فرهنگ

ادبیات څه ته وايې                                                                                                                                        

(علوم ادبیه)ته اوس موږ (ادبیات) وایو،لکه دیني علوم چې دینیات بولو. ایا(ات)وروستاړی هماغه دعربي ژبې دمونثې جمعې نخښه ده؟(لکه معلمات یعنې معلمانې او محصلات یعنې محصلانې)که داسې وي نو د(ادبیات) کلمه خو به داروپایي ژبو تر اغېز لاندې نه وي جوړه شوې؟ځکه هلته ریاضیاتو تهMathematics    وایي او یا مثلا فــزيک تـــه physicsچې ددواړو کلمو وروستی (s) دجمعې نخښه ده.

     زموږ په ژبو کې د(ادبیات)کلمه پخوا نه وه.ډېر امکان شته چې داکلمه په وروستیو پېړیو کې له اروپایي ژبوسره دبلدتیا او له هغو ژبو دژباړې په نتیجه کې جوړه شوې وي.

   که د(ادب) کلمې ته راشو ،له هغې مو پخوا دداسې ښوونې او روزنې معنا اخيسته چې دانساني فضایلو له خپلولو سره مرسته کوي.

حمید مومند وایي:

نـــازولی زویه نه اخــلي ادب

او دسیوري نخل نه نیسي رطب

یا:

په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بويه

څـــه ښه وايي چېرته ډب هــلته ادب

   دغه کلمه په انساني فضایلو کې په تېره بیا دشرم او حیا په معنا ډېره راغلې ده ،داهم دحمیدمومند ویناده:

ورک له ماشرم وادب کا

دخــپل یـــار شرم وادب

یا:

چې څښتن ګڼې حاضر بدکړې حمیده!

نشـــته تا غـــونــدې بې شـــرم وبې ادب

     دادب له کلمې اوس هم هغه معنا اخلو چې حمید مومند یا نورو پخوانیو اخیسته .البته اوس یې دادبیاتو په معنا هم استعمالوو،اوس وایو: ادبي آثار، ادب پوهنځی….

   ادبیات یا ادب په وروستۍ معنا دانګلیسي ژبې دLiterature معادل ګڼو. لټرېچر (ادبیات) داسې معنا نه لري چې ټول ورباندې سلا وي.

   له لټرېچر څخه منظور ممکن ټول چاپي آثار وي.په پښتو کې هم (دډېورنډ لاین بلې غاړې ته) دمارکسیسټ لټرېچر یا اسلامي لټرېچر په څېر عبارتونه لرو چې دلته لټرېچر په ذکر شوې ساحه کې دټولو چاپ شویو لیکنو په معنا راغلی دی.

     که له ادبیاتو دټولو چاپ شویو لیکنو معنا واخلو ،بياخو په ادبیاتو کې دبشر کابو ټوله پوهه راځي . درحمان بابا دېوان او دافغانستان اساسي قانون څه تړاو سره لري؟ددې تعريف بل عیب دادی چې شفاهي ادب په کې نه شاملیږي.

 

   دادبیاتو یو څه محدود تعریف دادی چې دلوړ کیفیت لرونکي ټول آثار ادبیات بللی شو.له لوړ کیفیته منظور دسبک او طرز ښه والی دی یا دمضمون او محتوا لوړوالی او یا دواړه.په دې حساب دلویو مفکرانو ،فیلسوفانو اومو رخانو آثار هم ادبي آثار دي.

   موږ په پښتو کې دادبي اثر لیکونکي ته لیکوال یا شاعر وایو .په پوهنتون کې استادان دعلمي رتبې دترلاسه کولو لپاره لیکنې کوي ،خو ځینې استادان لیکوال ګڼو ،ځینې نه ګڼو ،داولې؟هغه څوک چې دسبک په لحاظ بهتره لیکنه کولای شي، لیکوال یې بولو .ممکن دی دادبیاتو استاد نه وي ،دحقوقو یا اقتصاد استاد وي.

   دادبیاتو په باره کې دغه تصور دادبیاتو له دویم تعریفه زېږېدلی ښکاري. ددویم تعریف یوه ستونزه داده چې اول به دامعلوموو چې کوم اثار (لوړ کیفیت) لري.ممکن یو وخت یواثر دلوړ کیفیت لرونکی وبولو، بل وخت یې ونه بولو. همداڅلوېښت پنځوس کاله پخوا په افغانستان کې دادبي ټوټوادبي ارزښت ستایل کېده خو بیا وروسته داسې نه وه.په پخوا زمانه کې به لیکوالو په مصنوع نثر ویاړ کاوه،هنر یې باله ،مګر اوس ورنه منکر غوندې یو.

   له بلې خوا دویم تعریف هم دمختلفو علومو او په بېلو، بېلومقصدونو لیکل شوي آثار په ادبیاتو کې شاملوي چې دادب تاریخ دلیکلو په وخت کې یا دادبي ژانرونو دمعرفي کولو په کار کې ستونزې راولاړوي او ګډوډۍ رامنځ ته کوي.

   ددریم تعریف پر اساس یوازې تخیلي آثار ادبیات بلل کېږي . دغه تعریف ددویم برخلاف ،توصیفي (Descriptive )اړخ لري نه ارزشي (normative) او دایې امتیاز دی،یعنې دلته ضرورت نشته چې آثار په ښه او بد وویشو او بیا دښه کیفیت والو ته ادبي ووایو ،دانورو ته بل څه.ددریم تعریف له مخې دشعر اوداستان بېلابېل ژانرونه په ادب کې شامل دي. دتخیلي آثارو په ادبي والي کې هیڅوک شک نه کوي، دادوروستي تعريف بل امتیازدی.

ددې لپاره چې دادبیاتو ماهیت وپېژنو او په اصطلاح روح ته یې ورنژدې شو ،بهتره ده دتخیلي آثارو او نورو لیکنو یا خبرو دسبک او ژبې توپیر ته پام واړوو. ځینې مهم توپیرونه دادي:

۱- په ادبي سبک (یاژبه)کې څه ویل؟( What is said?) دومره اهمیت نه لري لکه څنګه ویل؟ (How it is said?)

دایوه معمولي خبره ده چې اولادونه له میندو او پلرونوسره همېشه نه اوسي خو دروېش دراني ته ځکه په درنه سترګه ګورو چې په (څنګه ویلو) کې کمال کوي :

له خپلې موره رخصت غواړي هغه ځوان او وايي

خــوشبويي نـه وي تل تر تله په قــبضه کې دګل

۲ـ عادي او علمي ژبه دصدق او کذب په تله تلو خو ادبي ژبه په دې تله نه تلل کیږي.کله چې عالم ووايي چې سږ کال به په پلانۍ نېټه ،په دومره بجو او دومره دقیقو لمر تندر نیسي نو زموږ توقع داوي چې دوی باید ریښتیا ویلي وي خو که دکیسې لیکوال ولیکي چې احمد په حبیبیه لېسه کې ښوونکی و،موږ ددې خبرې په رښتیا والي پسې نه ګرځو.علمي ژبه ارجاعي وي ،یعنې یو بهرني واقعیت ته باید اشاره وکړي خو ادبي ژبه مجبوره نه ده چې له بهرني واقعیت سره سمون ولري.

۳ـ په علمي او عادي ژبه کې هڅه کیږي چې هر دال یو مدلول ولري یعنې هره کلمه ایکي یوه معنا ولېږدوي خو ادبي ژبه غواړي چې یوه کلمه یې څو معناوې وښندي،په لنډیو کې اورو:

پاس په کمره ولاړه ګله

نصیب دچا یې اوبه زه درخېژوومه

ددې لنډۍ د ځینو کلمو بېلې بېلې معناوې اخیستلی شو.

 

۴ـ په عادي او علمي ژبه کې دال نه بلکې مدلول اهمیت لري خو په ادبي ژبه کې دال هم پوره اغېزه لري .که په کیمیا کې یې اوبو تهH2o نه بلکې بل څه ویلای ، په دغه علم یې اثر نه کاوو، خو په پاسنۍ لنډۍ کې که مثلاً د(درخېژومه)پر ځای (دروړمه) وای،نو معنا به فرق نه و کړی،مګر لنډۍ به لنډۍ نه وه،ځکه وزن یې ماتېده .په علمي او عادي ژبه کې دادبي ژبې برخلاف ،دکلمې شکل او موسیقي اهمیت نه لري. داستاد الفت ددې جملې :چې اباسین اباسین بولي دهغوی یو ابا دی، ادبي اهمیت تر ډېره حده د(ابا) دکلمې په شکل کې دی. دغه راز له ادبي نثره تو قع کیږي چې تال او اهنګ یې باید له موضوع او مقصد سره تناسب ولري.

۵ ـ علمي ژبه ښووندویه وي او ادبي ژبه پارندویه .علمي ژبه غواړي یوه بهرني واقعیت ته اشاره وکړي ، له یو څه مو خبر کړي خو ادبي ژبه عواړي ومو پاروي ،اثر راباندې پرېباسي.

۶ ـ علمي ژبه دکلیاتو بیان ته تمایل لري خو ادبي ژبه دجزییاتو بیان ته متمایله ده او معمولاً تصویري وي.علم وايي چې اوبه په سل درجې تودوخه کې په بړاس بد لیږي او دکیسې لیکوال ممکن ولیکي چې:«چایجوش مې په اور ایښی و، اوبه ایشېدلې ، بړاس ورنه خوت

داضرور نه ده چې دادبي ژبې ‌ذکر شوې نخښې په هر ادبي اثر کې ټولې راښکاره شي او یا دادبي ژبې او نورو ژبو تر منځ ټول توپیرونه هر چېرته ووینو.بیوګرافي،اټو بیوګرافي او سفر نامه ادبي ژانرونه ګڼو او دادبي ژبې اکثره نخښې په کې شته مګر تخییلي نه دي او دصدق او کذب په تله یې نه شو تللای .دغه راز ددعوو یو وکیل ممکن ډېره پارندویه ژبه ولري خو دادبیاتو مورخ یا کره کتونکي ته به مشکله وي چې دهغه لیکنه ادبي اثر وګڼي ،ځکه دوکیل نیت دا نه دی چې ادبي اثر ولیکي ،هغه غواړي له خپلې لیکنې مو‌ءقته او عملي استفاده وکړي .دادبي اثر لیکونکی معمولاً غواړي دهرې زمانې په لوستونکي باندې دبې غرضه ښکلا خوند وڅکي خو نور لیکونکي له خپلو اثارو عملي مقاصد لري . روښانیانو هم له خپلو شعرونو عملي مقاصد لرل مګر نیت یې داو چې ادبیات ولیکي .

تر دغه ځایه بحث موږ دې نتجې ته رسوي چې دادب جامع ومانع تعریف اسان نه دی. دلته ډېرې ستونزې شته .البتهله دغو ستونزو خبرېدل له موږ سره مرسته کوي چې دادبیاتو ماهیت لاښه وپېژنو او د ادبي او غیر ادبي اثر په توپیر کې مو تېروتنې کمې شي .

ادبیات علمي اړخ هم لري .هغه پوهنه چې دادبیاتو په باره کې بحث کوي له هنري ادبیاتو بېله ده . دادبیاتو علمي برخه په درېو لویو څانګو ویشلی شو: دادبیاتو تیوري ،دابیاتو تاریخ اود ادبي آثارو کره کتنه .

که زه په دې بحث کوم چې (الف) او (ب) ادبي آثار دي که نه دي؟ دا بحث تر ډېره دادب له تیورۍ سره تعلق لري ؛که په دې بحث کوم چې (الف) ښه اثر دی که (ب) ؟ دا تر ډېره حده له کره کتنې سره تعلق لري او که په دې غور کوم چې اول (الف) ولیکل شو که (ب) ؟ دا د ادبیاتو د تاریخ بحث دی.

دغه مثال ډېر ساده دی ، مګر ددغو دریو څانګو توپیر دومره اسانه نه دی . د ادبیاتو مورخ طبعاً ټول آثار او لیکوال په خپل کتاب کې نه معرفي کوي ایا دغه انتخاب پخپله کره کتنه نه ده ؟ ایا د ادبیاتو دتاریخ دا بحث چې (ب)اثر له( الف) اثره متاثر دی او اول (الف) اثر لیکل شوی دی ، بیا (ب)، له کره کتنې بېلولای شو؟

  اسدالله غضنفر

 

پښتو ادبیات او تعریفونه يې

۱ - د ادب تعریف :ادب په لغت کې پوهې،زیرکۍ،اخلاقي تهذیب او فضلیت ته ویل کیږي او په اصطلاح کې ادب، هغه پوهه او ریاضت دی ،چې انسان ته فضلیت ور په برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې یې له سهوې او ښویېدنې څخه ژغوري.

۲ - د ادبیاتو تعریف: د یوې ژبې ټول لیکلي او نالیکلي ادبي اثار چې هنري ارزښت ولري د ادبیاتو په نامه یادیږي .

۳ - د ادبیاتو د تاریخ تعریف : د ادبیاتو تاریخ د یوې ژبې ټول لیکلي او نالیکلي هنري اثار د تاریخ په بیلا بیلو دورو کې د هغه وخت له شرایطو سره سم تر څیړنې لاندې نیسې .

۴ - د پښتو ادبیاتو تاریخي دورې : ـ د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره : د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره له دوهمې هجري پیړۍ څخه پیل کیږي ،او دلسمې هجري پیړۍ تر پایه ان تر یوولسمې تر لو مړیو کلونو پورې دوام کوي.  د دې دورې کوم ادبي آثار،چې زمونږ په واک کې دي،زیاتره متفرق آثار دي ،د دې دورې منظم او بشپړ آثار  ډیر  زمونږ څیړونکو تر اوسه نه دي تر لاسه کړي،یا  دا تر اوسه نه دي یې موندلي او یا له منځه تللي دي.د دې دورې آثار سره له دې چې متفرق دي،خو تاریخي تسلسل لري او زمونږ په هیواد کې له پېښو شوو تاریخي او فکري جریاناتوسره په ارتباط کې را پیدا شوي دي.او هم دغه آثار د خپلو شکلي او جوړښتي ځانګړتیاوو ،د بیان د شیوې او دموضوعي ځانګړنو له پلوه ځینې ګډې وجهې لري،چې د همدغو مشخصاتو او خپل تاریخي قدامت له امله مونږ دپښتو دغه ټول تر لاسه شوي،متفرق آثار د پښتو د ادبي تاریخ په لومړۍ دور کې مطالعه کوو .

         دلته ښایي دا پوښتنه پیدا شي ،چې د پښتو کوم پخواني ادبي آثار چې  زموږ  په واک  کې دي او  مونږ  پرې  دلته  خبرې کوو، هغه  خو  د اسلامي  دوران   د  دوهمې پیړۍ دي،آیا تر دې دمخه (اسلامي عصر)د مخه زمانو پښتو آثار نه شته او یا نه دي تر لاسه شوي؟ د دغسې احتمالي پوښتنو په ځواب کې باید وویل شي ،چې تر اسلامي عصر د مخه هم دپښتو آثارو د موجودیت ځینې څرکونه له موږ سره شته،چېد ګرانو لوستونکو دمعلوماتو او د دې بحث دپس منظر په توګه به یې تشه یادونه وکړم .

۱.ـ  له هغو یونانو باختري پاچاهانو،چې په هندوستان کې پاچاهۍ ته رسیدلي دی،یو هم مناندر نومیږي،د دغه مناندر د حکومت او د پاچاهۍ زمانه یې مورخانو د دوهمې مخکې له میلاده پیړۍ په اواسطو کې ټاکلي ده .  مناندر نسبت نورو یونانو باختري پاچاهانو ته له هندي  رسومو سره ډېر بلد وو، او په هندي روایاتو کې د اسړی د (ملنده) په نامه یادیږي.دغه مناندر پاچا،چې له بودایي حکیم ( ناګه سینه ) سره کوم بحثونه کړي دي،دغو بحثونو  ته (ملنده پڼهو)وایي او دغه ملنده پڼهو د بودايي مذهب  له ډېرو مهمو کتابونو څخه ګڼل کیږي. څیړونکي عقیده لري،چې د دغه کتاب اصلي متن په زړه پښتو برابر شوی وو،چې هغه پښتو متن اوس ورک دي،اما د دې پښتو متن پالې ژباړې شته .د دې ډلې څیړونکو د څیړنو له مخې دا ښکاري،چې تر میلاده(۱۵۰)کاله دمخه لا پښتو ژبه د دې جوګه وه،چې کتاب په کې و لیکل شي.

 ۲ـ د هندوستان د راجستان د ایالت په یوه پخواني مندر(معبد) کې د څو ژبو د اشعارو یوه جونګ (مجموعه) پېدا شوې ده،چې په جونګ(مجموعه)کې د راغلو څو شعرونو ژبه پښتو ده،د دې جونګې(مجموعې) له وجوده  روشن لال ملهوتره خبر کړي یو،هغه وایي: د دې جونګ هغه اشعار،چې پښتو دي ، په دوناګري خط لیکل شوي دي. اشعار یې د لنډیو غوندې جوړښت لري، دا شعرونه ځینې خاصې دعاګانې دي،دا شعرونه تراوسه نه دي څیړل شوي،د دې شعرونو څېړنه او تحلیل به څرګنده کړي ،چې دا شعرونه کله لیکل شوي دي ؟ د چا دي؟ د خط ډول یې موږ په دې باوري کوي،چې دا شعرونه به تر اسلام دمخه زمانو کې لیکل شوي وي.

