د سرحدي څېړنو معینیت

د سرحدونو د څېړلو، فني او مسلکي معینیت د  سرحدونو او قبایلو چارو  وزارت په تشکیل کې د پولو د ساتلو، سلامتیا او څېړلو په موخه جوړ شوی دی، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کاري لوري پر بنسټ کار او فعالیت کوي .د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا  او سرحدي پولو ساتنه د هېواد د هر وګړي او خلکو سپېڅلې دنده ده.

د سرحدونو د څېړلو فني او مسلکي معینیت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو مهم او اساسي معینیت دی، چې قرارګاه یې په مرکز او کاري ا مریتونه یې په شپږو لاندنیو لوریو کې دنده ترسره کوي.

ختیځ لوری  په ننګرهار ولایت کې.

جنوب ختیځ لوری په پکتیا ولایت کې.

سويل لوری  په کندهار ولایت کې .

لوېدیځ لوری په هرات ولایت کې.

شمال لوری په بلخ ولایت کې .

او شمال ختیځ لوری په تخار ولایت کې موقعیت لري.

د یادو شویو کاري لوریو دنده د اغېزناکو امکاناتو په پام کې نیولو سره د سرحدونو ډاډمنه او پر له پسې ساتنه  او امنیت.

د پولو په ساتلو کې د سرحدي قومونو اتحاد او ملي یووالی د څېړلو د فني او مسلکي معینیت د کاري لوري برخه تشکیلوي.

د سرحدونو، د څېړلو په فني او مسلکي معینیت کې ماهر، تجربه لرونکي او په کار پوه افسران د پورتنیو موخو د تحقق لپاره چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کاري لوریو او غوښتنو د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري، کارکوي.

دا معنیت دنده لري، چې د سرحدونو او قبایلو چارو  وزارت د ستراتیژۍ  پر اساس د هېواد د سرحدونو ستونزې وڅېړي.


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي بررسي معین شیخ مولوي محمد قاسم «خالد» لنډه پېژندنه.

شیخ مولوي محمد قاسم «خالد» د مولوي سید عمر زوی د مرحوم میرحسن لمسی په ۱۳۵۳لمریز کال د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ دعباس کلا په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې زېږدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د جابر کلا لومړني ښوونځي کې ترسره کړې دي.

په ۱۳۶۷ لمریزکال کې له خپل والد سره ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر شو او لومړنۍ دیني زده کړې یې تر دریمې درجې په الجامعة لاسلامیه ، چې د پیښور کوهی اضاخېل کې واقع دی ترسره کړي.

بیایې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان په مشهوره مدرسه جامعة محمدیه کې داخله و کړه له یادې مدرسې نه یې د دولسم ټولګي څخه په اعلی درجه سند تر لاسه اود پېښور بورد ناصر باغ روډ جامعة فاروقیه کې شامل شو، چې په موقوف علیه (وړه دوره) کې یې اعلی درجه سند تر لاسه کړ.

په ۱۳۷۲لمریز کال کې یې د اکوړه خټک حقانیه دارلعلوم نه په اعلئ درجه د فراغت سند تر لاسه او د اسلامي امارت له سپیڅلي کاروان سره ملګری شو. کله چې امریکا د افغانستان په حریم وحشیانه یرغل و کړ تر لږ ځنډ وروسته یې د لوګر په ولایت کې د امریکایانو په وړاندې وسلوال جهاد پیل کړ.

(دندې او مسؤلیتونه)

۱- پنځه کاله د برکي برک ولسوالۍ نظامي مسؤل او هم مهاله د لوګر ولایت د والي مرستیال.

۲- یو کال د لوګر ولایت د ولایتي کمیسیون مسؤل.

۳- درې کاله د غزني ولایت د والي په توګه.

۴- دوه کاله د جنوب حلقې مسؤل.

۵- دوه کال د پکتیکا د والي په توګه.

۶ـ د جنوب غرب حوزې د استخباراتومسؤل

۷ـ له فتحې راوروسته د کمې مودې لپاره د غنایمواداري مسؤل ، بیا د کونړ والي اود ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري پر ۱۵ مه نېټه یې د سرحدونو،قومونواوقبایلو چارووزارت د سرحدي بررسۍ د معین په توګه دنده پیل او اوس مهال هم همدغه دنده پرمخ وړي.