د بایزید روښان انسټيټوټ د کانکور ازموینه واخیستل شوه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۰:۵۵
mobta

د ازموینې په پيل کې د انسټیټوټ د آمر ښاغلي حکمت الله ناشر له لوري د ازموینې ګډونوالو ته د بایزید روښان انسټيټوټ او د ازموینې د پروسې په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استازو ښاغلي امیرخان همت او احمد صمیم بهروز د ازموینې د سوالونو د حل کولو د طرز او انتخاب په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل:
وروسته د ښوونې او روزنې ریاست استازي ښاغلي سعدالله مومند، چې د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه کوله، د ازموینې له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او زده کوونکو څخه یې وغوښتل، چې په پوره حوصله سره خپلې پارچې حل کړي، تر څو د خپلې خوښې څانګې ته لار پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ۴۶۴ تنه ګډونکو له جملې څخه به ۲۴۰ محصلین د انسټیټوټ په څلور څانګو (کمپیوتر ساینس، اداره او تجارت، ساختماني انجنیري او زراعت) کې جذب شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۸:۵۵
Background image

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون له استازو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چاور وزارت مسلکي معين ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی، نن په داسې حال کې ، چې د مقام د دفتر رئيس ښاغلي نور آقا ناصري او د بشري سرچېنو ريس ښاغلي محمد ياسين پکتين هم حاضر وو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۰:۱۴
Background image

د جوزجان له والي سره کتنه!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين محترم الحاج محمد يعقوب احمدزي نن د جوز جان له والي ښاغلي لطف الله عزيزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۰:۱۲
Background image

د بلوڅو ستونزې واورېدل شوې!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه په بېلابېلو ولایتونو کې د مېشتو بلوڅو قومي مشرانو سره د خپل کار په. . .

BACK TO NEWS