دوهم نمبر خوشحال خان عالي لېسه

د دوهم نمبر خوشحال خان عالي لېسې په اړه تر توضیحاتو مخکې لازمه بولم ووایم، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له ستراتیژیکو موخو څخه یوه یې هم د سرحدي سیمو او نا امنه ولایتونو د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې په موخه د وخت له غوښتنو سره سم د مناسب چاپېریال، اسانتیاو او اړتیاوو برابرول دي.

سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پخوا د رحمن بابا او خوشحال خان په نومونو دوه لېسې لرلې، خو د دې لپاره، چې د یادو سیمو ګڼو‎ نورو ځوانانو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي د یادو دوو لېسو ترڅنګ یې یوه بله لېسه هم د کابل په پډوله د ښته کې په( ۵/۱۸) هکتاره ځمکه کې د دوهم نمبر خوشحال خان په نوم چې کمپلکس پروژه ده ودانیزې چارې پیل کړې.

 د تدریسي، لیلیه، اداري او نورو اړتیا وړ ودانیو تر جوړېدلو پورې دوهم نمبر خوشحال خان لېسه یو څه وخت له لومړي نمبر خوشحال خان لېسې سره تړلې وه، خو کله، چې یې په(۱۳۸۸) لمریز کال تدریسي او لیلیه ودانۍ بشپړې شوې نو سم له لاسه په کې زده کوونکو خپل درسونه پیل کړل.

نوموړې لېسه، څلور تدریسي بلاکه لري، چې په هر بلاک یې (۲۴) تدریسي خونې شته، دوه لیله بلاکه لري، چې په یوه وخت د (۳۰۰۰) تنه زده کوونکي ځایولای شي. دوه پوړیزه طعام خونه، پخلنځی، کتابتون، کمپیوټرخونې، مسجد، روغتون او نور  اړین امکانات لري.

په دې لېسه کې له اووم تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکو ته د (۴۶ ) مسلکي او تجربه لرونکو ښوونکو لخوا تدریس کېږي.

د وزارت د مقام د ځانګړې پاملرنې له مخې د خوراکي توکو په مېنوکې مثبت بدلون راغلی ، زده کوونکو ته یې د نورو خوراکي توکو ترڅنګ په اونۍ کې درې ورځې غوښه او له موسم سره سمه تازه مېوه څلور ورځې ورکول کیږي.

لېسه د زرغون او پراخ چاپېریال لرونکې ده، چې د وزارت مشرتابه یې د لا ښکلا په موخه د یو لړ پروژو د پلې کولو اراده کړې ده. د لېسې زده کوونکي د کرکټ ، والیبال ، فوټبال او هاکي لوبډلې لري، چې کله نا کله د نورو لېسو له زده کوونکو سره دوستانه سیالۍ هم کوي.

په لېسه کې د تدریس د ښه کولو او لازم چاپېریال  جوړولو لپاره  هڅې کوې، تر څو د هیواد د راتلونکې د ښه والي به موخه ځوان کدرونه وروزل شي.