د ننگرهار او غزني ولایتونو وحشیانه بریدونه په کلکه غندو

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۲:۵۰
mobta

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد، دین او خلکو دښمنانو تېره ورځ د ننګرهار په مرکزجلال آباد ښارکې د ملي اردو د جلب او جذب پرکاسټرموټر او نن سهار د غزني پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر بېګناه هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي
تروریستانو د خپلو ناوړه او وحشیانه بریدونو په دوام یو ځل بیا ثابته کړه، چې هېڅکله هم سولې او اوربند ته ژمن دې او د بېګناه انسانو وینې تویلو ته دوام ورکوي
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې چې دغه ناروا او کرغېړن بریدونه په کلکه غندي، د لوې خدای ج له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او د شهیدانو وارثانو ته د جمیل صبر هیله کوي

درنښت
محمد شفیق ګل آغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي نن چهار شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۲ مه نېټه د پکتیکا ولایت د ارګون، زېړوک،. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۱:۵۸
Background image

ننی وحشيانه برید په سختو ټکو غندو!

د کابل ښار قصبې سيمې ته څېرمه ننی کرغېړن برید، چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون يو شمېر معصوم هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په سختو ټکو غندو، دا یو انساني او اسلامي ضد عمل بولو,. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۱:۴۹
Background image

په کندهارکې د غازي عبدالله خان اڅکزي لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته د یو ورځني ښوونیز ورکشاپ جوړېدل!

د (لوی افغانستان پېژندنې او ډیورند فرضي کرښې د دواړوغاړو څېرمه میشته قومونو ترمنځ د یووالي) تر نوم لاندې ښوونیز ورکشاپ د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ ریاست له خوا سه شنبې د ۱۳۹۸. . .

BACK TO NEWS