د ډېورند د فرضي کرښې په اړه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت اعلاميه!

mobta-af
mobta

افغان حکومت هېڅکله ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه پېژني, د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو د ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني دريځ واضح دی، دا يوه فرضي کرښه ده او په دې تړاو پرېکړه هم د افغانستان د خلکو او ملت واک دی.

«افغان حکومتونو او ولس هېڅکله هم ډيورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه ده پېژندلې او په دې تړاو د ولسمشر غني دريځ واضح دی، هغه دا چې د
دې کرښې په تړاو پرېکړه په راتلونکی کښی یوازې افغان ولس کولی شی.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، چی د افغانستان مشروع حکومت د کابینې چوکاټ کښی فعالیت کوي د ډیورند فرضي کرښې په هکله واضح دریځ لری او په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوی، چی یاده فرضی کرښه هېڅکله هم افغانانو د پولې په حیث نده منلې او د افغانستان د حکومت، او مشرتابه دریځ پکې ‌‌‌‌‌‌ډیر واضح دی او په دې هکله راتلونکې کی هر ‌‌‌‌‌‌ډول فیصله او پریکړه به دبین المللي قوانینو په نظر کې نیولو سره ولس په خاصه توګه فرضي کرښې ته څېرمه اوسیدونکي په مناسب ماحول کی کولای شي.
تل دې وي افغانستان

خپرونې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۲۳
Background image

خبرتیا

په پلازمینه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د (رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ) لیسو د متفرقه ازموینې پایلې.

 

زده کوونکي کولای شي خپلې پایلې په لاندې فایل . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د مرکزي ولایتونو د پایلو خبرتیا

هـ ق ۲۰/۹/۱۴۴۵ 

په کابل ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند درې ګونو لېسو ته له پنځو مرکزي ولایتونو (پروان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر او کابل( څخه د ۱۴۰۳ تعلیمي کال . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د پایلو د اعلان خبرتیا

 

په کابل ولایت کې  د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند درې ګونو لېسو ته له پنځو مرکزي ولایتونو  )پروان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر او کابل(  پرته د نورو ولایتون د سهم پر اساس د . . .

خپرونې