دکندهار ولایت د مېشتو کاکړو قوم له مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۱:۵۴
mobta

په دې مشورتي ناسته کې ښاغلي شېرزي لرغونى کندهار د ټولو مېشتو قومونو ګډ کور وباله، وى ويل: باید ټول درانه قومونه، چې غم او خوشحالي يې يوه ده، په اتحاد او اتفاق سره لاسونه ورکړي او هېواد له روانو ناخوالو څخه وژغوري، ښاغلی شېرزي دغه راز د هېواد روان حالت خورا مهم یاد کړ، او د جمهوري رياست راروانې ټاکنې یې د افغانانو د ژغورنې یوازینۍ لاره وبلله.

ښاغلي شېرزي د ملي يووالي حکومت لاسته راوړنې وستايلې، وې ویل د افغانستان ولسمشر جلالتماب اشرف غني په ډېرو نازکو حالاتو کي دا هېواد په ډیر ښه ډول اداره او مدیریت کړ، چې دا کارونه به د اتل شاه غازي امان الله خان ارواح ياده او ښاده کړي.

ورپسې د کاکړو مشر حاجي صمد خان آکا د خپلو خلکو ستونزې شريکې کړې، او له ښاغلي شېرزي څخه يې په حل کي د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل تاسو د د هېواد په کچه مجرب ملي مشریاست ، موږ په هر ډول حالاتو کي د موجوده نظام د پايښت او ستاسو ترشاه ولاړ یو.

ښاغلي شېرزي صاحب د ګډونوالو ستونزي او مشکلات پرځاي وبلل، او په حل کي يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۹
Background image

په جوزجان ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر د اختلافاتو حل

۱۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق 

د جوزجان ولایت د دشت لیلې په ترکمن قدوق سیمه کې د اسحاق زي او نورزي قومونو ترمنځ د څړځایونو پر سر له څه مودې را پېښ شوي اختلافات د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

د کوچیانو لوی ریاست د خپلو ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه

 

۱۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس الحاج مولوي ګل زرین کوچي د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ ه ل کال په اوږدو کې د یاد ریاست له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۵۸
Background image

په هرات کې یوه ۵۰ کلنه شخړه حل شوه

۱۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طاهري، اڅکزیو او ملکي قومونو تر منځ د څړځایونو پر سر ۵۰ کلنه روانه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS