د دوو کوچي قومونو تر منځ شخړه حل شوه
پنچ شنبه ١٤٤٣قمري کال د محرم ٥ مه
د کندهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا اغاجان اخند په مشرۍ سپین ږیرو، قومي مشرانو او مخورو د کوچيانو ترمنځ رامنځته شوې شخړې په موخه د ياد رياست د جرگو په تالا کې د متخاصمو قومونو او سيم ايزو مخورو په شمول ګډه غونډه جوړه کړه. غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي ملااغاجان اخند پخپلو خبرو کې وویل شخړه د حل لاره نده افغانستان جګړو سخت ځپلۍ باید اوس د جګړو او شخړو پر ځای په سوله او آرامې کې ژوند وکړو او د نظام او هیواد د پرمختګ لپاره لاس سره ور کړو، په خبره یې دښمن اوس هم په دې هڅه کې دی، چې د قومونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي، چې باید هیڅ یو افغان دې کار ته اجازه ورنکړي. علماو د سولې، اتحاد او يووالي پر ارزښت خبرې وکړې او دقومونو تر منځ د رامنځته شوې لانجې د حل کيدا په پايله کې يې ټولو راغلو ګډونوالو ته دعا وکړه.