       له دغو دوو مواردو سربیره ښایې ځینې نور داسې اشارات هم ومیندل شي،چې تر اسلامي عصر د مخه د پښتو آثارو د ایجاد ښکارندويي وکړي،خو ما ته سملاسي همدا دوه مورده څرګندوو،چې د پښتو د ادبي تاریخ پس منظر کې مې یې یادونه وکړه.

 د پښتو ادبیاتو د پیدایښت لومړني درې مرکزونه  کله چې سړی د موجودو او لاس ته راغلو پښتو ادبي آثارو پخواني اسناد مطالعه کوي، نو دا ښکار ي،چې دغه لومړني آثار په ځینو داسې مراکزو کې منځته راغلي ،چې هلته د پښتو خپل محلي حکومتونه او قبیله یي نظامونه وو او پښتانه هلته د خپل ملي هویت  او سیاسي اقتدار خاوندان وو. په دغو مراکزو کې لرغونی مرکز  او د پښتنو پخوانی ټاټوبی غور دی،بل مرکز یې د کسي غره لمنې دي او دریم یې هم ملتان دی .

 

خو مخکې تر دې چې په دغو دریو مراکزو کې د پښتو په رامنځ ته شویو ادبیاتو خبرې وکړو ښه به وي .دا خبره له یاده ونه باسو،چې د دوهمې هجري پیړۍ شاو خوا په غزني کې د لویکانو شاهي کورنۍ موجوده وه، چې تر ګردیز او زابلستان پورې سیمې یې په ولکه کې وې او د منطقې له سیمه ییزو شاهي کورنیو سره یې روابط هم درلودل .     

  د غزني لویکانو د کورنۍ قدیم سړی جویر نومیده،چې په د (۱۲۰) ه .ق په حدودو کې یې د ژوند زمانه وه، د دې کورنۍ  قدرت سبکتګین (۳۶۵)ه .ق په وسیله ختم کړای شو. د لوی استاد مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبي د څیړنو له مخې د لویکانو د کورنۍ نژادي تقارب له غلجي پښتنو سره ښکاره دی  او دغه غلجي پښتانه،له زابلستانه تر غزني پورې زمکو کې له قدیمه میشت وو او اوس هم میشت دي  د غزني د لویکانو د کورنۍ د یوه لویک یو پښتو بیت موږ ته رارسیدلی دی،د بیت د ویونکي  نوم نه دی څرګند،خو د خانان لویک او خنچل شاه کابلي معاصر وو او په (۱۶۳) ه . ق کال کې ژوندی ښکاري.دغه بیت لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د سلطان سخي سرور د کراماتو د یو خطي کتاب له یوه حکایت څخه را نقل کړي دی او په اوسنۍ املا‌ء استاد داسې لیکلی دی:

په زمي غزنه ښخېد لویک لویانو بایله                      لویا کښه تور به براغلوم (بلوم) ممله تازیو په ملا

دا لوړ بیت له تاریخي تحلیل وروسته داسې تفسیر شوی دی،څنګه چې د غزني خانان لویک په جبري ډول مسلمان شوی وو، نو له کابله یو بل لویک د ا لوړ بیت ورواستاوه، چې د ا لاندې مفهوم ځنې اخیستل کیږي.های افسوس! لویک بت د غزني په زمکه کې ښخ شو ،لویا خو خپله لويي بایلوده،زه به لښکر درواستوم ته دتازیانو(عربو) ملګرتیا مه کوه .د بیت له ژبني تحلیل څخه داسې نتیجه اخیستل شوې ده،چې د اسلامي عصر په لومړیو پېړیو کې پښتو په شرقي خواوو کې پهلوي ژبې ته نژدې وه.

د پښتو د لومړۍ دورې په آثارو کې یوازې د سلیمان ماکو د تذکره الاولیا د بشپړ کتاب ځینې برخې موږ ته رسېدلې دي. په عمومي ډول د پښتو د ادبي تاریخ د لومړۍ دورې آثار متفرق آثار دي.

(۲ ) که څه هم د پښتو د لومړۍ دورې آثار په کمي لحاظ لږ دي ، خو په کیفي لحاظ ځینې دغه ډول آثار ډېر لوړ ارزیابي کېدلای شي.

د غوري دورې قصیدې، د شیخ متي مناجات، د اکبرزمینداوري اشعار، د شیخ تیمن، شیخ بستان بدلې اوهم د علي سرور او شیخ محمد صالح الکوزی غزلې د خپلو فکري ارزښتونو ترڅنګه لوړه هنري مایه هم لري. د دې دورې ځینې نور اشعار که څه هم ساده دي ، خو په سادګۍ کې یوه ابتدايي ښکلا هم ورسره مله ده. د دې دورې ځینې آثار تش نظمونه دي ، چې ناظم نېغ په نېغه خپل هدف په منظومو او وچو الفاظوکې بیان کړی دی.

(۳ ) د دې دورې آثار سره له دې چې په کمي لحاظ لږ دي ، خوله دغو لږو آثارو هم موږ په شکلي او موضوعي لحاظ د انکشاف څرک ایستلای شو.

الف : د دې مهال آثار موږ ته راښیي چې د دې دورې ادبي پدیدې پریوه حال ولاړې نه دي او نه یو ډول شعري انواع موږ په دې آثارو کې ګورو ، بلکه په دې دوره کې پښتو شاعري د خپلو عنعنه یې ملي اوزانو سربېره په دریمه هجري پېړې کې قطعه بیا په پرله پسې پېړیو کې قصیده ورپسې غزل او مثنوي چې د شرقي شاعرۍ عمده شعري ډولونه دي ، خپل کړل. د پښتو دولسي شاعرۍ له ژانرونو څخه چاربیتي اوبدلې هم په همدې دوره کې خپله بڼه خپله کړې ده . او د پښتو د لرغونو سندرو او شعري انواعو ځای یې نیولی دی.

