د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو وزارت اړوند د يو شمېر رئيسانو داخلي ټاکنې تر سره شوې
شنبه ۹/۴/۱۴۴۶
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پیشنهاد او د رياست الوزراء د حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وازت اړوند یو لړ ټاکنې وشوې.
١_ د پلان او پاليسۍ پخوانی رئيس مولوي نيک محمد افغاني د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ د رئيس په توګه.
٢_ د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ پخوانی رئيس شيخ حضرت ولي حقاني د داخلي تفتیش د رئيس په توګه.
٣_د داخلي تفتیش پخوانی رئيس مولوي محمد اسحاق ادريس د کوچيانو د اسکانو د رئيس په توګه
٤_ د کوچيانو د اسکانو پخوانی رئيس مولوي محمد نادر سنګين د پلان او پاليسۍ د رئيس په توګه معرفي شول.