د ملي مصالحې د عالي شورا د مقام د دفتر له رئيس سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۸:۵۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د ملي مصالحي د عالي شورا د مقام د دفتر له رئيس ښاغلي عبدالقهار او سلاکارانو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو چارواکو ښاغلي محب الله صمیم ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او نوموړې یې د یاد وزارت لپاره وړ اومجرب شخص یاد کړ.

ښاغلي قهار په دوحه کې د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات له ښاغلي محب الله صمیم سره شریک کړل.

همدا راز دواړو لورو په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د قومونو په انسجام او په یو لړ نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۹
Background image

په جوزجان ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر د اختلافاتو حل

۱۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق 

د جوزجان ولایت د دشت لیلې په ترکمن قدوق سیمه کې د اسحاق زي او نورزي قومونو ترمنځ د څړځایونو پر سر له څه مودې را پېښ شوي اختلافات د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

د کوچیانو لوی ریاست د خپلو ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه

 

۱۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس الحاج مولوي ګل زرین کوچي د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ ه ل کال په اوږدو کې د یاد ریاست له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۵۸
Background image

په هرات کې یوه ۵۰ کلنه شخړه حل شوه

۱۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طاهري، اڅکزیو او ملکي قومونو تر منځ د څړځایونو پر سر ۵۰ کلنه روانه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS