په ویاړ د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت پيغام!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۹:۳۸
mobta

 

تر هرڅه نه مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه پلاوی د زمري د اوومې، د ګران هېواد افغانستان د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت ټولو درنو هېواد والو ته مبارکۍ او نېکې هېلې وړاندې کوي.

وزارت دغه راز له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت هر محترم هېوادوال په یو ډول نه یوډول ددغې ورځې په لمانځنه کې برخه واخلي او په خپلو کورونو، هټیو، نقلیه وسایطو او نورځایونو کې ملي بیرغ وځړوي.

ملي بیرغ، چې زموږ د هېواد د هویت څرګندونه کوي له معنوي اړخه دومره ارزښت لري،چې افغان ملت یې د لوړ ساتلو په لاره کې سرونه بایللي، خو هغه يې لوړ او سر لوړی ساتلي، همدا راز زموږ ملي بيرغ د يو خپلواک هېواد په توګه زموږ په فضا کې د خپلواکۍ د ساتلو څرګندوى دى.

بیرغ انسانانو له ډېر پخوا د عزت، ځواک، سپېڅلتیا او د ویاړ نښې په توګه پېژندلی او ټاکلی دی.

زموږ ملي درې رنګه بیرغ له ځانګړو سمبولونو سره، چې دا مهال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دافغان خپلواک هېواد د هویت په توګه رپيږي ،زموږ ټولو افغانانو د یووالي او اتحاد سمبول دی او د تل په څېربه یې په مېړانه او سرښندنه ساتي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې ددغې وياړلې ورځې له امله په هېواد او بهر کې ټولو مېشتو افغانانو ته مبارکي وايي ، هيله څرګندوي، چې سبا سه شنبې د دغې ملي ورځې په ښه لمانځلو کې فعاله ونډه واخلي.

هسک او رپانده دې وي زموږ درې رنګه تور، سور او زرغون ملي بیرغ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ارواښاد اکاډمیسن سلیمان لایق پاک روح ته دعا وشوه.

د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت اکاډمیسن سلیمان لایق، چې تېر کال د کابل د ششدرک په سیمه کې د یوې چاودنې له امله ټپي شوی و ، د روان لمریز کال د زمري میاشتې پر ۱۰ مه نېټه دهمدغو ټپونو. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

درنو هېوادوالو بريا مو مبارک شه!

د وياړ او خوشالى ځاى دى، چې د ازاي سيالۍ افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امريکايي سيال الکس مونوز ته د UFC ازادو مبارزو په سياليو کې ماته ورکړه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د اختر په شپو او ورځو کې د ترهګرو له خوا په ځينو ولايتونو کې د تروريستي بريدونو تر سره کول د سولې له بهير سره دښمني ده!

په ژورې خواشينى سره خبر شوم، چې تروريستانو د اختر په شپه د لوګر ولايت مرکز پل علم ښار او نن شپه د ننګرهار ولايت پر محبس باندې د موټر بم او وسله والو بريدونو په ترسره کولو زموږ يو شمېر. . .

BACK TO NEWS