د خواخوږۍ او تسلیت پیغام!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۵۴
mobta

 

په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د لوګر ولايت ستر دیني عالم، پياوړی سیاسي، روحاني او جهادي شخصیت او قومي مشر مولوي محمد منور د هغې ناروغۍ له امله، چې ورپېښه شوې وه په حق رسېدلی دی.

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد منور نېک او زړه سوانده قومي مشر او د جرګو مرکو سړی و، چې د خپل عمر زياته برخه يې د افغانانو ترمنځ اتحاد او اتفاق ته وقف کړې وه او په بېلابېلو قومي او ټولنيزو چارو کې يې خپلو خلکو ته نه ستړي کېدونکي خدمتونه ترسره کړي وو، چې خدمتونه يې د هېرېدو نه دي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام په داسي حال کي، چې د نوموړي مړينه په قومي او ټولنيزو چارو کې لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته د منان رب له سپېڅلي دربار څخه د فردوس جنت، درنې کورنۍ، دوستانو، ،خواخوږو او د لوګر ولايت پتمنو ولسونو ته د جمیل صبر او عظيم اجر هيله کوي.

ارواح دې ښاده او یاد دې تلپاتې وي

محب الله صميم

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

د مننې پيغام!

 

د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې له ټولو معززو او درنو غړو څخه د زړه له تله مننه کوم، چې په پوره حوصلې سره يې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت کاري برنامه واورېده, د تاييد 209 رايې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۹:۱۴
Background image

د ولسي جرګې غړو سره ناسته

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم نن ماښام د خپل کار په دفترکې په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د خلکو له استازي ښاغلي عبدالعزیز حکیمي او د کوچیانو استازي الحاج محمد رسول. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۴:۳۵
Background image

محترم محب الله صمیم ، له ولسي جرګې څخه د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د باور رایه ترلاسه کړه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د ملت استازو له کور څخه د ۲۰۹ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د ولسي جرګې د درنو غړو له باور څخه د مننې او قدردانۍ. . .

BACK TO NEWS