د هېواد روان وضعيت او سولې په اړه خبرې وشوې!
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن په خپل استوګنځي کې د بهرنيو چارو وزارت له پخواني سياسي معين ښاغلي حکمت خليل کرزي او د اسلامي جمعيت ګوند له مرستيال ښاغلي الحاج کليم الله نقيبي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې بهیر په وروستیو پرمختګونو، شته فرصتونو، د هېواد په روان وضعيت، بين الافغاني خبرو اترو او د دغه بهیر په برياليتوب کې د هېواد د مطرحو سياسي او ملي شخصيتونو له اغېزمنو نظرياتو د استفادې په اړه بحث او هر اړخيزې خبرې وکړې.
د غه راز په دې کتنه کې د سولې د ټينګښت او د قومونو د انسجام په برخو کې د سرحدونو او قبايلو چارو د محترم وزير پخوانى او اوسنۍ هلې ځلې وستايل شوې.