رحمان بابا عالي لېسه

کله چې په (1326) هـ ل کال کې د آزادوقبایلولیسه جوړه شوه ، د آزادوقبایلودشاګردانو لیسې اوابن سینا لیسې کې دهېواد دیوشمیرلیری پرتوسیمو اوسیدونکو بچیان چې په سیموکې یې په کیلومترونو ښوونځي نه وې ، په دې لیسوکې جذب شول.

له دی امله چې د آزادو قبایلوشاګردان ورځ تربلې ډیرېدل نویې ددې لیری پرتوسیموشاګردان ځواب اوسه پارچې ورته ورکړل شوې ، دا ځواب شوي شاګردان داسی شاګردان ووچې په کابل کې یې کورونه نه لرل او دری ژبې سره یېهمبلدیت نه لاره نوله زیاتو ستونزوسره مخامخ شول.

ددې ستونزودحل لپاره دهېواد دووتکړه ملي اوقومي شخصیتونو: خواجه حاجی محی الدین "ځاځي"اوپیلوټ آدم خان چې دهېواد له اولنیوپېلوټانو او دمشروطیت دنهضت غړی ؤ ، مټې را ونغاړلې او د وخت دحکومت صدراعظم والا حضرت سپه سالارسردارشاه محمود خان غازي یې دی ته مجبورکړ چې ددې ځواب شویوشاګردانولپاره یوبل لیلیه ښوونځي جوړشي .

همداسی وشول ، په کال ( 1329 هـ ل ) کې دثانوی دورې یو بل لیلیه ښوونځی چې تر(9) ټولګی پورې و جوړشو . ددې ښوونځی لومړنۍ ودانۍ په شیرشاه مینې ( څلورمې کارتی ) کې ؤ دا ښوونځی وروسته په ( 1339 هـ ل ) کې لیسې ته لوړکړل شو ، داچې ښوونکې یې نه درلودل د یو شمیرښوونکولخوا چې دکابل په دارالمعلمین کې یې تدریس کاوه او وروسته یې بیا په کابل پوهنتون کې هم داستادی ویاړ ترلاسه کړ پرمخ وړل کیدې لکه : غنچه ګل خان استاد ، استاد عبدالرؤف ، حفیظه الله "امین" اومعاون صاحب آدم خان او نورو .... چې بیا معاون صاحب آدم خان دهمدې لیسی تدریس مرستیال هم شو په داوطلبانه ډول پرته له حق الزحمی تدریس چاری پرمخ وړلې ، لومړنۍ مدیریې درمرجان "ځاځی" ؤ . داچې په ښوونځي کې دشاګردانو شمیرورځ تربلې زیاتېده نو دمیرویس میدان په ده بورې کې دقره قل شرکت ودانی ورته دپوهني وزارت لخوا په کال( 1339 هـ ل ) کې د ( 32000) مربع متره ساحی په مساحت وپیرل شوه . اوپه پښتوژبه پکې له لومړی ټولګی څخه تردوولسم ټولګی پوری تدریسی چاری پرمخ وړل کیدی . باید وویل شی د ابتدایی د وری شاګردان دشیرشاه مینې په ودانۍ کې ؤ چې وروسته بیا دنویوودانیو په جوړولوسره میرویس میدان ته راولیږدول شول .

دې لیسې ته به په لومړیووختوکې له ولایاتوڅخه له اول نمره څخه تر (5) نمره پوری شاګردان جذ بېدل به ددې لیسی ټولګی په ورستیوکلونوکې دجذب بهیر د اووم ټولګی څخه تر12 ټولګی پوری ؤ.

 په لومړیو کې کلونو د 3000 تنو څخه په زیات شمیرسره زده کوونکی دونډی په توګه دسرحدی ولایتونوڅخه جذب شول چې د 110 تنو تجربه لرونکو استاذانو له خوا یې تدریسی چاری سمبالیدی ، دې روند ترډیروکلونوپوری دوام وکړ. له یوی خوا نوی ځلمیان په ډیرشوق اوذوق په لیسه کې داخلیدل اودبلی خوا به ځوانانو په ډیری ویاړنی سره د 12 ټولګی څخه دفراغت سند ترلاس کاوه او دلوړو زده کړو موسسوته به تلل. دزده کوونکودښی زده کړی زیارکښۍ اوداستاذانو دهاند اوهڅو له امله د رحمن بابا عالی لیسی دهېواد دنورو لیسوپه څیروکولای شول چې ښه کادرونه اوغوره شخصیتونه لکه دپوهنی وزیرښاغلی ډاکترفاروق وردک ، ددغه وزارت تدریسی معین ښاغلی محمد صدیق پتمن ، ښاغلی ډاکترهدایت الله هدایت ، ښاغلی محمد یوسف نورستانی اوپه لس ګونو نور علمی شخصیتونه چې په علومواکاډمۍ کې علمی غړی دی اوهم د کابل په پوهنتون کې د استادی ویاړلری په خپله غیږکې وروزی ، ولس اوهېواد ته یې دخدمت له پاره وړاندی کړی.

