دغزني ولایت ناهور ولسوالي په قشنک سېمه کې د کوچیانو د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل شوه
شنبه ١٤٤٥کال د شوال المکرم١٨مه
په هغه غونډه چې له همدې امله د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو رئیس ښاغلي الحاج مولوي جان محمد مؤمن ، دیني علماؤاو قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه.
د پلاوي مشر او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي جان محمد مؤمن د اسلام له نظره د پخلاینې پر ارزښت خبرې وکړې او د شخړې له ښکېلو خواوو يې وغوښتل چې په خپلو منځونو کې دې له زغم اویو بل ته له تیریدنې کار واخلي.
په پای کې کوچي قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له مسوولینوڅخه د شخړې د حل له امله مننه وکړه ژمنه یې وکړه چې د مشرانو پرېکړې ته درناوی لري او له دې وروسته به په خپلو کې د ورورګلوۍ ژوند کوي . ناسته په دعائیې سره پایته ورسیده.