په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر چتر لاندې د مرکزي ښوونيزو بنسټونو د ۷۱۵ تنو د فراغت مراسم ترسره شول
۱۴۴۷ جمادی الآخرة ۱۶
د دغو مراسمو پرمهال د ياد وزارت وزير الحاج ملا نور الله نوري په ګډون، د وزارت، مسلکي معين مولوي احمد طه قادري، د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د وزارت د مقام رئيس مولوي نياز محمد تقي او ګڼو مسؤلينو ترڅنګ د ښوونېزو بنسټونو استازو استادانو او د زده کوونکو د کورنيو مشرانو حضور درلود.
غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير ملا نورالله نوري فارغ شويو زده کړيالانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې پر دوی وياړي او د ملاتړ تر څنګ د لا زياتو فرصتونو زمينه ورته برابروي. هغه زیاته کړه چې جهاد یوازې په وسله نه، بلکې په علم، وسایلو او پرمختللو تخنيکونو سره هم تر سره کېږي او ځوانان بايد په همدې برخه کې مخکښ رول ولوبوي. نوموړي زده کړيالانو ته په خطاب کې وويل: موږ به مو هر ناز واخلو، قدر به مو وکړو خو ستاسې مسؤلیت دی چې د دې هیواد خدمت وکړئ او په مسلکي برخه کې دا وطن له نړۍ سره سیال کړئ.
ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد په خپله وینا کې د انسان د علمي فضيلتونو او د اسلام د ارزښتونو پر مهم مقام رڼا واچوله. نوموړي وويل چې الله تعالی انسان د علم او پوهې له امله پر نورو مخلوقاتو غوره کړی او پیغمبران يې د همدغې پوهې د خپرولو لپاره رالېږلي دي. هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې د پرديو کلتورونو پر ځای د خپلو نیکونو او اسلامي ارزښتونو لار خپله کړي او د خپل خوږ نبي (ص) سنتونه عملي کړي. نوموړي همداراز د ديني او عصري علومو د زده کړې پر ارزښت ټينګار وکړ، څو ځوانان وکولای شي د خپل وطن دفاع او خدمت په علمي او مسلکي توګه ترسره کړي.
په پای کې د ښوونې او روزنې رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني ياده کړه، چې د څلور ګونو تعليمي بنسټونو څخه يې ټول ۷۱۵ تنه زدهکوونکي فارغ شوي دي، چې ۲۱۵ د عبدالرحمن بابا لېسې، ۲۱۹ د خوشحال خان لېسې، ۶۴ د پير محمد کاکړ لېسې او ۱۲۷ تنه د بايزيد روښان انستيتوت زدهکوونکي دي. هغه له فارغو شوو زدهکوونکو وغوښتل چې د خپلو وړتياوو او استعدادونو پر بنسټ لوړې زده کړې تعقيب کړي او د وطن د پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پسې پياوړې کړي.
د مراسمو په پای کې اړوندو مسؤلینو او فارغانو ته ستاینلیکونه ووېشل شول.
