د کورنيو چارو وزارت د پلان او ستراتيژۍ له معين سره ليدنه

mobta-af
جمعه ۱۴۰۱/۳/۶ - ۲۰:۱۱
mobta

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت رهبري د وزارتخانو د امنيت نيولو او امنيتي منسوبينو د ثبت په اړه د کورنيو چارو وزارت د پلان او ستراتيژۍ معين مولوي فيض الله (جمال) په مشري راغلي پلاوي چي د وزارتخانو د امنيت مسؤل مولوي محمود او د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو تحقيق عمومي مدير مولوي محمد رسول محمدي يې هم ملتيا کوله د جرګو معينيت په دفتر کي وکتل. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق (عابد) او مسلکي معين مولوي عبدالرحمن (حقاني) د وزارت د ښه امنيتي تدابيرو نيولو او امنيتي مجاهدينو د ثبتولو اړوند ځينې غوښتنې او سپارښتنې شريکې کړې. د کورنيو چارو وزارت معين ښاغلي (جمال) وويل چي د وزارتخانو او ټولو رياستونو د امنيت ساتلو په خاطر دوئ لويه امنيتي قطعه او قومنداني تشکيل کړې چي د لزوم ديد له مخې به ټولو وزارتونو ته ټاکلی شمير امنيتي کسان ثبت او وګوماري. د وزارتخانو د امنيت مسؤل ښاغلي محمود وويل: د وزارتخانو امنيت ساتنه ددوئ دنده او وجيبه ده، د يادو وزارتونو د وزيرانو او مسؤلينو په همکاري به دوئ امنيتي مجاهدين لومړی يادې امنيتي قطعې ته سوق او ورپسې پر ټاکلو ځايونو کي پر دندو وګوماري. په خبره يې لومړيتوب هغو مجاهدينو ته ورکول کيږي چي تر اوسه پوري يې د يادو وزارتونو امنيت چارې پر غاړه درلودې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

((موږ د اسلامي امارت د مدبرانه سیاست او حکومتي چارو د ښه مدیریت ستاینه کوو)) 

 

 چهارشنبه/ جمادی الأول/ ۱۴۴۷

له کونړ وروسته نن په ننګرهار ولایت کې د ولسوالیو له استازو، قومي مشرانو او سیمه ییزو مخورو سره د ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو د هوساینې غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

((دا چې موږ په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لرو دا د دې ولس د همکاریو پایله ده))


 
سه شنبه/ جمادي الاول/ ۱۴۴۷

نن له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد د مل پلاوي په مشري په کونړ ولایت کې یوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۳
Background image

په هيواد کې د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د ملت، اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې غونډو دوام

 

پنجشنبه ۱۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري داځل په نورستان ولايت کې له خلکو سره د ياد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ د معین په مشري د مل پلاوي . . .

BACK TO NEWS

User account menu