د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ او تسلیت پیغام!

mobta-af
Mon, Feb 10 2020 9:25 AM
mobta

په ژورې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د وزارت اړوند پیرمحمد کاکړ عالي لیسې د لیلې مدير محمدعثمان خان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د تل لپاره له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد د خپل عمر زیاته برخه د هېواد د بچیانو سالمې روزنې، پالنې او خدمت ته وقف کړې وه، چې خدمتونه يې بې ساري او د هېرېدو نه دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي په داسې حال کې چې د ارواښاد نشتوالې په فرهنګي برخه کې یو تشه بولې، د لوې او بښوونکي خداې ج له دربار څخه نوموړي ته فردوس جنت، درنې کورنۍ او د وزارت اړوندو لیسو ټولو زده کوونکو او منسوبینو ته د جمیل صبر او عظیم اجر هیله کوي.
ارواح دې ښاده وي!

درنښت
محمد شفیق ګل آغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر