بایزید روښان انستیتوت

بایزید روښان انستیتیوت د سرحدونو او قبایلو چارو وزرات له خوا جوړ شوی دی، چې په کې د هیواد له ګوټ ګوټ نه په تېره بیا د لیري پرتو سرحدي او محرومو سیمو ځوانان زده کړې کوي.

سرحدونو او قبایلو چارو وزات په کابل کې د لیري پرتو او نا امنه سیمو د ځوانانو لپاره دری لیلیه لیسې هم لري، چې په کې زرګونه کسان زده کړې کوي.

وزارت له دې ورها خوا وپتېله چې په سرحد کې د مېشتو قومونو د بچیانو لپاره د وخت له غوښتنو سره سم د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړې، نو په دې ترتیب یې  یو بل ګام هم پورته کړ او له لېسو سربېره یې د نیمه لوړو زده کړو انستیتوت هم جوړ کړ.

بایزید روښان انستیتوت د ۱۳۹۳ کال د وږې پر (۱۵) نېټه په رسمي توګه فعالیت پیل کړ.

دا انستیتوت د اقتصاد، زراعت، انجینرۍ او کمپیوټر ساینس څلور پوهنځۍ لري، چې د (۱۷) تنو مجربو او پیاوړو استادانو له خوا یې تدریسي چارې  مخ ته وړل کېږي.

د بایزید روښان انستیتیوت د اداري کارکوونکو، تدریسي او لیلیه استادانواو خدماتي پرسونلو شمېر ټول ټال (۳۵) کسان کېږي، چې دغه تشکیل د جمهوري ریاست د چارو ادارې د تشکیلاتو ریاست لخوا د ۱۳۹۵ لمریز کال د لړم په (۱۸) منظور شو.

بایزید روښان انستیتیوت به د لومړۍ دورې(۱۳۲) تنه په پوهه سنبال ځوانان د ۱۳۹۵ لمریز کال په زمري میاشت کې فارغ کړي او(۳۹۰) تنه  اوس مهال د انستیتوت په اړوندو څلورو څانګو کې په زده کړه بوخت دي.

سرحدونو او قبایلو وزارت  په هیواد کې د متوازنې پراختیا تر څنګ ډېره پاملرنه د هیواد لیري پرتو سیمو او په سرحد کې مېشتو خلکو ته کوي، ځکه چې هغوی له ګڼو اسانتیاوو بې برخې دي.

وزارت باور لري، چې پوهه د پرمختګ یواځینې لاره ده او خپلې موخې به چې د يوې هوسا او باثباته ټولنې درلودل دي، له همدې لارې تعقیب کړي.