بسم الله الرحمن الرحیم

دمبارکۍ پیغام

دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت ، مشرتابه پلاوی او کارکوونکي د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس ډاکترمحمد اشرف غني او مرستیالانو، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او مرستیالانو، لوړپوړو چارواکو، دکابېنې غړیو، دملي شورا ددواړوخونو رئیسانو اوغړیو، قاضي القضات، دسترې محکمې دعالي شورا غړیو، لوی څارنوال، د وسله والو ځواکونو هېواد پالو او سرښندونکو منسوبینو، پتمنو او مېړنیو هېواد والوته نیکې هیلې او مبارکي وړاندې کوي.

دلوی خدای(ج) دربار ته لاسونه لپه کوو، چې ټولو افغانانو ته دستونزو دګاللو او صبرکولو په  وړاندې تل پاتې سوله اونیکمرغي په برخه کړي او ټول ژوندیې په سوله ییزه فضا کې داختر په څېرله خوښیو ډک کړي.

په درنښت

محمد ګلاب منګل

دسرحدونواوقبایلو چارو وزیر

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ پیغام


په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ،چې د افغانستان ملي،سیاسي او نامتو شخصیت عزيز الله واصفي د ۸۸ کلونو په عمر په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې له دې نړۍ څخه د ابد لپاره سترګي پټي کړي.
روح دی ښاد وي.
ملي او سياسي شخصیت عزيزالله واصفي د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د كندهار د خلكو لخوا د ولسي جرګې د استازي په توګه ټاكل شوى وو.
هغه له دې ټاکني وروسته په ۱۹۷۵ز كال د شهید سردار محمد داود خان لخوا د كرنې او مالدارۍ د وزير په توګه وټاکل شو.
عزيزالله واصفي په ۱۹۷۷ز کال د شهید سردار محمد داود خان په كابينه كې د لويې جرګې د رئيس په توګه هم وټاكل سو، چې په دې ټاكلو سره يې اداري قانونيت او ټاكنو ته غوره قوت ور وبخښې.
تر ۲۰۰۲ میلادی کال وروسته ارواښاد واصفی د یوه ملي مشر په توګه په لومړیو دو – دریو کالونو کې د یو سالم ملي افغاني نظام د جوړولو په نیت د هیواد مسولینو او چارواکو ته د مشورو ورکولو موقف اختیار کړ .

دغه پياوړي سياسي مبارز په کندهار او بيا سويلي حوزه کې تر ټولو مهم سياسي کس بلل کيدى او دلته د ډیر نفوذ خاوند وو،چې د شنبې په ورځ په کندهار کې د زړه د ناروغې له امله يې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړی.

دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې د ارواښاد هاند اوهڅې ستایې مرینه یې د هېواد په سیاسي ډګر کې یوه لویه ضایعه بولي او د لوی خدای (ج) له سپیڅلي دربار څخه ارواښاد عزیزالله واصفي ته د فردوس جنت، کورنۍ ، خپلوانو او د کندهار ولایت شریفو خلکو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي .

په درنښت
محمد ګلاب منګل
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر
 

نوموړي ته اوس مهال هم ګڼ شمېر خلک د مشورو اخيستو لپاره ورتلل او په لويه کي يې مشوري خورا د پام وړ او پر ځاى بلل کيدي.

د بدخشان د غمجنې پيښې له امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د ځمکي ښویېدو له امله (۵۲) کسان مړه شوي دي.د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي د دې غمجنې پيښې په اوریدو سره سخت غمجن شوي او له هغه کورنیو سره،چې په دې طبعیي پېښه کې يې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي په غم کې ځان شریک بولي او په یاد ولایت کې يې د خپلې ادارې مسؤلینو ته لارښوونه کړې، چې د پیښې په ځای کې دې د پاتې خلکو د ژغورولو لپاره له نورو ادارو سره یو ځای مرسته وکړي. په پای کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام د لوی خدای (ج) له سپیڅلي دربار څخه په دې غمجنه پېښه کې په حق رسیدولو هېوادوالو ته د فردوس جنت او د کورنیو غړو ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

په درنښت
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر
محمد ګلاب منګل

 

دمبارکۍ پیغام

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت مشرتابه پلاوی اوکارکوونکی دنوي 1394 لمریزکال د رارسیدوپه مناسبت دهېواد ولسمشر ډاکترمحمد اشرف غني اومرستیالانو، اجرائیه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله اومرستیالانو، دکابینې غړیو، دملي شورا ددواړومجلسونورئیسانو اوغړیو دسترې محکمې اولویې څارنوالۍ مشرتابه، دولتي چارواکو اوکارکوونکو، دوسله وال پوځ هېوادپالو پوځیانواوټولو پتمنو افغانانو ته دزړه له تله مبارکي وړاندې کوي.

دلوی اومهربان خدای(ج) له سپیڅلي دربارڅخه هیله اوغوښتنه کوي، چې نوی کال په هېواد کې دتل پاتې سولې دټینګښت، پرمختګ، هوساینې اوپه بېلابېلو برخوکې دبریاوو اونېکمرغیو ډک کال وي.

ډاکترسیداحمد حقبین

دوزارت سرپرست

 

دهېواد په بېلابېلو سیموکې دوروستیو طبیعي پېښو قربانیانوته دمغفرت دعاوشوه!

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت سرپرست ډاکترسیداحمدحقبین، دجرګواوقبایلي چارو معین محمد یعقوب احمدزی، سلاکاران، ریسان اوکارکوونکي نن یکشنبه دکب 10 نېټه له غرمې وروسته په دریم مکروریانوکې دحضرت نعمان بن ثابت جامع جومات ته ولاړل. اوهلته یې له نورو غمځپلو هېوادوالوسره یوځای دلوی خدای(ج) له دربارڅخه دپنجشیرولایت اودهېواد په بېلابېلو سیموکې دواورو دډېرورښت اوخویدوله امله وژل شویو هېوادوالوته دفردوس جنت، دوژل شویوکورنیو خپلوانو،زیانمنوشویوکورنیواوټولوهېوادوالوته دجمیل صبرغوښتنه وکړه.

لاسونه یې دلوی خدای(ج) دربارته لپه کړل. دعایې وکړه، چې زموږ مسلمان، دینداره اومیړني هېوادوال له هرمصیبت څخه وژغوري.

دلوی خدای(ج) په رحم، مهربانۍ اوکرم دې په ګران افغانستان کې دناخوالو، کړاوونو اومصیبتونو پرځای ،سوله، نېکمرغي اوهوساینه راشي، چې ټول افغانان یودبل ترڅنګ په یووالي او وروګلوۍ سره ژوند وکړي. اودباثباته اوپرمختللي افغانستان لپاره هڅې وکړي.

بسم الله الرحمن الرحیم

دهېواد دنامتوعلمي اوفرهنګي شخصیت ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د زوکړې دسلمې کالیزې په مناسبت  دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت د وزیرپېغام

درنوادیبانو، پوهانو، لیکوالو، شاعرانو،د ادب مینه والو او د ننني پرتمین سیمینار ټولو ګډونوالو!

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

درنوګډونوالو!

د وګړو، ولسونو او پرګنو د  ادب ، علم ، تاریخ ، ژبې ، فولکلور، دود اونورو مسایلو د څېړلو، سپړلو، ځلولو، ودې او عامولو  په اړه څېړنې او لیکنې دروند، خو ارزښتناک کار د ی، ځکه پرېمانه ستړیا، سرخوږی، بې خوبي، سفرونه، لوږه، تنده، ګواښونه، ناندرۍ او لسګونه نورې لوړې او ژورې ورسره ملې وي، ځکه خو د هر چا د وس کار نه دی او نه هم هر څوک ورته زړه ښه کوي،  خو استاد عبدالروف بېنوا له خپلو خلکو، ژبې، دود، تاریخ، کلتور اوهېواد  سره د مینې په پار  همدغه ستونزمنه او له کړاوه ډکه چاره په ډېره ښه توګه ترسره کړه. د خپل ژوند زیاته برخه او خوږې شیبې یې د خپلې ژبې، ولس، ټولنې او هېواد روڼولو او ځلولو ته نذرانه او ځانګړې کړې.

د استاد بېنوا دغه ارزښتناکې هڅې اونوښتونه دارزښت اودرنښت وړدي، د نوموړي د زوکړې د سلمې کلیزې په ویاړ د افغانستان د علومو اکاډمي نننۍ غونډه یې د کارونو او خدمتونو د قدرونې  ښه بېلګه ده.

 فاضل استاد عبدالروف بینوا د پښتو ادب د اسمان هغه ځلنده ستوری دی چې د علم، فکر او پوهې ډیوې یې زموږ د ژوندانه ډېر لوري او ګوټونه راڼه کړي. د ژوند په بېلابېلو برخوکې  یې په سلګونو علمي اوادبي اثار افغاني ادب او ژبې ته په میراث پریښي دي.  

ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا دعظیم الشان قران له زده کړې وروسته له لوی عالم مولوي عبدالکریم حقاني سره خپلوزده کړوته دوام ورکړ. عربي، صرف، نحو اوفقه یې ولوستل.

 وروسته یې ادبي ډګر ته راودانګل،  تنکی ځوان و چې کابل ته راغی، عربي ادبیات ، بدیع ، بیان اوګرامر یې  زده کړل، څوکاله وروسته یې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې دژبپوهنې څانګه وټاکله، اوددرسي نوټونویوه علمي پانګه (ادبي فنون) یې دادبیاتو زده کوونکو ته په میراث پرېښوده.

استاد بېنوا د ژوند وروستۍ شیبې هم له کتاب، قلم او ادب سره تېرې کړې. نوموړی د خپلو غوره خدمتونو له برکته د پښتو ادب په پنځو ستورو کې شمار دی او د علم او ادب د مینه والو په زړونو کې ځای لري.

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت، استاد بېنوا دافغاني ټولنې د رښتینې خدمتګار په توګه د درناوي وړ بولي، دعلمي او ادبي خدمتونوستاینه یې کوي. دافغانستان دعلومواکاډمي په نوښت د دا ډول سیمینارونو جوړول دهېواد دعلمي اوادبي پانګې په بډاینه کې مهم ګام بولي، قدر او ملاتړ یې کوي.

دلوی خدای(ج) له دربار څخه دسیمینار جوړونکو، درنو ادیبانو، پوهانو اود ادب مینه والوته داوږدعمر اودچاروپه ترسره کولوکې دبریالیتوبونو هیله کوم.

 

ډاکټرمحمد اکرم خپلواک

دسرحدونواوقبایلوچارو وزیر

د سرحدونو وزارت دخواشینی پیغام

 

په ډیرې خواشینۍ موخبرترلاسه کړچې دلوګرولایت والي ښاغلی ارسلاجمال دلوی اختر په لومړۍ ورځ دلمانځه له ادا کولو وروسته په داسې حال کې چې د خپلولوګر میشتوهېوادوالوسره یې دبختور اخترخوښي شریکوله اوهغوی ته یې دنېکمرغه اوبختور اخترهیله کوله دیوې بمي چاودنې له امله چې په جماعت شریف کې دهېواد ددښمنانوله خوا ځای پرځای شوی و. لومړی ټپي اوبیا په شهادت ورسیدی.

              اناالله وانا الیه راجعون

ښاغلي ارسلاجمال په تیروڅوکلونوکې ددولت په بیلابیلو ادارو اوبیلابیلو سیموکې لکه څنګه چې دوخت غوښتنه اودخلکو هیله وه خپلې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه مسولانه په صداقت اوایماندارۍ ترسره کړې. اودخپل ولس سره یې ډیرې حسنه اونیکې اړیکې وساتلې .

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت دارواښاد مړینه په فرهنګي ، علمي اواداري ډګرکې یوه لویه ضایعه، هېواد اوخلکوته  دخدمت په لارکې دده کړنې دقدر، درنښت اوستایلو وړږولي. همدارنګه هغه مهال چې نوموړي په دغه وزارت کې دسیاسي معین اوسرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوله کار، فعالیت هاند اوهڅې یې ستایو اوقدردانی کوو.

دلوی خدای(ج) له دربارڅخه ارواښاد ته دفردوس جنت ، کورنۍ، خپلوانو اودوستانو ته یې دجمیل صبرهیله کوو.

   روح دې ښاد وي.

دسرحدونواوقبایلوچارو وزیر

ډاکټرمحمد اکرم "خپلواک"

 

دلوی اختر په مناسبت دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت دمبارکۍ پیغام

دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت مشرتابه پلاوۍ اومنسوبین د نیکمرغه لوې اختر د رارسیدلو له امله خپلې ښې مبارکۍ اوهیلې دافغانستان داسلامي جمهوریت جلالتماب جمهور رئیس، دجمهوري ریاست محترمو مرستیالانو، دسترې محکمې رئیس او غړو، دملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو اوغړو، دکابینې محترمو غړو، لوی څارنوال او دافغانستان ټول مسلمان او دینداره ملت ته وړاندې کوي او دلوی خدای (ج) له دربارڅخه زموږ په ګران هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په رڼا کې دافغانستان دخلکود بریالیتوب او سوکالۍ هیله کوي.

 

ډاکټر محمد اکرم  "خپلواک"

دسرحدونواو قبایلو چارو وزیر

 

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت پیغام

دافغانستان کرکټ ملي ټیم اتلان چې په درې ورځنیو پرله پسې  سیالیو کې چې د2015 م کال دکرکټ په نړیوال جام سیالیو کې دګډون له امله په لاراچول شوې وې په ډیرشهامت اومیړاني سره یې د کنیا هېواد سره دکرکټ په سیالیو کې بریا ترلاسه کړه. اود2015 م  کال دکرکټ نړیوال جام سیالیو کې دګډون چانس ترلاسه کړ.

دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت مقام دافغانستان دکرکټ ملی ټیم اتلانو ته چې یوځل بیایې په ډیرې وړتیا وکولای شول خپله وړتیا اواستعداد نړیوالوته وښیي دزړه له کومي مبارکي وایي. دلوی اوبخښونکي خدای(ج) له دربارڅخه دژوند په ټولوچاروکې ددوې د لازیاتوبریالیتوبونو هیله کوي.

 

په درنښت

ډاکترمحمد اکرم خپلواک

دسرحدونواوقبایلوچارو وزیر

 

د افغانستان دفوټبال د ملي ټیم د بریالیتوب په مناسبت د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت د مبارکئ پیغام

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سهیلي آسیا د فوټبال په لوبو کې  د افغانستان د فوټبال دملي لوبډلې  ددغې سترې او نه هیریدونکي بریا له امه د هېواد ټول ورزش خوښوونکي ملت په ځانګړې توګه د هېواد ورزشکارانو ته د زړه له کومې مبارکی وايي

هېله من یو چې د هېواد د فوټبال ملي ټیم له بل هر وخت نه زیات خپل وحدت او دزړونو نږدیوالی وساتي تر څو په راتلونکي کې دنړی په ورزشي ډګرونو کې په ملي اتحاد او پېوستون چې زمونږ د بریالیتوب راز دی د خپل هېواد خلکو ته نورې سترې لاسته راوړنې وګټي .

سره له دې چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د هيوا له بېلابېلو قومونو څخه جوړ شوی دی خو ددغه ټیم په وطن مینو غړو د ملي وحدت، عزت او د افغانستان د سرلوړی په پام کې نیولوسره دسهيلي آسیا په ورزشي ډګرونوکې دومره وځلیدل چې له امله ېې د افغانستان دردیدلي ملت ته ستر ویاړونه په سوغات راوړل او نړیوال ېې ګوته په غاښ حیران کړل.

 

ډاکټر محمد اکرم خپلواک

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست

 

کابل -  د 1392 کال د زمري ۲۳ مه                   

   دهېواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د ۹۴ یمې کالیزې په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو  وزارت د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه او منسوبین د زمري د اته ویشتمې، د هېواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د څلورنويېمې کالیزې په ویاړ خپلې د زړه له کومې مبارکۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب حامد کرزي، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړو او ريیسانو، د کابینې محترمو غړو، قاضی القضات، لوی څارنوال، د شهیدانو او معلولینو وارثانو، په بهر کې مېشتو مهاجرینو او ټولو مېړنيو او دیندارو هېوادوالو ته وړاندې کوي او د لوی خدای ج له دربارڅخه دوی ته د خدمت په لار کې د لازیاتو بریالیتوبونو هیله کوي.

ټولو هېوادوالو ته څرګنده ده چې څلور نوي کاله مخکې زموږ زړه ور نیکونه د افغانستان د پاچا اعلیحضرت امان خان غازي په مشرۍ  په تشو لاسونو خو په ټينګې ارادې سره د وخت د ښکیلاکګرې بریټانیا پر وړاندې په پوره میړانې سره ودرېدل، هېواد ېې د پردېو له اسارته وژغوره او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ویاړ ېې د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت کړ.