درحمان بابا لیسه د دری بلاکونوچې یوبلاک دری پوړیز ، دوه بلاکونه دوه پوړیز اویو بلاک یو پوړیز دی ، لرونکی ده ، دغه بلاکونه دتدریسی ، لیلیه ، اداری چارو اونورو چارواړتیا وې پوره کړی دی. تر 1371 کال پوری ددغه لیسی تعلیمی چارې په نورمال ډول دوام درلود چې له بده مرغه له دی نیټی وروسته د رحمن بابا لیسه دمخالفو ډلو ترمنځ دجنګ په ډګربدله شوه . یوازی دوه بلاکونه (چې هغه هم 50 فیصده نړیدلی ؤ ) د 12 کالوجنګ په موده کې دګټی اخستنی څخه ووتل او له بده مرغه دلیسی دروازه نه یوازی د زده کوونکو پرمخ وتړل شوه بلکې په یوه کنډر بدله شوه چې زده کوونکی یې د استقلال په لیسه کې دزده کړی لاندی ونیول شول.

په 1382 کال کې ددغه لیسی دپاتی دوو ویجاړو شویو بلاکونو بیارغولوکاردجرمنی دیوی موسسی لخوا پیل شو او ورسره په څنګ کې دپاکستان اوجاپان هېوادونو هم دهغی په بیا رغولو کې فعاله ونډه واخستله چې له نیکه مرغه په 1384 کال کې د رحمن بابا عالی لیسه بیا ګټی اخستلوته چمتو شوه او په نهاری ډول پکې زده کړی پرمخ بېول کیدې. په همدغه کال کې د رحمن بابا لیسه د افغانستان داسلامی جمهوریت دجمهوری ریاست دمقام دحکم په رڼا اودسرحدونو، قومونواوقبایلوچارواوپوهنی چارو وزارتونوترمنځ په همغږی اوتفاهم دپوهنی وزارت څخه جلا اودسرحدونوقومونواوقبایلو چارو وزارت پوری وتړل شوه ، دغې لیسی ته دسرحدی اوسرحدی ناامنو ولایتونو هغه شمیر زده کوونکی چې په سیموکې یې ښوونځي تړل شوی ، اویا سوزول شوی دسرحدونوقومونواوقبایلو چارو وزارت دښوونی اوروزنی د ریاست له خوا جذبیږی ، په دغه لیسه کې دپوهنی وزارت تعلیمی نصاب اودرسی میتود عملی کیږی . دښوونکو او اداری پرسونل معاشونه او نور امتیازونه دسرحدونوقومونواوقبایلو چارو وزارت دبودجی څخه اجرا کیږی . د زده کوونکو اعاشه اواباطه هم ددغه وزارت څخه اجرا کیږی ، درسی کتابونه اونورمرستندوی درسی مواد یې دپوهنی وزارت لخوا برابریږی او د اړتیا وړ قرطاسیه یې دسرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت له خوا تیاریږی . د 1384 کال څخه را وروسته ددغه لیسی ساختمانی چارو ښه اوغوره شکل نیولی او دبلاکونو شمیریې دپنځو څخه لسوته لوړشوی دی چې دهغی دجملی څخه دوه بلاکونه دتدریسی او نور اته بلاکونه یې دلیلیی له پاره په پام کې نیول شوی دی. دتدریسی چارو دوه اولیلیی له پاره د دریو تعمیرونو کارتکمیل شوی اوګټی اخستلوته سپارل شوی دی . د پاتی پنځه لیلیه بلاکونو ساختمانی چاری جریان لری او کاریې 50 سلنه تکمیل شوی دی . همدا اوس د رحمن بابا په لیسه کې 34 تدریسی خونې او 46 خونی د زده کوونکو دلیلیی له پاره چمتو اوګټه ورڅخه اخستل کیږی.

درحمن بابا لیسی دلیلیی برخه دسرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت په هاند اوهڅو په 1385 کال کې بیا فعاله شوه چې په هم هغه کال کې د اووم ټولګی څخه تر 12 ټولګی پوری ټول 1000 تنه  زده کوونکی په لیلیه توګه جذب شول . د 1385 کال څخه په را وروسته موده کې هرکال په دغه  لیسه کې زر ، زر تنه په لیلیه توګه په زده کړه بوخت دی او همدارنګه یو شمیرهغه زده کوونکی چې په کابل کې کورلری او په پښتوژبه زده کړی سره مینه لری درحمن بابا په لیسه کې په نهاری توګه جذب شوی اوخپلی زده کړی پرمخ وړی چې یوازی په 1389 کال کې 130 تنه زده کوونکی په کې په نهاری توګه په زده کړه بوخت ؤ همدارنګه هغه زده کوونکی چې دخوشحال خان (1)، خوشحال خان (2) او رحمن بابا په عالی لیسوکې په زده کړه بوخت دی اودځینوملحوظاتو له مخی خپلوکورونوته نشی تللی په خپله خوښه په ژمني کورسونو کې داخلیږی چې په دغه کورسونوکې د 1386 کال څخه تر 1388 کال پوری په هرکال کې 250 تنه زده کوونکی د وزارت په مالی لګښت په لیلیه توګه د رحمن بابا په لیسه کې تر زده کړی لاندی نیول شوی دی.   

دهر ټولګی دزده کوونکوشمیر  45 تنه دی . په دغه لیسه کې په پښتو ژبه زده کړی ترسره کیږی .

 په دویمه تعلیمی دوره کې ددغه لیسی څخه ددولسمو ټولګیو د زده کوونکو فراغت د 1386 کال څخه پیل شوچې ( دڅلوروکلونوپه ترڅ ) کې په 1386 کال کې  160 تنه په 1387 کال کې 134 ، په 1388 کال کې 211 تنه اوپه 1389 کال کې 220 تنه چې ټول 671 تنه کیږی فارغ شوی دی په 1390 تعلیمی کال کې ټول 436 تنه نوی زده کوونکی دنیمروز ، ارزګان ، زابل ، لغمان ، هلمند ، قندهار ، غزنی ، وردګ ، هرات ، فراه ، بادغیس ، لوګر ، پکتیا ، پکتیکا ، ننګرهار ، کونړ ، نورستان ، کاپیسا ، پروان ، بغلان ، کندز ، جوزجان ، خوست اوسرپل څخه د رحمن بابا  لیسی ته جذب شوی دی. چې په دی کال کې د زده کوونکو جذب ترنورو کلونو زیات دی چې په همدی اساس په روان کال کې دزده کوونکوشمیر 1000 تنو څخه 1200 تنو زده کوونکو ته لوړ شو . د رحمن بابا دلیسی زده کوونکی تدریسی چاری د 41 تنو پوهو اوتجربه لرونکو استاذانو له خوا پرمخ وړل کیږی . ددغه لیسی خونی دلویوالی او وړ والی له امله په څلورو برخو ویشل شوی او زده کوونکی هم په څلورو کتلو ویشل شوی دی . په یوشمیرنسبتاْ لویو خونوکې26 تنه په یوشمیرکې 12 تنه په ځينو کې 6 او ځینو کې 4 تنه ځای پرځای شوی دی.

کله چې زده کوونکی دژمنۍ رخصتیوله پاره خپلوسیمو ته ځي دسرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت له خوا یوه انداره پیسی دهرولایت دکرایی په پام کې نیولو سره دکرایی په نوم ورکول کیږی.

په تعلیمی موسسوکې دلیلیی برخه دتعلیمی کال دپیل سره یوځای فعاله او دتعلیمی کال دپای سره غیرفعاله وی خو د رحمن بابا په لیسه کې هغه زده کوونکی چې د 12 ټولګی څخه فارغ شوی وی دکانکور ازموینی له پاره دتیاری په منظور د رحمن بابا دلیسی په لیلیه کې اعاشه او اباطه کیږی .

د رحمن بابا په لیسه کې دعملی درس له پاره دکیمیا اوبیالوژی لابراتوار موجود دی . چې زده کوونکی عملاْ له هغی څخه ګټه پورته کوی . همدارنګه په دغه لیسه کې نسبتاًمجهز کتابتون شتون لری چې زده کوونکی دخپلو معلوماتو دزیاتولو له پاره دهغی څخه ګټه اخلی .

له نیکه مرغه دوزارت دمقام په ځانګړی پاملرنه په روان کال کې په کابل کې دامریکا دمتحده ایالاتو د سفارت په مرسته دزده کوونکولپاره د انګلیسی ژبې کورس هم پرانیستل شوی چې د زده کوونکودتعلیمی کچی په پياوړتیا کې به وړاثروښندی.

 د  رحمن بابا په عالی لیسه کې فرهنګی کمیټه هم موجوده ده چې دیو تن ښوونکی له خوا رهبری کیږی ددغه کمیټی غړی دډیراستعداد او وړتیا څخه برخمن او فرهنګی کچه یې لوړه ده همدا سبب دی چې چاری په ښه توګه پرمخ وړل کیږی .

دزده کوونکو دروغتیا برخی ته په پا ملرنی سره په لیسه کې یو باب روغتیایی کلینیک جوړ شوی چې په هغی کې یوتن ډاکتر ، یو نرس او یوتن دارو ساز کارکوی چې 24 ساعته د زده کوونکو په خدمت کې دې . همدارنګه یو عراده موترهم 24 ساعته د زده کوونکو په خدمت کې دی که کله کومه ستونزه اویا ناروغتیا پیداکیږی نو په هماغه وخت کې دهغی څخه ګټه اخستل کیږی .

له هغی مهربانۍ او لورینی څخه چې ددغه وزارت وزیریې دهېواد دبچیانو دسالمی ښوونی او روزنی سره لرې په دی وروستیو وختونو کې یې یولړ نوی نوښتونه ددغه دری واړو لیسو زده کوونکو ته په پام کې نیولی چې دهغی دجملی څخه دخوب تختونه او اسپرینګ لرونکی دوشکونه اودهغی ځانګړی بالښتونه دی لکه څرنګه چې د خوشحال خان لیسی زده کوونکو له پاره برابرشوی ددی لیسی زده کوونکی به هم ورڅخه برخمن شی ، د دری واړو لیسو دزده کوونکو له پاره د دریشی دځانګړی یونیفورم دبرابرولو موضوع هم ددغه نوښتونو په لړکې بل غوره کاردی چې ډیر زر به د دری ګونو لیسو زده کوونکی دهغی څخه برخمن شی .

 د زده کوونکو له پاره د څښاک پاکی اوبه برابری شوی او دلیسی دکا نالیزسیون سیستم فعال شوی.

د زده کوونکو له پاره درسی مواد لکه کتاب ، قرطاسیه ، تباشیر او همدارنګه میز، چوکی هم اماده شوی دی ، او د زده کوونکوپه چوپړکې دی .

د رحمن بابا دلیسی په اداری چوکاټ کې دلیسی دمدیر ، اداری مرستیال ، لیلیی مدیر ، اداری مدیر، دحفظ اومراقبت مدیر، دکلوپ مامور ، جنسی مامور او دوه کمپیوترکاران موجود دی. چې اداری چاری دهمدی پرسونل په واسطه پرمخ وړل کیږی . همدارنګه 34 تنه اجیران په تنظیفاتی او نورو خدماتی چاروکې مصروف دی . دلیلیی اوه تنه استاذان 24 ساعته دنده لری چې زده کوونکو دلیلیی اوخوب دخونوڅخه څارنه وکړی .

 د رحمن بابا په عالی لیسه کې ورزشی فعالیتونه هم ترسره کیږی په دغې لیسی کې  د والیبال ، فوتبال اوکرکټ تیمونه فعال دی ، چې د والیبال دتیم له پاره دلوبی ابتدایی ډګر جوړشوی دی ، خو دفوتبال اوکرکټ ټیمونو له پاره تراوسه پوری دلوبو ډګرونه نه دی برابرشوی . دیادولو وړ ده چې دغه دری واړه فعال تیمونه په سپورتی وسایلو سمبال شوی دی . او همدارنګه په 1389 کال کې دوست هېواد هندوستان له خوا د رحمن بابا اوخوشحال خان (1) اوخوشحال خان (2) لیسوله پاره تحصیلي بورسونه برابرشوی چې په بریالیتوب سره دحمن بابا دلیسی 12 تنه د ازموینی وروسته مستحق پیژندل شوی دی .