د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت د سرپرست لنډه پېژندنه
محترم الحاج ملا نورالله نوري د مولوي غلام عمرالدین زوی د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د بهرامخېلود چېنې کلي اوسېدونکی دی چې په ۱۳۵۰ لمریزکال کې زېږېدلی دی.
نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې ټولې په هېواد کې د ننه په بېلابېلومدرسواو جوماتونو کې ترسره کړې دي. ښاغلی نوري د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ په دري اوعربي ژبو روانې خبرې کولاي شي.
محترم نوري د پخواني شوروي د یرغل په خلاف عملاجهاد کې برخه اخېستې او د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم په چوکاټ کې یې سیاسي ژوند پیل کړ.
له هېواد څخه د شوروي یرغلګروتر وتلویوکال وروسته په ۱۹۸۹کال کې نوري صاحب د خپلې سیمې د نظم اوله منکراتوڅخه د مخنیوي په موخه یو اتحاد طلبه تنظیم جوړکړچې خپله نوري صاحب یې د مرستیال په توګه وټاکل شو. اتحاد طلبه تنظیم پنځه کاله دوام وکړاوپه دې دوره کې یې د سیمې په کچه ځینې مهم فعالیتونه ترسره کړل.
کله چې د مرحوم مشرامیرالمؤمنین ملا محمد عمرمجاهد رحمه الله له خوا د طالبانواسلامي تحریک پیل شو،نو محترم نوري د خپل ولایت د طالبانوپه استازیتوب له یو پلاوي سره کندهار ته ولاړاوله مشرملا صاحب سره ملګری شو. سمدستي د مرحوم ملا صاحب لخوا په کارونوتوظیف اوله خپلوملګرو طالبانوسره یوځای یې په نظامي کارونواوفعالیتونو پیل وکړ.
ښاغلي نوري د کابل د لومړۍ ځل فتحې مخکې په خوست کې د امنیه قوماندانۍ مرستیال اود میدان وردګو ولایت د والي په توګه دندې ترسره کړې او د کابل تر فتحې وروسته یې د لغمان د والي په توګه دوه کاله، د بغلان ولایت د والي په توګه یو کال اود اسلامي امارت د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د بلخ ولایت والي او د شمال زون د تنظیمه رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي.
پر هېواد د صلیبي امریکایي یرغل په دوران کې د ۲۰۰۱ میلادي کې په وروستیو کې ښاغلی نوری د هیواد په شمال کې اسیر شو، دیارلس کاله او څو میاشتې یې په ګوانتنامو زندان کې تېري کړې چې د زندان له سختیو سره سره یې په دې موده کې د قرآن کریم شل سیپارې حفظ کړې او با لاخره د ۲۰۱۴م کال د جون پرلومړۍ نېټه داسلامي امارت او د امریکا د متحده ایا لاتو ترمنځ د یوې تبادلې په پایله کې آزاد اوقطرهېواد ته راولېږدول شو.
له هغه زندان څخه له خوشې کېدو وروسته پر۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان د اسلامي آمارت د سیاسي دفترغړی، پر ۲۰۱۹ م کال د فبروري په میاشت کې د رهبري شورا، سیاسي دفتر او د امریکا له متحده ایالاتوسره د مذاکراتي ټیم غړی پاتې شوی دی اوپه افغانستان کې د شل کلن اشغال په پای ته رسېدو او د افغانستان د اسلامي امارت د نوې کابېنې په اعلان سره د سرحدونو، قومونو او قبایلوچارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو. کاري مخینې ته په کتو سره یې د مدیریت، رهبري، تجربو او وړتیاوو څخه یې په کارونو کې مهارت څرګندېږي.
نوموړي په ډېره لنډه موده کې یې وکولای شول د هېواد بېلابېلو ولایتونواو ولسوالیو ته سفرونه وکړي ،له خلکوسره وګوري، د هغوی ستونزې له نژدې وګوري، هغوی ته داسلامي امارت موخې توضیح اوتشریح کړي او دغه راز یې هېواد،ولس او خپلو ارزښتونوته د خدمت په لار کې یووالي او انسجام ته راوبولي.