د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محب الله صمیم لنډ‌ ژوند لیک

mobta

ښاغلی محب الله صمیم د ښاغلي عبدالوکیل زوی په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ د محمد صدیق بابا کلا کلي کې په یوه علمي، متدینه او روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلی دی.

تر دولسم ټولګي پورې یې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د سلطان محمود غزنوي لیسه کې زده کړې بشپړیې کړې.

ورپسې  یې په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنځی پیل او له دغه پوهنځي څخه په ۱۳۸۷ کال کې په ښه درجه بریالی او لیسانس یې تر لاسه کړ.

ښاغلی صمیم د لیسانس تر کچې په ترسره کړې زده کړې بسنه ونه کړه په کابل کې یې د کاتب پوهنتون کې د ماسټرۍ دوره پیل کړه  چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له یاد پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې ماسټري هم ترلاسه کړه.

ښاغلي صمیم د هېواد په دوو رسمي ژبو پښتو او دري بشپړ تسلط لري او په انګلیسي ژبه هم پوهیږي، کاري مخینه یې هم په دولتي بېلابېلو ادارو کې په صداقت او رښتینولۍ دندو ترسره کول چې په لاندې ډول دي.

 

۱- د لوړو زده کړو وزارت اداري رییس.

۲- د کابل د پیداکوژۍ انستیتوت رییس.

۳- د کابل پولتخنیک پوهنتون رییس.

۴- د کابل د طبي پوهنتون رییس.

۵- په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د اساسي قانون د تصویب په لویه جرګه کې د غزني د خلکو استازی.

۶- د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس.

۷- د غزني ولایت د اندړو ولسوال.

۸- د غزني ولایت د ګېلان ولسوال.

۹- د غزني د عامه ملکیتونو د ساتنې رییس.

۱۰- پنځه کاله د پکتیکا والي په توګه او اوسمهال د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي له ۲۴ مې نېټې را پدیخوا  د سرحدونو او قبایلو چارو  وزیر په توګه دنده ترسره کوي.