په هلمند لښکرګاه کې ستره ولسي غونډه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۲۰:۳
Mobta

۱۱/رجب المرجب/۱۴۴۴ هـ ق

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معنيت له لورې په لښکرګاه کې ستره ولسي غونډه جوړه شوه. ياده غونډه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو معين الحاج ملا عبدالخالق عابد، ورسره مل پلاوي او ولايتي مسوولينو سربېره د هلمند ولايت د ټولو ولسواليو څخه راغلو سلګونو علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون درلود د ولايت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه. د ولسواليو او مرکز په نمايندګي څو تنو عالمانو او قومي مشرانو خبرې وکړې، دوئ ځينې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري غونډې ته وينا وکړه. نوموړي وويل: د ټول افغانستان خلکو خصوصا د هلمند ولسونو داسې چاپې او وحشتونه وليدل چې موږ يې له بيانولو عاجز يو.

mobta

د جهاد برکت وو چې په هيواد کې مو اوس اسلامي نظام راغلی او امنيت تأمين دی، د هر چا حقوق خوندي دي. ښاغلی نوري زياته کړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولس او حکومت تر منځ پُل دی، دغه وزارت د ولسونو ستونزې اوري او د حل په موخه ورته رسیدنه کوي د هیواد په کچه د ټولو، قومي شخړې هواري په ترڅ کې مو تر اوسه ۱۷ قومي منازعات حل کړي چې د نورستان ولايت د ۹۱ کلونو د بدۍ روغه جوړه يې دبيلګې په توګه ياده کړه. د یاد وزارت د جرګو معين الحاج ملا عبدالخالق عابد دا نظام په هیواد کې د ټولو قومونو د قربانیو لاسته راوړنه ده دا نظام په ډيرو قيمتي وينو تر لاسه شوی نو ساتنه يې پر ټولو فرض ده. په وحدت او يووالي به د نظام ملاتړ کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۴۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې ۳۵ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

۱۵/۱۰/۱۴۴۵

د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، د یادې ولسوالۍ مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو ۳۵ کلنه شخړه حل شوه. 

دغه شخړه چې د یاد ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۲۰
Background image

په میدان وردګو ولایت کې یوه کورنۍ شخړه حل شوه

۱۴/۱۰/۱۴۴۵

په میدان وردګو ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ د تربګنیو او کورنیو موضوعاتو پر سر رامنځته شوې شخړه چې کلونه یې دوام کړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

په بادغیس ولایت کې ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

د بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ د آب باریک سیمې د قدي قومونو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې پېښه شوې شخړه، چې له کبله یې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، تېره ورځ د یاد ولایت د مقام په هدایت. . .

BACK TO NEWS