د خواشينى او ډاډ ګېرنې پيغام !

mobta-af
Sun, Feb 09 2020 10:09 AM
mobta

په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن مازديګر د کندهار ولايت د محاکمو د ټولي يو زړه ور او په هېواد مين افسر محب الله قلم يار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومو کسانو له خوا په شهادت رسېدلې دى.
انا لله و انا اليه راجعون
شهيد محب الله، چې هميشه يې د کندهار ولايت او خلکو د امنيت په ساتنه کې هلې ځلې کولې د هېواد او خلکو د دښمنانو له خوا په ناځوانمردانه ډول په شهادت رسيدلې.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې ، چې د دغه کرغېړن عمل تر سره کوونکي په کلکه غندي، د منان رب له سپېڅلي در بار څخه ارواښاد ته فردوس جنت، کورنۍ او د کندهار ولايت ټولو شريفو خلکو ته د صبر او ذغم هيله کوي.
ارواح دې ښاده وي

درنښت
محمد شفيق ګل آغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير