په خوست کې د دوو کورنیو تر منځ نږدې د نیمې پيړۍ پخوانۍ دښمني حل شوه
يکشنبه ۲ جمادیالثانی ۱۴۴۷
د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د ولایتي ادارې، سیمه ییزو مشرانو او علماوو په همکاري د شمل دوه منده ولسوالي د خویخېلو په سیمه کې ۴۸ کلنه مرګونې شخړه حل او ښکېلو خواوو د ورورولۍ غاړې سره ورکړې.
یاده شخړه، چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او لوی مالي تاوانونه يې اړولي وو، د روغي جوړې په مراسمو کې يې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس میا محمد ولي صدیقي په دې تړاو د علماوو، قومي مشرانو او مسؤلینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې عفوه او بښنه د ټولنې سلامتيا او ثبات تضمينوي. دوی زیاته کړه، چې ناوړه دودونه او غلط رواجونه د ډيرو لويو شخړو او قتلونو لامل شوي خو لله لحمد ا.ا.ا دې برخې ته پوره متوجه دی. دوی څرګنده کړه چې د شخړو د مخنیوي کمیسیون يې تر اوسه په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه خپلمنځي شخړې ثبت کړې دي، چې له ډلې یې ۸۵ شخړې حل شوې او د پاتې قضیو د هواري هڅې روانې دي.
قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې د ا.ا.ا هغه پالیسي وستایله، چې د خپلمنځي شخړو د مخنیوي او هواري لپاره لازم اقدامات اجرا کوي. په پای کې دواړو کورنیو په خوښي د مسؤلينو له لوري د روغې جوړې پرېکړه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به دښمني او کرکه نه کوي بلکې ورورولي او ګډ سولهییز ژوند ته به دوام ورکوي.
