لومړی نمبر خوشحال خان عالي لېسه

په 1328 کال کې د لومړي ځل لپاره د والا حضرت سردار شاه محمود خان غازي د صدارت په دوره کې د اړتیا له مخې د ازادو قبایلو په نوم یو ښوونځی جوړ شو، چې هغه مهال پکې د «ډیورنډ کرښې» هاخوا د ازادو قبایلو او سرحدي ولایتونو د مېشتو خلکو بچیانو زده کړې کولې.

د کال په اوږدو کې د لېسې د زده کوونکو په شمېر کې زیاتوالی د دې سبب شو چې د سرحدي ولایتونو زده کوونکي د ازادو قبایلو له زده کوونکو جلا کړل شي.

په 1329 ل.ل کال د ازادو قبایلو د لېسې نوم خوشحال خان لېسه ونومول شو او  هغه زده کوونکې به دې لیسی ته جذبېدل،چې د قوم د مشرانو، سپین ږیرو او د کرښې اخوا د اوو ایجنسیو د بېلابېلو د مېشتو قومونو بچیان وو.

 په لومړي کال کې دغه لېسې ته 150 تنه زده کوونکي جذب شول، په پیل کې دغه ښوونځی یو لومړنی ښوونځی او وروسته په 1339 ل،ل کال کې لېسې ته لوړ کړای شو.

د خوشحال خان عالي لېسې د جوړېدو له نېټې تر 1370 ل کال پوري د لومړي ټولګي څخه   زده کوونکي منل او د 1380 ل، ل کال څخه وروسته د پنځم څخه تر شپږم ټولګي او د 1389 ل کال څخه را په دې خوا د 7 ټولګي څخه تر 12 ټولګي پوري زده کوونکي جذبوي.

په خوشحال خان عالي لېسه کې لومړی 7 تنو ښوونکو تدریس کاوه، چې د زده کوونکو له ډېرېدو سره یې ښوونکي هم ډېر شول.

 د دغه ښوونځي تدریسي چارې لومړی د بابر بڼ د انګړ په یوه ودانۍ کې متخته بېول کېدې، چې وروسته بیا د اړتیا له مخې د بابر بڼ څنګ کې ور ته دلیلیې او تدریسي چارو لپاره د بلاکونو د جوړولو مناسب ځای په پام کې ونیول شو او دری تدریسي او اداري لیلیه بلاکونه ورته جوړ شول،  او اوس د اوو بلاکونو لرونکې ده.

د خوشحال خان عالي لېسې بلاکونه د کابل ښار د اوومی ناحیې اړوند د بابر بڼ په سویلي برخه کې دي، چې د شمال خوا یې د بابر بڼ، سوېل لوری د افغان ترکاڼۍ په تصدي او جنګلک فابریکې پوري او ختیځ لوری یې د واصل اباد سړک او اسمایي غر او لوېدیځ لوری یې د چهلستون په عمومي سړک پوري تړلی دی.

د تپل شویوجګړو پر مهال د خوشحال خان لېسې تدریسي چارې په ټپه ولاړې وې. خو له نېکه مرغه له 1371 کاله تر 1381 کال پوري دغه لېسه د تشریفاتو په ریاست کې چې په نوي ښار کې موقعیت درلود بیا فعاله او په 1381 کال کې خپلو اصلي ودانیو ته بېرته ولېږدول شوه.

خوشحال لېسه چې د اوو بلاکونو درلودونکې ده، دری بلاکونه یې لیلیې ته ځانګړي شوي دي.

 په هره خونه کې دوه منزله، اووه چپرکټونه اېښودل شوي چې په کې د استوګنو زده کوونکو شمېر14 تنو ته رسیږي په یوشمېر لویو خونو کې د لسو چپرکټونو امکانات موجود دي، چې پکې شل تنه زده کوونکي اوسیږي.  د درسي خونو شمېر یې(44) او د هر ټولګي د زده کوونکو شمېر(52) تنو ته رسیږی.

په لېسه کې د شته زده کوونکو شمېر(2288) تنو ته رسیږي، چې تدریسي چارې یې د(60) تنو استادانو له خوا چې (16) تنه یې بالمقطع ښوونکي دي پر مخ وړل کېږي.

په 1390 ل، ل کال کې د جذب شویو زده کوونکو شمېر(876) تنه و، په 1389 ل،ل کال کې ټول( 548) تنه زده کوونکي ترې فارغ شوي چې په 1389 کال کې دفارغ شویو زده کوونکو له جملې يې(73) سلنه زده کوونکو د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پیداکړې چې له هغې جملې څخه (13) تنه طب پوهنځي،(15) تنه انجینیري او نور حقوقو، ښوونی او روزنی، اقتصاد، کرهڼې اوادبیاتو پوهنځیو ته بریالی شوی دی. د یادولو وړ ده، چې له (1340) کاله وروسته نږدې په دریو دورو کې له اول نمره تر پنځم نمره پورې د لوړو زده کړو لپاره د المان هېواد ته او هم د وخت شوروی اتحاد ته  استول شوي، هغوی چې په بریالۍ توګه خپلې زده کړې  تر سره کړې وي او هېواد ته راستانه شوي وو.

 د دولت په اړونده مناسبو بستونو کې ان د وزیرانو تر دندې پورې ټاکل شوي و.

د دغو ځوانو کدرونو  یو شمېر یې کابل پوهنتون ته د استادانو په حیث جذب شوي وو، چې د درناوی او افتخار وړ دي.

د خوشحال خان ليسې درسي مېتود دپوهنې وزارت د پروګرام اوتعلیمي نصاب سره سم پر مخ ځي. همدارنګه دغه لېسې ته ښوونکی د پوهنې وزارت له لوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په موافقه ورپېژندل کیږي. او درسي مواد لکه کتابونه او نور ممد درسي مواد دغې لیسې ته د پوهنې وزارت له خوا برابر او د لېسې د مدیریت په واک کې ورکول کېږي.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې په خوشحال خان عالي لېسه کې په نهاري توګه زده کوونکي شتون نه لري.

 په دې لېسه کې ورزشي فعالیتونه په منځني حالت کي دي چې همدا اوس د فوټبال، کرکټ او والیبال لوبډلې په کې  موجود او لوبغالي یې موجود فعال دی. د خوشحال خان لېسې د اعاشې او اباطې مسایل د ټاکل شوي نورم پر بنسټ پر مخ وړل کیږي، چې دڅرنګوالي او څومره والي له پلوه یې کچه لوړه ده. په دغې لېسه کې د نظم او دسپلین د ټینګښت لپاره د څارندوی ډله جوړه شوې او په لیلیه کې د نظم او دسپلین چارې د لیلیې ښوونکي  پر غاړه لري.

د خوشحال خان عالي لېسه د 1389 ل کال مخکې د دغه وزارت د خپرونو او فرهنګی چارو ریاست تر پوښښ لاندی ؤه او اوس مهال د ښوونې او روزنې ریاست اړوند دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له پوهنې وزارت سره په همغږي د ښوونې او روزنې د ښه پر مختګ او د چارو د سمون لپاره کار کوي، چې  د پوهنې وزارت تعلیمي نصاب په هغه لېسه کې په ښه توګه پلی کړي او زده کوونکي یې له سالمې زده کړې او وړتیا څخه برخمن شي.