دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پېژندنه

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت دهېواد یوله هغو کلیدي اومهمو وزارتونو څخه شمیرل کیږي چې دملي یووالي اوملي واکمنۍ دټینګښت ، دهېواد دسیاسي حدودو دسلامتیا ، دسرحدي پولو دساتلو او د ډیورند فرضي کرښې ترڅیرمه د پرتو میشتو اوسیدوونکو دټولنیزو، اقتصادي اوفرهنګي کچې د لوړتیا لپاره ځانګړې اومهمې دندې پرمخ وړي.اوهمدارنګه دمرکزي او ولایتي ادارو په درلودلوسره په هرډول سیاسي حالاتوکې دسرحدي پولو دساتلو او دډیورند فرضي کرښې ترڅیرمه قبایلو سره دودیزې ، فرهنګي ، ټولنیزی، سنتي، دیني اوسیاسي اړیکې ټینګې ساتي چې دمرکزي او دویمو واحدونو سره دهمغږۍ په رامنځ ته کولوسره ېې دسرحدونو ساتل ددغه وزارت دمهمو دندو او مسوولیتونو دهدف په لوریو اساسي جزدی چې دشتومالي امکاناتو څخه په ګټې اخستنې په ځانګړو حالاتو کې د سرحدي ستونزو داوارولوپه اړه دقومي مشرانو ُ دیني عالمانو مخورو اوسپین ږیرو سره سلا مشورې کیږی. اوپه دی برخه کې توانیدلی یوچې دورونو قومونو دملاتړ په جلبولو سره د دولت وګړنیزی ستنې او ددولت ملي حاکمیت پیاوړی او ټینګښت ومومي. دغه وزارت دځانګړي ارزښت له کبله اوږد تاریخ لري چې تاریخچه یې په لاندې ډول ده.
د سرحدونو او قبایلو چارو هغو وزیرانو او رییسانو تصویرونه او لنډه پېژنده، چې له ۱۳۰۹ کال راهیسې یې په دې وزارت کې دنده ترسره کړې ده:

لنــــــــــډه تــــــــــاریخــــچه!
د تاریخي افغانستان په ټوله جغرافیه کې د قبایلو چارو د تنظیم لپاره د امیر شېرعلي خان او امیر عبدالرحمان خان د واکمنیو پر مهال هم داسې ادارې وې، چې په قبایلي چارو کې د کار لپاره ځانګړې شوې وې، خو په رسمي توګه د عظمی صدارت د قلم مخصوص په تشکیل کې د قبایلو څانګه د اعلیحضرت امان الله شاه غازي د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۰۰لمریز(۱۹۲۱مېلادي) کې را منځته شوه.
دغه څانګه، په ۱۳۰۹ لمریز کال د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال، د عظمی صدارت په چوکاټ کې د عمومي مدیرت کچې ته لوړه شوه.
په ۱۳۲۶لمریز( ۱۹۴۷ میلادي ) کې د لومړي وزیر شاه محمود خان په حکومت کې د قبایلو ریاست جوړ شو.
د ۱۳۳۲ لمریز کال د وږې میاشتې په ۱۹ مه نېټه ( ۱۹۵۳ زېږدیز، د سپتمبر۶) د لومړي وزیر سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال د کابینې په تشکیل کې د قبایلو مستقل ریاست جوړ شو.
د ۱۳۵۲ لمریز کال (۱۹۷۳ مېلادي) کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود خان د جمهوري ریاست په دوره کې د قبایلو مستقل ریاست د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لوړ شو.
د ۱۳۶۰ لمریز کال په اسد میاشت کې د دغه وزارت نوم (دقومونو او قبایلو چارو وزارت ) شو.
تر دې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا بېرته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ونومول شو.