د دعوت او ارشاد ریاست

د دعوت او ارشاد ریاست د دندو په اړه لنډ معلومات

د افغانستان د  اسلامي امارت مشرتابه د حکم اود رئیس الوزراء د ۱۴۴۳ کال د ۱۹ غونډې مصوبې پراساس په د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو په تشکیلاتو کې د دعوت اوارشاد په نوم ریاستونه منظور شول.

د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت د دعوت اوارشاد ریاست یو له مهموریاستونوڅخه دی، چې د وزارت دننه د ټولو کارمندانو او مامورينو د ديني امورو پوهاوي، دعوت او اسلامي تربيت په برخه کې فعاليت تر سره کوي او ټول مذهبي او اسلامي امور تنظيموي.

ياد رياست د رئيس، اجرائيه مدير، امام ، مؤذن او مقرر په شمول ټولټال ۸ کسه تشکيل لري چې لاندې چاري د مهالوېش سر سم او د منظم پلان له مخې  پر مخ وړي

  •  د وزارت او اړوند آدارود ټولو کارکوونکود دیني پوهې د لوړاوي لپاره د دیني درسونوتدریسول.
  • د قرانکريم تفسير او ترجمه په پښتو او دري ژبو
  • د وزارت له کارکوونکو سره د دیني موضوعاتود لاپوهاوي لپاره د ناستوترسره کول.
  •  د اړوند چارود لاښه والي لپاره د وزارت له کارکوونکوڅخه د وړاندیزونواخیستل.
  •  د وزارت او اړوند آدارو له مراجعینوڅخه د شکایتونو اوستونزواورېدل او مسؤلو چارواکو ته یې د حل په موخه رسول.
  •  نبوي سنت اوسیرت درسونه او د نبوي سنتو تطبیقول.
  •  د وزارت کارکوونکوته پنځه وخته د امام له خوا امامت ورکول.
  •  د دیني عقېدو اود اصلاحي چارو پرمخ وړل.

اوسمهال تدریسي برخه لاندې فعالیتونه لري.

۱ـ کارکوونکوته د دغوت ارشاد د ځانګړي نصاب کتاب تدریسول.

۲ـ مجاهدینو او کارکوونکوته په بېلابېلو وختونو کې د علماء له خوا په ځانګړې توګه د یوشمېر کتابونوتدریسول.

۳ـ د عظیم الشان قرآن قرائت اوتجوید.

دعوت او ارشاد رياست د وزارت په دننه او اړوند ليسو کې په پرلپسې توګه دعوتي او ارشادي مجلسونه جوړوي.