په کندوز کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه بدي په دوستي بدله شوه

taqi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
دشخړی حل

 

 دوشنبه ۲۴/ جمادي الآخرة/ ۱۴۴۷

د کندوز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ولایتي علماء کرامو،متنفذینو او مصلحینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ د قتل  له وجې یو کال مخکې رامنځته شوې بدي چې دواړه کورنۍ یې په خپلمنځي شخړه کې لاس او ګریوان کړي وو، تېره ورځ د یوې لویي قومي جرګې او مرکې پرمهال په دوستي بدله کړه.  

دغه د قتل قضیه چې د کندز ولایت جرخ آب کلي د دوو کورنیو ترمنځ تېرکال پېښه شوې وه، د دواړو لوریو ترمنځ یې اړیکي ترینګلې کړې وې او یو بل پکې له مړه او ژوندي څخه منع وو. د دغې موضوع د حل په موخه کلیوالي مشرانو او سیمه ییزو متنفذینو د یاد ریاست له مسؤلینو سره سلا و مشورې وکړې او د یوه مرکچي هیئت د ستړیاوو او مکررو ناستو په برکت دواړه خواوې روغې جوړې ته راضي شوې. 

د یادې موضوع د حل په موخه یوه لویه ولسي غونډه را وبلل شوه، چې پرمهال یې محلي مسؤلینو، قومي مشرانو، ځوانانو او عامو خلګو ګډون کړی وو، په غونډه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني د دوه کورنیو ترمنځ د جنجالونو له منځه وړل او روغه جوړه د ټولو مسلمانانو اسلامي او ایماني مسؤلیت وباله او د غچ اخیستني پر ځای یې پر بښنې، اتحاد او ورورولۍ ټینکاروکړ، په وروستیو کې په بدي کې ښکېل لوري راوغوښتل شول او د غېږې په ورکولو سره یې خپلې بدي ته د پای ټکی کېښود

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu