د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ او تسلیت پیغام!

mobta-af
Tue, Mar 24 2020 12:12 PM
mobta

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې دهېواد او خلکو دښمنانو د ښاغلي حاجي ظاهر کاکړ او په ولسي جرګه د هلمند ولایت د خلکو د استازي ښاغلی محمد کریم اتل د کورنۍ دوه تکړه او په هېواد مین ځوانان عبدالرحيم کاکړ اوعبدالولي افغان نن د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې په ناځوانمردانه ډول په شهادت رسولي دي.

انا لله او انا الیه راجعون
د هېواد او خلکو دښمنان په دغه شان کرغېړنو عملونو سره یوازې او یوازې په ولس کې کرکه راپیدا کوي او د خلکو د لا نفرت سبب ګرځي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې دغه وحشیانه عمل په کلکه غندي، د لوې خداې ج له سپېڅلي دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، درنې کورنۍ او د هلمند ولایت شریفو خلکو ته د زړه صبر غواړي.
ارواح دې ښاده او یاد دې تلپاتې وي

درنښت
محمد شفیق ګل آغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر