قبايل او د هغوى تاريخي پس منظر

عمومي خبرې: كله چې مونږ د يو ټولنېز جوړښت يا سازمان په توګه د قبيلې په هكله خبرې كوو، نو دا تصور راپيدا كېږي چې قبيله څه شى ده؟ مفهوم يي څه دى؟ هډ بندي يي څه ډول ده؟ معنا يي څه ده؟ او بيا د دي سلسلې يوشمير ګڼ سوالونه. له دي امله اړتيا ليدل كېږي چې د قبيلې تعريف وضع كړو او بيا ورپسي دغه بحث ته داخل شو.

قبيله عربي كلمه ده چې جمع يي قبايل كېږي او مانا يي ده ډله يا ګروپ؛ يعنې د پلرونو او نيكونو د سلسلې راټول شويو جوړښتونو او هډ بنديو ته قبيله ويل كېږي. په انګريزى كې ورته ټرايب (Tribe) چې د لاتين ژبې له Tribus څخه اخيستل شوي او په عربي كې ورته شجرة وايي او مانا يي ده ونه. او پښتو موزون انډول يي خيل يا ټبر دى.

 

مكافات د كوم ګناه د كوم شامت دى

چې ډبر د مير جمله شو درست ټبر

 

او رښتيا هم د پښتنى خيلونو او ټبرونو اتنوګرافيك جوړښتونه (Ethnographic structures) او هډ بندي د يوې ونې د څانګو په څير يې چې يوه څانګه له بلې شنه كېږي او بيا له هغې بله رازيږي او غزيږي بيا بله او بله. نو كه ړومبى څانګه مور وي نو دوهمه څانګه لور ده، دريمه لمسۍ، څلورمه كړوسۍ ده، پنځمه كواسۍ ده، شپږمه كودۍ او اوومه پردۍ ده دا سلسله دوام مومي خو د قبيلې موډل ددغه ځنځير په اتمه كړۍ كې شليږي. كټ مټ همدغه ځنځيري سلسله د قبيلوي ټولنې په اتنوګرافيكو جوړښتونو كې ژوندۍ ليدل كېږي.

مونږ به ددي موضوع په ترمينولوژۍ (Terminology) باندي په راتلونكو پاڼو كې وغږيږو او دلته د تاريخې ليږد له نظره په مسئله باندي يو څه بحث لازم دى. او هغه دا چې د انسان هستيدنه او ټولنېزې هستيدنې چې اروپايي معادل يي (Anthropogenesis) او (Sociopogemse) دى د خپل بشپړتيايي يون په بهير كې اوږده پړاوونه وهلي چې زماني واټن يي څه نا څه څلور مليونو كلونو ته رسيږي.

تاريخ راښيي چې د لرغوني كاڼي په پير كې ګله يي انسان څنګه د كار له ډبرينو ابزارو سره آشنا شو، او بيا څنګه د كاڼي په منځني پير كې په (Neanderthal) او (Homosapins) انسان بدل شو او بيا د نوي كاڼي په پير كې د باالنسبه پر مخ تلليي ټولنې په افق باندې نننى انسان څنګه وځليده. څرنګه چې د كار د ابزارو معيار او كېفيت له ډبرينو نه نيولي بيا تر اوسپنيزو ابزارو پورې بشپړيده، عصري كېده او پرمختيا يي موندله او د ژوند اړتياوې يي پوره كولې په هغه اندازه انسان متمدن كېده، شعور يي وده كوله، ژبه يي پراخيده، تكميليده او غښتلى كېده او د تمدن لوړ پوړيو ته د ختلو چانس يي ترلاسه كولو، په همدې ترتيب د انسان د هستيدنې له تاريخ سره يوځاى د ټولنېزو جوړښتونو او هډ بنديو بهير هم پيل شوى دى.

په دي اساس قبيله يا خيل يوه داسې مقوله ده چې له يو تاريخي (اقتصادي، اجتماعي) دوران سره اړه لري.

قبايل نن هم هر چيرته د آسيا او افريقا په لويو وچو كې په ګڼ شمير كې د ټولنېزو جوړښتونو په بڼه موجود دي. همداشان امريكايي هنديان او سور پوستان (American Indians) نن هم قبايلي ژوند لري په آستراليا او نوي زيلاند كې دا ډول قبايلي ګروپونه او ټولنې د ابورجين (Aborigines) په نوم ياديږي او ژوند كوي.

ځينې لويديز څيړونكې پوره ۲۰ مليونه پښتانه د قبايلي ټولنې په جوړښت كې شاملوي. دا ډول عقايد او نتيجې اخيستنې نه يوازې سمې نه دي بلكې هغې افسانې ته ورته دي چې پښتانه كله عرب او كله بني اسرائيل معرفي كوي. چې البته افغاني ليكوالو او تاريخ پوهانو د تاريخي سندونو په بنياد دا بې بنسټه روايتونه او افسانې ردې كړې دي او پښتانه يو اصيل آريايي نژاد راپيژني. مونږ به د دې بحث په ورستيو پاڼو كې په دې وغږيږو چې د قبيلې جوړښت څه دى، هډ بندي يي څه ډول ده او موډل يي څه او د پيژندنې شاخصونه يي كوم دي او عمده موقعيت يي په كومه سيمه كې دى او د پايښت لاملونه يي كوم دي. آيا قبيله يو ابدي سازمان دى؟ او كه بدلون مومي او په يوه مدني ټولنه د بدليدو له قوانينو سره ډډه لګوي.

د انساني ټولنې ستر پوهان او شنونكې په دي عقيده دي چې:

(ستر اقتصادي هدفمند توليد د يوې بټۍ په څير دى چې قومونه او قبايل پكې ويلې كېږي او ملت ترينه منځ ته راځي)

تاريخ راښيي چې آريايانو له ميلاد نه ۲۵۰۰ كاله د مخه ټولنېز ژوند پيل كړى دى او د آريايانو دوهم مدنيت د (۱۲۰۰ ق. م) په شا او خواكې په بلخ كې پيل شوى دى. په دي دوره كې لومړى ځل د (يما) په نامه پاچا د بلخ تاريخي ښار آباد كړ او خلك يې په كرهڼه او مالدارى بوخت كړل. د ۶۳۰ ق. م په شا او خوا كې د زردشت آئين جاري شوى دى.

نوموړى د واحد خداى په وحدانيت او بي ساري عظمت باندي قايل و او خلك يي د واحد خـداى په لور وروبلل، كليوالى او ښاري ژوند پراختيا ومونده د كار په ابزارو كې كېفي بدلون راغى، په كرهڼه كې په اصلاحاتو لاس پورې شو په هنر او ادبياتو كې پرمختګونه وشول.

خو له هغه ځايه چې افغانستان د اسيا د وچې د څلور لارو په سر پروت و نو همدغه سيمه پيړۍ پيړۍ د بهرنيو تاړاكګرو د تصادم ډګرو او د تمدنونو د تلاقۍ سيمه.

په دي اړه په افغانستان باندي د يوناني سكندر يرغل (۳۳۰ ق. م) د عربو هجوم (۶۳۲ م.) د چنګيز چپاول (۱۲۳۰ م) چې د افغانانو د پيړيو مدنيت او ښارونه يي له خاورو سره برابر كړل. په افغانستان باندي د پرنګي استعمار درې ځلې يرغل (۱۸۳۹-۱۸۷۹ او۱۹۱۹كلونه)، كورنۍ جنګونه، د شوروي امپراطوري تجاوز (۱۹۷۹) د وروستيو دريېو لسيزو كورنيو جګړو او بهرنۍ لاس وهنې چې لا تر اوسه دوام لري د يادونې وړ دي.

دغه جګړې، بهرنۍ مداخلې، بحرانونه او بي ثباتۍ د اوږده پير هغه لاملونه دي چې په افغانستان كې د قبيلوي نظام د اوږدي مودي د پايښت اسباب جوړوي او هغه بنسټونه چې د قبيلوي نظام د ويلې كيدو او ماتيدو او د يوې مدنې ټولنې پوړ ته د ورختو بنياد ګرځي هيڅ ټينګ نشول. ځكه چې جګړه او بحران د ورانولو عمل دى، د جوړولو كار نه دى. په جګړه او بحران كې د ټولنې د پرمختګ څرخونه د شاه پر لور تاويږي او د پرمختګ او د ملت د جوړيدو مخه نيسي. په جګړه كې ګټه د هغه چا ده، چې هغه، جګړه تحميل كړې وي او پكې برلاسى وي.

كه څه هم نن ورځ د افغانستان مجموعي حالات له دغې وضعي نه راوتلى دي او د يو ملت د جوړيدو لور ته تګ پيل شوى دى، خو لا هم درانده خنډونه په مخ كې پراته دي چې د دغې پروسې د چټك او ګړندي بهير مخه نيسي.

تر دي ځايه د قضيي په تاريخې پس منظر لنډ وغږيدو او اوس به د پښتنو د قبيلوي نظام د پريوتو سيمې مشخصې كړو:

د كنړ ولايت له ارندو او اسدآباد نه نيولي بيا د كندهار تر سپين بولدك پورې له دير او با جوړ نه نيولي بيا د كويټې تر چمن پورې د كرښې دواړه غاړو ته پښتانه قبايل په يوه ګډ جغرافيايي چاپيـريال كې استوګنه لري.

هغوى د وينې، رګ، ژبې، كلتور، مذهب، روحياتو، رسم، رواج او عنعناتو په كلكو مزيو سره ګنډلي دي او ګډ تاريخي افتخارات لري.

د بيلګې په توګه سالارزى، ماموند او مشواڼي د كنړ، دير او باجوړ په ګډ سيمه ييز چاپيـريال كې ميشته دي. مومند او صافي په كنړ او مومند ايجنسي كې، مومند او شينواري په ننګرهار، مومند ايجنسي او خيبر ايجنسي كې ګډ پراته دي.

څمكني، منګل، ځدران، مقبل او ځاځي په پكتيا او كرم ايجنسي كې ګډ پريوت لري. د خوست او شمالي وزيرستان ګربز، سيدګى او وزير (ټيټي مداخيل) ټينګ ورورګلويز تړون لري. د پكتيكا او جنوبي وزيرستان وزير، سيدګي سليمانخيل او د وتاڼي د ګډ ځمكني چاپيريال خاوندان دي. همدا ډول د زابل، توبه كاكړي او ژوب كاكړ په واحد سيمه ييز قلمرو كې ژوند كوي. د كندهار، كويټى، چمن، ګلستان او توبه اڅكزي- نورزى او اڅكزي يو تر بله وروڼه دي. همدا شان د نيمروز بلوچ د بلوچستان له بلوچو سره په وينه او رګ شريك دي.

د كنړ له ارندو نه نه نيولي بيا تر سپين بولدك پورې، له دير نه نيولي بيا تر چمن پورې د كرښې دواړو غاړو ته يوه قبايلي پټاره ترسيمېږي چې اوږده تاريخي سابقه لري. خو په دي كې ډيره مهمه سيمه له اسدآباد نه نيولي بيا تر ګوملي پورې ده، چې له ژوب سره پلو لګوي د قبايلي پټارې په تعريف كې راځي، ځكه چې هغه بل لور ته آزاد قبايل په اوو سياسي نمايندګيو كې آباد دي او مونږ همدغه سيمه تر څيړنې لاندي راوستې ده. ددي سيمې خلك د خپل دوديز كركتر له مخې هميشه د مركزى دولتونو سره په تضاد كې پاتې شوي دي. (يعنې د هغې غاړې خلك له پيرنګي او پاكستان سره او ددې غاړې قبايل د افغانستان له مركزي حكومت سره) دغه سيمه ټوله د هندوكش او سليمان د غرونو لړيو راچاپيره كړې ده، چې يو پر شپږ يي همواري، درې او ميداني سيمې دي او پنځه پر شپږ يي غرونه جوړوي.

مجموعي نفوس يي تر شپږ مليونه پورته اټكل كېږي او مساحت يي69959 كېلومتره مربع دى. (په دي ارقامو كې يوازې قبايل راځي يعنې ښاري سيمې لكه جلال آباد، مركزى خوست او د ګرديز ښاري سيمې چې قبايلي كركتر نلري نه دي شاملي)

د دغو سيمو د ژوند دار او مدار په كرهڼه، مالداري، ځنګلونو، باغونو، سوداګري او د كار ماركېټونو ته په مخه كولو تكېه لري. د نفوسو زياتوالي او د ژوندانه د وسايلو ويجاړ حالت د كرهڼې د حاصلاتو سطح د دوى د احتياج له كچې ډيره ټيټه پاتې كېږي، طبيعي آفتونه او وچكالي او د اوبو د نظام ويجاړ حالت د دوى د طبيعي اقتصاد په بنيادونو باندي ډيره ناوړه اغيزه شندلې ده. په دي اساس بي روزګاري او بي كاري زياتيږي او د ژوندانه چاپيـريال تنګيږي.

نو په نتيجه كې هر كال يوشمير قبايلي كورنۍ له خپل پلرني ټاټوبي نه ښاري سيمو ته كډه كوي. او يا دا چې د كار وړ ځوانان يي د كار ماركېټونو ته مخه كوي. د معلوماتو له مخې د آزادو قبايلو نه هر كال لږ تر لږه 12000 كورنۍ د پاكستان تر قانون لاندي سيمو ته په كډه كولو مجبوريږي. =>پاتی لری