د هلمند ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو په ریاست کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه!

۲۶/۶/۱۴۴۴نېټه
د هلمند ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په ریاست کې د یونیسف او د صحت عامې ریاست په همکارۍ د هلمند ولایت د لسګونو قومي شوراګانو د استازو، دیني علماو او قومي مشرانو سره د پولیو په اړه د عامه پوهاوي تر نامه لاندې یوه لویه غونډه تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې د هلمند ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس (حماد) مولوي او یو تن ډاکټر په خپل وار سره هر اړخیزه وینا وکړه او د پولیو په اړه یې موضوع لا ښه روښانه کړه، همدا راز د غونډې په جریان کې د مختلفو شوراګانو استازو، قومي مشرانو او دیني علماو هم ویناوې وکړې او د همکاري ډاډ یې وښود.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې هم د همدې ریاستونو تر چتر لاندې د پولیو د عامه پوهاوي په اړه غونډې تر سره شوې وې چې خلکو ته یې تر ډېره بریده ګټه رسېدلې وه.