د وزارت اړوند مېلمستون په معياري ډول بيارغول کېږي!

mobta-af
Tue, Mar 24 2020 10:09 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي نن له غرمې وروسته په داسې کې، چې د وزارت د مقام دفتر ريس ښاغلى نورآقا ناصري، د تشريفاتو ريس ښاغلى سيد احمد سپينوال او د اداري او خدماتو رياست سرپرست ښاغلي محمد شفا مشفق هم ورسره وو، په نوي ښار کې د وزارت له مېلمستون څخه لېدنه وکړه.

د مېلمستون د بېلابېلو برخو څخه تر لېدنې وروسته تصمیم ونیول شو، چې له لازمې ارزونې وروسته دې مېلمستون په اساسي توګه ورغول شي.

ښاغلي مسلکي مرستيال دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د مېلمستون د معیاری کېدو لپاره عاجل اقدامات تر سره شي، روغتیایی نورمونه مراعات او اداري پرسونل ته ځانګړې ملي جامې او یونیفورم چمتو شي.