په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا له رئيس سره ناسته!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۹:۱۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن مازدیګر په ولسي جرګه کې د لغمان او هلمند ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي الحاج محمد رفيع مموزي، ښاغلي الحاج عبدالرشید عزیزي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا له رئیس ښاغلي ډاکټر حبيب الرحمن ننګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د روان وضعیت، د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخو کې د قومي مشرانو پر ارزښت، د موجوده نظام څخه د ملاتړ، په هېواد کې د امن او ثبات د ټینګښت په موخه د ولسونو هڅولو او په ملي مسایلو کې د خلکو له استازو او قومي مشرانو سره په سلامشورو بحث او خبرې وکړې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۴۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې ۳۵ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

۱۵/۱۰/۱۴۴۵

د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، د یادې ولسوالۍ مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو ۳۵ کلنه شخړه حل شوه. 

دغه شخړه چې د یاد ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۲۰
Background image

په میدان وردګو ولایت کې یوه کورنۍ شخړه حل شوه

۱۴/۱۰/۱۴۴۵

په میدان وردګو ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ د تربګنیو او کورنیو موضوعاتو پر سر رامنځته شوې شخړه چې کلونه یې دوام کړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

په بادغیس ولایت کې ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

د بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ د آب باریک سیمې د قدي قومونو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې پېښه شوې شخړه، چې له کبله یې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، تېره ورځ د یاد ولایت د مقام په هدایت. . .

BACK TO NEWS