اوږده قومي شخړه په سولې بدله شوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۰:۲۳
Mobta

د غبرگولې١٩مه پنچ شنبه

د ختیځ ولایت ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس قاري رحمت الله غازي عمر، سپین ږیرو، قومي مشرانو، مخورو،  په داسې حال کې، چې د امنيتي چارو یو شمېر منسوبین هم حاضر وو. د یوې جرګې په ترڅ کې، چې د ياد ریاست د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه. ٣٥ کلنه شخړه هواره او په دوستۍ بدله کړه.

یادې جرګې ته ، چې د هېواد د ختيځ ولايت ننگرهار شيرزادو ولسوالۍ د ستانه گل او  عبدالقادر د کورنيو ترمنځ رامنځته شوي ٣٥ کلنې شخرې د هواريې  په پاره جوړه شوې وه.

Mobta

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي رحمت الله غازي عمر  پخپله وينا کې د ننګرهار د خلکو له ملاتړ او د دوی له همکارۍ څخه مننه وکړه. وې ویل لکه څنګه چې په تېر امارت کې ننګرهار د سولې کور او ځای و. اوس هم باید لاسونه سره ورکړو او ننګرهار د خلکو لپاره د سولې او امن کور جوړ کړو.

همدا راز یې له دیني عالمانو وغوښتل ، چې د خپل رسالت په ترسره کولو سره د جوماتونو ممبرونو له لارې د اسلامي امارت سره خلک همکارۍ ته وهڅوي او  دخپل کلام په ذريعه دغه شان شخړي او منازعات دسولۍ او پخلاينې له لاري حل او فصل کړي.

ورپسې  شيخ صاحب گل وهاب، مولوي صاحب محيب الله ، شيخ صاحب محمد زمان ، ډاکتر بشير، ملک حکم خان، حاجي کاميران دولت زي، چترال همت، سيال مامور له خبرو اترو وروسته په دې وتوانېدل چې شخړه حل او ښکېلو غاړو ته غوره او مثبتي توصېي شرطونه چې په راتلونکې کې د بیا ځلي شخړې مخه ونیسي وړاندې کړل، نوموړو همدا راز جرګه د ستونزو او شخړو د حل غوره وسیله وګڼله او له دواړو کورنيو یې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او سوله اییزو ژوند ته مخه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۹
Background image

په جوزجان ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکو پر سر د اختلافاتو حل

۱۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق 

د جوزجان ولایت د دشت لیلې په ترکمن قدوق سیمه کې د اسحاق زي او نورزي قومونو ترمنځ د څړځایونو پر سر له څه مودې را پېښ شوي اختلافات د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

د کوچیانو لوی ریاست د خپلو ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه

 

۱۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس الحاج مولوي ګل زرین کوچي د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ ه ل کال په اوږدو کې د یاد ریاست له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۵۸
Background image

په هرات کې یوه ۵۰ کلنه شخړه حل شوه

۱۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طاهري، اڅکزیو او ملکي قومونو تر منځ د څړځایونو پر سر ۵۰ کلنه روانه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS