د څېړنې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۹:۲۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تحقیق او مطالعاتو او د بشري زېرمو ریاستونو له خوا د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو او یو شمېر نورو کارکوونکو لپاره د څېړنې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په پیل کې د تحقیق او مطالعاتو رئیس جاوید احمد وفا د ورکشاپ د محتوا په اړه خبرې وکړې وې ویل، د دې لپاره، چې زموږ څېړونکي په معیار برابره څېړنه تر سره کړي، نو موږ د افغانستان علومو اکاډمي ته د څېړونکو د بورد امر او یو تن څېړونکی د زده کړې لپاره واستول، چې یادو کسانو د څېړنې په اړه څلور میاشتي مسلکي زده کړه وکړه، چې دا دی نن يې د دغه ریاست له نورو څېړونکو سره په څلور ورځني روزنیز ورکشاپ کې شریکوي.

وروسته د وزارت مسلکي معین محمد اصف ننګ خبرې وکړې وې ویل، چې زه له علومو اکاډمي او د تحقیق او مطالعاتو ریاست څخه مننه کوم، چې د وزارت څېړونکو ته يې د مسلکي او پر معیار برابرې څېړنې د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

مسلکي معین وویل موږ هڅه کوو، چې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو د بستونو علمي کادري امتیازاتو طرحه جوړه او تر اړوند ادارو پورې ورسو، زموږ څېړونکي هم د نورو ځېړنېزو ادارو د څېړونکو په څېر له علمي کادري امتیازاتو څخه برخمن شي، خو له څېړونکو څخه مو هم هیله ده، چې په مسلکي ډول پر معیار برابرې څېړنې تر سره کړۍ.

ښاغلي ننګ زیاته کړه موږ باید داسې څېړنې تر سره کړو، چې د هېواد او ولس د ستونزو په حل کې ګټورې تمامي شی او له دې لارې خپل هېواد او ولس ته نه ستړي کیدونکي خدمتونه وکړو.

په پای کې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو د بورد امر عبدالرشید حکیمزوی د څېړنې په اړه د ورکشاپ د لومړي ورځي درس پیل کړ، چې څېړونکو ته یې د څېړنې د ارزښت، ځانګړتیاوو، ډولونو، میتودونو او د یوې ښې او مسلکي څېړنې په اړه هر اړخېزه معلومات ورکړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۴۱
Background image

د عامه بنسټونو له منځه وړل او ويجاړول تر ټولو ستر ملي خیانت او جهالت دی!

په فراه ولایت کې د انار درې ولسوالۍ ودانۍ د وحشي دښمن له لوري په بمونو باندې الوزول د دې ښکارندویي کوي، چې بې رحمه او له تمدنه لیرې دښمن سولې، د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته هېڅ راز ژمنتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د خلکو استازي کولای شي، چې سولې او ثبات ته ولسونه وهڅوي!

دغه څرکندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو له استازي ښاغلي کمال ناصر اصولي سره د کتنې په ترڅ ک

BACK TO NEWS