د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوندو تعلیمي ادارو خبرتیا

mobta-af
Mobta

د ۱۴۰۲ هـ ل کال د تعلیمي بهیر له پیل کېدلو سره سم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند تعلیمي ادارې چې د خوشحال خان، رحمان بابا او پیر محمد کاکړ لیسې پکې شاملې دي د لرې پرتو سیمو ټولو ممتازو زده کوونکو ته خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۱ کال د حوت (کب) میاشتې تر لسمې نېټې په یادو لیسو کې د نوم لیکنې او جذب په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو ته مراجعه وکړي. که چیرته کوم زده کوونکی ولایتي ریاستونو یا آمریتونو ته رسیدګي نه شي کولای په مرکز کې دې د یاد وزارت د ښوونې او روزنې ریاست ته د ثبت نام په موخه ورشي. 

زده کوونکي دې د نوم لیکنې په وخت کې لاندې شیان له ځان سره ولري:

۱ـ د هویت تذکره

۲ـ شپږ قطعې عکسونه

۳ـ یوه عرض پاڼه یا غوښتنلیک

خپرونې

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۹:۳۲
Background image

په بادغيس ولایت کې د ۲۰ کلنې شخړې تر څنګ په کنړ او بلخ ولايتونو کې هم بيلا بېلې منازعې هوارې شوې

يکشنبه ۱۷/۴/۱۴۴۶

د باغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شل کلنه شخړه هواره شوه، چې د ځمکو د څړځايونو پر سر راپورته شوې وه چې پرمهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د لوګر او پکتیکا ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ډیورنډ فرضي کرښې څخه بررسي ترسره شوه!

سه شنبه   ۲۱/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي بررسۍ معینیت اړوند د سرحدي پلټنو د رئيس مولوي غلام صديق سباوون په مشرۍ د سرحدي کارپوهانو يو ګډ پلاوي لوګر او پکتيکا . . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۰:۱۴
Background image

خبــــرتـــیــــا:

د قبایلي زده کوونکو د پام وړ!
ټولو هغو قبایلي زده کوونکو ته چې په روان او تېرو کلونو کې یې د قبایلو کانکور آزموینې لپاره نوم لیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په . . .

خپرونې