د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنې پیغام!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۹:۴۱
mobta

په ډېري خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د هلمند ولایت یو تن مخور قومي مشر او دهلمند د ولايتي شورا دپخواني رئیس عبدالباري بارکزي پلار ولسوال صاحب حاجي غلام حسن خان وفات شوی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد د هېواد پیاوړی قومي مشر او مصلح شخصیت و، چې تل یې د جرګو او مرکو له لارې افغانان اتحاد او اتفاق ته رابلل او په هېواد کې د سولې او ملي یووالي ټینګښت په لار کې يې بې سارې هلې ځلې کړي دی

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي د لوې خداي ج له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت، درنې کورنی، خپلوانو اودوستانو ته يې دتسلیت مراتب وړاندي کوي.

درنښت

محمد شفیق ګل آغا شېرزی

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ارواښاد اکاډمیسن سلیمان لایق پاک روح ته دعا وشوه.

د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت اکاډمیسن سلیمان لایق، چې تېر کال د کابل د ششدرک په سیمه کې د یوې چاودنې له امله ټپي شوی و ، د روان لمریز کال د زمري میاشتې پر ۱۰ مه نېټه دهمدغو ټپونو. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

درنو هېوادوالو بريا مو مبارک شه!

د وياړ او خوشالى ځاى دى، چې د ازاي سيالۍ افغان لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امريکايي سيال الکس مونوز ته د UFC ازادو مبارزو په سياليو کې ماته ورکړه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د اختر په شپو او ورځو کې د ترهګرو له خوا په ځينو ولايتونو کې د تروريستي بريدونو تر سره کول د سولې له بهير سره دښمني ده!

په ژورې خواشينى سره خبر شوم، چې تروريستانو د اختر په شپه د لوګر ولايت مرکز پل علم ښار او نن شپه د ننګرهار ولايت پر محبس باندې د موټر بم او وسله والو بريدونو په ترسره کولو زموږ يو شمېر. . .

BACK TO NEWS