زموږ ګران هېواد له دې وروسته هم  له سترو تاریخی پېښو، آزموینو او د پردیو له یرغلونو سره مخاخ شو، خو هر ځلې د دغه هېواد باتور او زړه ور ملت د خپلو ګرمو وینو په تویولو سره د خپل هېواد خپلواکي ساتلې او د یرغلګرو هیلې يې په اوبو لاهو کړې دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یوځل بیا خپلو هېواد والو ته د مبارکۍ وړاندې کولو په ترڅ کې د هېواد د خپلواکې د لارې د اتلانو، غازیانو او شهیدانو  د یاد او خاطرو درناوی کوي او هغوی ته د لوی خدای ج له درباره فردوس جنت غواړي. انشاالله موږ هیله من یو چې د دغې خاورې باتور او اتل ولس به د هرې توطئې پر وړاندې چې دهېواد د آزادۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پرخلاف د پرديو له خوا ترسره کېږي  په پوره میړانې او سرښندنې سره د تیر په شان دریږي او هغه به شڼدوي  او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې او پرمختګ په لارکې به له هېڅ راز قربانۍ څخه ډډه نه کوي.

 

ومن الله توفیق

 

ډاکټر محمد اکرم خپلواک

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست

 

 

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت دعوامی نشنل پارټۍ دغړې وژنه په کلکه غندي

په ډیرې خواشینۍ موخبرترلاسه کړچې د1392 لمریز کال دزمري دمیاشتې 24 / 25 مه نيټه دجمعې په شپه دعوامي نشنل پارټۍ یوه مشره اغلې میرمن نجما حنیف دحیات آباد په سیمه کې پخپل کورکې  وژل شوې ده.

اناالله وانا الیه راجعون

دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت مقام اومشرتابه پلاوی په ارواښادې نجما حنیف باندې دغه ترورستي برید په کلکه غندي او دهغې د عاملینو په نیولو ټینګار کوي.

دخلکو دښمنان باید په دې وپوهیږي چې دداسې ناوړه کړنو په ترسره کولو به دخلکو ذهنیتونوته هیڅ ډول زیان ونه رسوي اوپخپلې ټاکل شوې لارې به خپل پرمختګ ته ادامه ورکړي.

ددغه وزارت مقام اومشرتابه پلاوی ددغې پیښې له امله دعوامي نشنل پارټۍ مشرښاغلي اسفندیارولي خان اوغړیو، دارواښادې کورنۍ اوخپلوانو ته دډاډګیرنې اوخواخوږۍ ژور مراتب څرګندوي دوی ته جمیل صبر او ارواښادې نجما حنیف ته دلوی اوبخښونکي خدای (ج) له دربارڅخه دفردوس جنت هیله کوي.

ډاکترمحمد اکرم خپلواک

دسرحدونواوقبایلوچارو سرپرست

 

 

پر محمد ایوب زرین باندې د وسله وال برید د  غندنې په اړه د سرحدونو  او قبایلو چارو وزارت پیغام

 

د سرحدونو چارو وزارت مشرتابه پلاوی ددغه وزارت د شخړو د حل پر سلاکارښاغلی محمد ایوب زرین باندې د هیواد د دښمنانو له خوا وسله وال برید په کلکه غندي

 په خواشینی سره مې خبر ترلاسه کړ چې دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل سلاکار محمد ایوب زرین د کابل ـ جلال آباد د لويې لارې په اوږدو کې د هېواد او خلکو د دښمنانو له برید سره مخامخ شو چې له امله يی ښاغلي زرین ټپی او دوه تنه ساتونکي يي شهیدان شول.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد د دښمنانو دغه ډول بریدونه  چې له امله ېې زمونږ سپین ږیري، قومي مشران، مخور او نور بې ګناه افغانان ټپی یا وژل کیږي په سختو ټکو غندي او له اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د پیښي عاملین دې تشخیص او د قانون منګولو ته وسپاري.

د هیواد او خلکو دښمنان دې په دې پوه شي چې دغه شان غیر اسلامی او غیر انساني کړنې به هیڅکله هم د افغانستان دخلکو اراده بدله نه کړی  او تل به يي دښمنان مخ تورن اوسي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ددې ترڅنګ چې دغه  ناروا برید غندي ښاغلی محمد ایوب زرین ته د لوې خداې ج له دربار څخه  د سملاسي روغتیا، شهیدانو ته  د فردوس جنت  او خپلوانو ته یی د جمیل صبر  او ذغم هیله کوی

 

په درنښت

داکټر محمد اکرم خپلواک

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست