تارا جریده

تارا جریده د تارا جریدې خپرونې له ۱۳۷۰کال راهیسي د پشه یي لیکوالو، مخورو او روڼ اندو ځوانانو په هڅو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په چوکاټ کې خپلې خپرونې پیل کړي دي. دا جریده د افغانستان د اسلامي جمهوریت کړنلارې په ډاګه کوي، د افغان دولت او خلکو تر منځ د اړیکو د ټینګولو په پاره هلې ځلې کوي او د هیواد د درانه پشه یي قوم لپاره د ښوونې او روزنې د ودې، عامه ذهنیتونو روښانولو، د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي له منځه وړلو او له وسله والو ځواکونو سره د مرستې تر لاسه کولو لپاره زیار باسي. تارا همداراز په هېواد کې د مېشتو قومونو تر منځ د ملي یووالي د ټينګښت په موخه کار کوي او د سولې په تامین کې د دیني عالمانو پر رول تکیه کوي. تارا د پشه یي ژبې د ودې او پرمختګ په پار خپرونې کوي. جریده په میاشت کې یو ځل په څلورو مخونو کې په ښایسته او ظریف صحافت پنځه سوه تېراژه خپرېږي.


تارا جریده(4)