.

د دغې شخړې د حل په مراسمو کې د یاد ولایت د والي په شمول د نورو اداراتو مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د شخړو او بدیو په بدو پایلو خبرې وکړې او دواړه لوري یې سولې او اخوت ته راوبلل.

په پای کې په دغه شخړه کې ښکېلو لوریو د مشرانو له هڅو او ستړیاوو څخه مننه وکړه او یو بل ته یې د ورورولۍ غېږه ورکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په سمنګان ولایت کې ۱۲ کلنه شخړه حل شوه

د سمنګان ولایت د مرکز اړوند په میدان بزکشي سیمه کې د دوو قومونو تر منځ ۱۲ کاله مخکې را منځته شوې بدي چې له کبله یې دوو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

د کابل ولایت د ځینو ناحیو له یو شمېر بې وزلو کورنیو سره مرسته

۲۱/۱۰/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږۍ (له افغان ماشومانو سره د جرمني مرستو) مؤسسې په همکاري د مرکز کابل اړوند ناحیو په (۲۰۰ ) بې وزلو کورنیو (۶) قلمه خوراکي توکې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۴۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ را پېښه شوې شخړه په دوستي بدله شوه

۲۲/۱۰ ۱۴۴۵

 د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ترافیکي حادثې له کبله را منځته شوې شخړه چې پکې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو قومونو اوقبایلو. . .

BACK TO NEWS