د افغانستان پولې او ډېورنډ فرضي کرښه

 

۱-  له ایران سره   ګډه پوله:

د افغانستان او ایران تر منځ پوله له ملک سیاه غره شروع تر ذوالفقار درې پورې  رسيږي.

۲- له ترکمنستان سره پوله:

له دې هیواد سره د افغانستان پوله، د هرات ولایت د گلران ولسوالۍ له  ذوالفقار درې څخه شروع د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ تر یوې برخې پورې رسیږي.

۳-  له ازبکستان سره پوله:

له ازبکستان هيواد سره د افغانستان پوله ‎د بلخ ولایت له شورتپې ولسوالی څخه شروع او د بلخ ولایت  تر کلدار  ولسوالۍ پورې رسیږي.

۴- له تاجکستان سره پوله:

د افغانستان او تاجکستان گډه پوله د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه شروع  د بدخشان  ولایت د واخان ولسوالۍ تر یولي درې پورې رسيږي.

۵- له چین سره پوله:

افغانستان له چین سره د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له یولي درې د همدې ولایت د واخان ولسوالۍ د واخجیر  یا کلیک غاښي پورې ګډه پوله لري.

۶- له جمو او کشمير سره پوله:

له جمو کشمیر سره  زموږ ګډه پوله د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له واخجیر غاښي شروع  د همدې ولایت د واخان ولسوالۍ تر نوښاخ پوري رسيږي.

۷- ډ یورنډ فرضي کرښه:

 دا کرښه د واحد ملت پر سینه کښل شوې جبري کرښه ده، چې د بد خشان ولایت د واخان ولسوالۍ له  نوښاخ  سیمې څخه شروع  د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ  تر ملک سیاه غره  پورې  رسیږي.