ب : د مضمون په لحاظ هم د پښتو آثار په دې دوره کې وسعت پیدا کوي، د ژوند بېلابېل موضوعات په دې اشعارو کې بیانېږي،لکه : د رزم اوبزم خبرې، دیني او عرفاني موضوعات ، اخلاقي پند ونصایح ، وعظونه او نور د دې دورې په اشعارو کې لیدلای شو.

ج : د شعر ځینې ځانګړي معنوي ډولونه، لکه ویاړنه فخریه، ساقي نامه او حکایتي آثار هم په همدې دوره کې په پښتو شعر کې ځان څرګندوي. د امیر کروړسوري ویاړنه، د زرغون خان نورزي ساقي نامه او د دوست محمد کاکړ د غرغښت نامې ځینې حکایات د دې دورې د شعر د معنوي اقسامو ډېرې ښې نمونې دي.

د امیرکروړ ویاړنه او د زرغون خان ساقي نامه د خپل جوړښت، ادبي قوت او شعري ځانګړنو له امله د پښتو ادبي تاریخ په وروستیو دورو کې هم بل ساری نه لري. دا ډول اشعار موږ وروسته هم لرو خو کوم قوت او شور چې د امیر کروړ او زرغون خان په ویاړنه او ساقي نامه کې شته، په وروستیو دې ته ورته آثارو کې نه لیدل کېږي.

(۴ ) پښتو ادبي پدیدې او پښتو آثار په دې دوره کې مجرد نه دي راپیدا شوي، بلکه د سیمې له ژبو او ادبیاتو سره په ارتباط کې یې وده موندلې ده . د دریمې هجري پېړۍ په دوران کې له عربي ژبې نه پښتو ته ترجمه پیل شوه او د ابن خلاد شعر ابومحمدهاشم په پښتو نظم ترجمه کړ او بیا را وروسته له پارسي ادب سره د پښتو ادبیاتو نژدې اړیکې پاتې شوې دي ، پښتو ادبیاتو په دې دوره کې ځینې معنوي ارزښتونه له پارسي ادب څخه خپل کړي دي . دا خبره طبیعي هم ده ، ځکه پارسي دغه مهال په منطقه کې مسلطه فرهنګي ژبه وه. ډېرشاعران او فرهنګي آثار یې درلودل، نو د دغسې یوې ژبې اثرات د منطقې پر نورو ژبو حتمي دي.

له پارسي اثارونه پښتو ته ترجمه هم دغه مهال پیل شوې ده ، د لسمې هجري پېړۍ په لومړیو کلونو کې یوې پښتنې مېرمنې د سعدي (رح ) بوستان په پښتو نظم واړاوه.

(۵ ) د دې دورې متفرق اثار د سیمې په لحاظ هم په یوه ځای کې نه دي ایجاد شوي، بلکه له غوره نیولې ان د هندوستان ترسیمو پورې پرتو زمکو کې ایجاد شوي دي او دا خبره په دې دلالت کوي چې پښتانه دا وخت د غوراو سلیمان له غرو سربېره د افغانستان او ( روه ) اوهندوستان په لتو کې خپاره وو.

(۶ ) په دې دوره کې موږ ځینې داسې متفرق آثار هم لرو، چې د دربارونو له خوا ورته د توجه اوپالنې څرک هم ځنې ایستلای شو، لکه د غور د شاهانو په دربارونو کې د شاعرانو موجودیت او د دوي اثار او دغه د هندوستان د افغان باچا سلطان بهلول لودي دربارهم لږ وډېر دغه ډول خصوصیات درلودل.

(۷ ) د دې دورې کوم اثار چې زموږ په واک دي ، زیاتره د پښتو دوو لرغونو تذکرو پټې خزانې اوتذکره الاولیا خوندي کړي دي، د ځینو لکه تایمني او اکبرزمینداوري اثار په متفرق ډول ترلاسه شوي دي. دغه اثار د منبع پېژندنې له پلوه کومه خلا نه لري او له کره او باوري اسنادو څخه ګڼل کېږي.

(۸) دغه لاس ته راغلي اثار د ژبې د لغاتو، ترکیبونو او نورو ګرامري ژبنیو خصوصیاتو او له نورو ژبو سره د امېزش یوسیستماتیک تحول په لاس راکوي، د دې دورې لومړني اثار تر زیاته حده د پښتو خپل زاړه لغات او تراکیب لري ، خو په وروستیو پېړیو کې له نورو ژبو په خاص ډول پارسي او عربي سره نژدېوالی ښیي.

د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره د پورتنیو خصوصیاتو په لرلو سره پای ته رسېږي او پښتو ادبیات له نوو تمایلاتو او نویو فکري ارزښتونو او تازه ادبي جریانونو سره یوې پرمختللې بلې دورې ته داخلېږي.

 

پښتو توري، ابېڅې، ليکدود او نوي اندونه

لنډيز:

پښتو اوسني توري، ابېڅې او لیکدود، چې بنسټ يې عربي دی، د پښتو آوازونو او وينا ليکنې لپاره بسيا او بشپړ نه دي او یو شمېر نیمګړتیاوې لري. په دې ځای کې د پښتو تورو، ابېڅې او لیکدود نيمګړتیاوې په ګوته شوي او د هغوی د بشپړونې لارې چارې هم ښوول شوي دي. د دې ترڅنګ د پښتو او ناپښتو کلمو د ليکنې په اړه هم ګټورې خبرې لري.

سريزه: پښتو ژبه، چې د سيمې او نړۍ د لرغونو ژبو څخه ده، د پښتنو د ټولنيز ژوند او ژواک سره انډول ژبني توکي لري او د پښتنو د ورځنيو مادي او مانيزو اړتیاوو د بشپړونې او ذهني توکو د ليږد راليږد وړتیا لري. پښتو ګړنۍ یا د وينا ژبه ځانګړی طبیعي غږيز جوړښت، جلا او ځانګړي آوازونه لري. ښايي هر ډول پښتو او ناپښتو کلمې همدې طبيعي غږيز جوړښت ته په پام سره وویل او وکښل شي.

موخې:

۱ ـ د لوړو زده کړو وزارت د علمي غړي په توګه خپله دنده سرته رسول.

۲ ـ د پښتو ژبې د یوه څانګوال په توګه، پښتو کې څېړنې او له دې لارې پښتو علمي پانګه ډېرول.

۳ ـ د څېړنې له لارې خپله علمي کچه لوړول او اړونده نویو څانګوالو ته څه په لاس ورکول.

۴ ـ د پښتو کره ليکنې په برخه کې علمي لارښوونې او لاسته راوړنې وړاندې کول.

پښتو توري، ابېڅې او ليکدود اوس عربي دي، خو وړاندې يې د ( ميخي، ارامي، خروشتي او يوناني ) پړاوونه وهلي دي ( ۳: ۶ ).

په پيل کې غوره ده، چې پورتنۍ نومونې وپېژنو:

۱ ـ توری، حرف (Grapheme): هغه ليد وړ انځور، چې د يوه يا څو آوازونو ښکارندويي کوي.

۲-ابېڅې، الفبې ( Alphabet (: د هغو ټولو تورو ډلې ته وايي، چې د يوې ژبې د ټولو آوازونو انځورنه کوي.

۳- ليکدود ( Orthography ): د يوه ټاکلي الفبايي سیستم په چوکاټ کې دننه د يوې ژبې د وييونو ( کلمو ) کښنګ ته وايي ( ۲: ۱۱ ).

د ( ليکلار ) نومونې پېژندنه هم راته اړينه برېښي:

۴- ليکلار ( Orthography ): په لیکلار کې ژبني اړخونه او ګرامري جوړښتونه تر پام لاندې نيول کيږي (۱: ۱۴).

د ( Ortho ) مانا کره، ستندرد، بشپړه او د ( Graphy ) مانا هم کښنک او رسامي ده، چې د دواړو ترکيب

( Orthography ) په يوه ژبه کې کره، سم او بشپړ کښنک ته وايي. انګرېزي متن يې داسې دی:

Orthography: The system of spelling in a language (5:677, 1072, 1073)

ابېڅې د يوې ژبې د ټولو آوازونو عيني يا جوليزه بڼه ده. هر توری د يوه آواز ( Phoneme ) استازی دی. له همدې امله وايي، بشپړه ابېڅې هغه ده، چې د يوې ژبې د ټولو آوازونو لپاره توري ( Graphemes )ولري. د دې پېژند له مخې زموږ اوسنۍ پښتو ابېڅې بشپړه نه ده، په دې مانا، چې د ټولو آوازونو لپاره توري نه لري، آوازونه ډېر، خو توري لږ دي.

زور او زورکی په يوه توري یا نښه ښوول کيږي، لکه د ( تره او تره ) په کلمو کې. کله بیا له سره نښه نه لري، لکه ( زور) د ( لو، پلو او کنډو ) په کلمو کې، که څه هم ( زور ) په وروستیو کلمو کې د غبرګغږ یوه برخه ده. خو نښه یا توری ورته په کار دی او يواځې ( و ) د دې نیمګړتیا بشړتیا نه ده. د دې ترڅنګ ( زورکی ) هم له همدې نیمګړتیا سره مخ دی، لکه د

(کټو ) په کلمه کې چې يې څرک نشته. د اوږد (o)، لنډ (u) او نيمواک ( w ) ( واو ) لپاره هم یوه نښه (و) لرو، لکه اوږد (و) د پښتو، زانګو او پيشو په کلمو کې، لنډ (و) د منداڼو، کدو او منتو په کلمو کې او نیمواک (و) چې د غبرګغږ یوه برخه ده، د ( پړاو او کړاو ) په کلمو کې، ټول جلا آوازونه دي، خو په يوه توري او ګرافيم ( و ) ښودل کيږي ( ۴ ).

غبرګغږ ( Diphthong ) چې دوه یا ترکيبي آوازونه دي. زموږ اوسنۍ ابېڅې دا وړتیا نه لري، چې ټول يې وښيي، يو غبرګغږ په ساده يا يوه نښه او توري کې څرګنديږي، لکه د (ay ) غبرګغږ، چې په پښتو ابېڅې کې يواځې په ( ی ) انځوريږي. همدا ستونزه په زورکۍ واله (ۍ) کې هم شته، خو بیا هم ( لکۍ ) څه ناڅه د دويم آواز ښکارندويي کوي. د ليک بنسټ ( توري او ابېڅې ) کې نيمګړتیاوې، موږ ته څرګندوي، چې له دې تورو رغېدلی ليکدود هم بشپړ نه دی.

د اوسنۍ ابېڅې د ټاکنې پروخت د يوې کلمې په پيل – منځ او پای کې د توري کارونې یا کښنک ته سم پام شوی

نه دی. ځينې توري د کلمې په يوه برخه کې سم ليکل کيږي، خو په بله برخه کې بیا نیمګړي او یا د لیکلو هېڅ شونتیا نه لري، لکه نرينه یا مفرده ( ی، ay ) چې د کلمو په پای کې سمه لیکل کيږي، خو په په منځ کې ليکل کېدای نه شي. د غیرت، هيبت او پيره ( پوځي نومونه ) کلمو کې د ( غ، هـ او پ ) نه وروسته آوازونه د (ی) آواز دی، چې په وینګ کې شته، خو لیک يې د څرګندونې وړتیا نه لري، په غږيزه ابېڅې کې څرګندېدای شي. زموږ په ابېڅې کې يې چاره داسې کولای شو، چې وليکو: غی رت، هی بت او پی ره، چې دا بیا د یوې واحدې مانا لپاره یوه کارېدونکې کلمه ډېره ټوټه ټوټه کوي او بله ستونزه زيږوي. په اوسني لیکدود کې د ( و، ل، ر ) د درېوو تورو په وسيله درې کلمې ( لور: دختر، لور: داس او لور: رواداري او پېرزوينه ) لیکو. په داسې حال کې، چې په وینګ کې يې څرګند توپير شته، په غږيزه ابېڅې کې يې توپير ښه څرګنديږي.

وړاندې مو وويل، چې د کلمو په پيل – منځ او پای کې د پښتو تورو کښنګ توپير لري او بڼې يې بدليږي. ( ج ) په پیل او منځ کې يو ډول او په پای کې بل ډول ليکل کيږي. همداسې ( ش )، ( ص )، ( ض )، ( ې )، ( ي )…. په دې ډول یوه ستونزه زور ( a ) ته ټاکل شوی توری يا نښه رامنځته کوي، لکه په ( کامه وال او سيمه ييز ) کې، چې کلمه يوځاينې ته نه پريږدي، همدارنګه زورکۍ واله ( ۍ ) هم د کلمو په منځ کې د يوځاينې وړتیا نه لري، لکه په

)څوکۍ وال ) کې. که پورتنۍ کلمې او مورفيمونه هر یو د جلا شکل په توګه ويل کيږي، بیا د ګړېدو په بهیر کې مانیزه ګډوډي پېښوي. په دې مانا چې داسې انګېرل کيږي چې کواکې دلته واټن د بېلتون په مانا دی. په ځانګړې توګه هغوي ته، چې نوې ژبه زده کوي.

په لاتیني لیکدود کې هر توری جلا لیکل کيږي او يو له بل سره د يوځاينې وړتیا نه لري، ساده کلمې، خو هسې هم يوځای ليکل کيږي، بلکې مرکبې هم يو ځای کيږي او د يوې مانا لپاره یوه بڼه او جوله خپلوي. د دې ترڅنګ د کلمو ترمنځ مالوم واټن ( Space ) د ويونکي کار اسانوي او د لیک له مخې د وينا په بهیر کې له ډېرو ستونزو سره نه مخېږي. پروړاندې يې په عربي بنسټ ولاړ پښتو لیکدود دا ښېګڼې نه لري. که چېرته یوه مرکبه کلمه په بشپړه توګه يوځای لیکل کېدای شوای او ټولو پښتو تورو له یو بل سره د تړون او يوځاينې وړتیا درلودای، لږ به مو ستونزې لږې شوې وای. یا داسې، چې د لاتيني په څېر يې هېڅ د ګډون او تړون وړتیا نه لرلای او د کلمو ترمنځ يې بېلتون هم د لاتین په څېر په مالوم واټن سره کېدای شوای. که په لاتیني بنسټ ولاړ د انګرېزي ژبې لیکدود په پام کې نیسو، دا هم له ستونزو خالي نه دی، خو پورتنۍ ښېګڼې لري، بیاهم د وینګ ستونزه بشپړولای نه شي.

دا خبره تل ويل کيږي او اورېدل کيږي، چې توری یا ګرافيم د يوې ژبې د يوه آواز یا آوازونو ښکارندويي کوي، خو شونې نه ده، چې د يوه توري انځور ته په کتو او پام سره د هغه آواز زده کړو، اړ يو آواز واورو او د غوږونو له لارې يې زده کړو نه د سترګو، د سترګو په وسيله یې يواځې انځور اخلو. دا خبره د توري او آواز او یا وينا او لیک ترمنځ اړيکی هم زیانمنوي او دا پوښتنه رامخته کوي چې د توري او آواز او یا وینا او لیک ترمنځ اړيکه څه ډول ده ؟ داچې وایو، توری د آواز استازی یا د آواز ليدوړ انځور دی دلته دا پېژند تر پوښتنې لاندې نه راځي ؟ خو دا موضوع يو څه پېچلې، رواني او طبي ده، بل ځای به پرې وګړېږو.

د ( Orthography ) نه موخه په يوه ژبه کې د کلمو کره او سم کښنک دی، چې په دې برخه کې پښتو له ځينو نیمګړتیاوو او کړکېچونو سره مخ ده. د دې لپاره ښايي لومړی له تاريخي پلوه د پښتو آوازونو او کلمو تشخيص او څېړنه وشي، چې د پښتو ژبې ټول آوازونه او کلمې څرګندې شي، چې کومې يې پښتو دې او کومې يې له نورو ژبو پښتو ته راننوتې دي ؟ خپلې کلمې څنګه وليکو او پردۍ څنګه وليکو ؟

د ځينو پوهانو له نظره لیک ښايي هاغسې وشي، چې ويل کيږي، په دې مانا، چې د لیک او وینا ترمنځ توپير لږ او پای شي، که څه هم ستونزمنه ده، ځکه چې لیک د وينا ټولې ځانګړنې په بشپړه توګه، خوندي کولای نه شي، لکه خج، تون، آهنګ او زیروبمي. بله خبره دا ده، چې په هره ژبه کې بېلابېل ګړدودونه شته، که د ژبې په هر ګړدود ګړېدونکی دا کار وکړي، نو بیا بل کړکېچ پېښوي، دلته دا خبره مهمه ده، چې لومړی ښايي په یوه ژبه کې يو ګړدود رامنځته شي.

د ( چې څنګه وايو، هاغسې ليکو ) نظر ته په پام، په پښتو کې د پښتنو د خپل آر بيولوژيکي او طبیعي جوړښت له مخې ښايي د هغو تورو کښنګ له ليکه وغورځول شي، چې په غږيز سيستم کې يې نشته، لکه ( ف، ع او نور عربي آوازونه ). خو د دې کار ستونزه به داوي، چې پښتانه خپل ديني کتاب ( قرانکریم ) هم خپل آر غږيز سيستم ته واړوي، چې دا بیا مانیز کړکيچ پيښوي، خو دا هم باید هيره نه کړو، چې عادي یا نالوستي پښتانه اوس هم عربي آوازونه ويلای نه شي. دلته دا پوښتنه راولاړيږي چې د جولې ( لیک، توري، وینګ ) بدلون مانیز توپير پېښولای شي او که یه ؟ که دا موضوع په ځينو هغو کلمو کې په نظر کې ونیسو چې له نورو ژبو پښتو ته راننوتي، ګورو چې جوليز بدلون پېښ شوی،خو مانا پرځای ده، لکه: معصوم چې ماشوم شوی دی. همداسې نور ډیر پورويونه چې جولیز بدلون يې منلی، خو مانا يې پرځای ده. که دا لړۍ ټوليزه شي او ټول پورويونه د همدې فورمول په اډانه کې وکښل شي څه ستونزه ده ؟

غوره خبره هم همدا ده، چې لیک هاغسې وي، چې ويل کيږي. لیک باید له يوې خوا مانا خوندي کړي او له بلې خوا وينګ او تلفظ. که موږ په وينا او طبیعي غږير جوړښت کې ځينې آوازونه نه لرو او په لیک کې يې ولرو، داڅه مانا ؟ که موږ ( عربي ) کلمه ( اربي ) وايو او په لیک کې (عربي) لیکو، پښتو ژبې ته يې ګټه څه ده ؟ راتلونکو څېړنو ته څومره ګټه او څومره زیان لري ؟ دلته د عربي ژبې حق خوندي کيږي، خو پښتو نيمګړې کيږي. د پښتو او عربي غږيز توپير څه شو؟ که ټولنه د ( عربي ) پرځای په (اربي ) تړون وکړي، هاغسې چې دود دی، څوک زیانمنيږي ؟ که پخوا د دې طبیعي لړۍ مخالفت نه کېده، اوس ولی کيږي؟ همدا د (عربي) کلمې تړونی بڼه په انګریزي کې ( Arabic ) چې وینګ يې د ( عربي ) په څېر نه بلکې ( اربېک ) دی، خو هيڅ انګریز مسلمان د دې موضوع پر خلاف راپانڅېد.

ځينې پوهان په دې ټينګار کوي، چې پښتو ته هره راننوتې کلمه په ځانګړې توګه عربي ښايي د هغې د آوازونو په خونديينې سره وليکل شي، لکه ( مانا ) باید ( معنی ) وليکل شي، که څه هم پښتانه يې (مانا) وايي، خو ماته دا له طبیعت سره جګړه ښکاري؟ دا مانا چې وايي به يو څه خو ليکې به بل څه. دلته بیا دا خبره چې توری یا لیک د آواز یا وينا ښکارندوی دی، بې مانا کيږي.

ژبه يوه ټولنيزه ښکارنده ده او ټولې ټولنيزې ښکارندې د وخت په تيرېدو سره بدلون مومي، د ژبې په وینګ او لیک دواړو کې بدلون راځي، پښتو وينا او لیک هم همداسې درواخله. کېدای شي ځينو ناپښتو آوازونو اوس زموږ په غږيز جوړښت کې ځای نيولی وي، که هغه په لیک کې هم رااخلو، ستونزه نشته، خو که ځای ونه لري اوبیا هم يواځې په لیک کې کښل کېږي، ستونزه ده.

د پښتو لیک د سمون لپاره ګڼې غونډې شوي، بېلابېل اثار کښل شوي، پرمختګونه شوي، خو ستونزې لا پاي شوې نه دي او لا هم يوه کره ليکلار او لیکدود نه لرو. په دې برخه کې، د پښتونخوا ليکدودي ستونزې، خو لا پريږده، چې د

سياسي – فرهنګي لاملونو له مخې د اردو تر اغېز لاندې رامنځته شوې دي.

ټولو ته څرګنده ده، چې پښتو ژبه يو ځانګړی غږيز جوړښت لري، خپل آوازونه لري، چې کېدای شي ځينې يې له نورو ژبو سره ورته، خو ځينې يې جلا او توپير لري. د پښتو ژبې طبیعي غږيز سيستم اوجوړښت ته په کتو ښايي د لیک او ليکلار موضوع هم وڅېړل شي. د بلې ژبې کلمه باید د پښتو غږیز سیستم تابع شي. که موږ د لیکلار په برخه کې نورې ژبې په نظر کې ونیسو، ګورو، چې هلته د پښتو په څیر ډېر کړکېچونه نشته، د ژبې خپل غږيز سیستم او آوازونه څرګند دي، د هغې په اډانه کې هغه څه ليکي، چې يې وايي.

عربي ژبې ته تلونکې ټولې ناعربي کلمې، هغه ژبه خپل غږيز سیستم ته تابع کوي، پاکستان په باکستان اړوي او لوګر په لوجر یا لوغر اړوي. عربانو په همدې تړون کړی، هېڅوک دا نه وايي، چې د کلمې آره بڼه ( پاکستان يا لوګر ) دی.

انګريزي هم همدا کار کوي او د نورو ژبو کلمې خپل غږيز سیستم ته اړوي. د ( ځ، ذ، ظ، ض، ز ) لپاره ( z ) ليکي د

)څ، س، ث، ص ) لپاره ( s ) ليکي او دا خپل طبیعي حق بولي. تردې، چې سپيڅلي نومونه هم اړوي، عربي عبدالله په ( Abdullah ) اړوي، چې د انګريزي (A) د عربي له ( ع ) سره انډول نه دی او مانیز ټکر پېښوي، انګریزان يې هم همداسې وايي. خو دلته بیا هېڅکله د مانیز ټکر خبره نه کيږي، خو که پښتانه يې (ابدالله) وايي او ليکي بیا د (ګناه) خبره کيږي، چې الله (ج) د پښتون په طبیعت کې عربي آوازونه اچولي نه دی، بیا يې ګرم ولې کړي ؟ که داسې وي، بیا هغه ټول ملتونه او ژبې، چې عربي آوازونه نه لري، په ګناهونو کې ډوب دي ؟ زه فکر کوم لوستي پښتانه یا نور وګړي، چې عربي سره سر و کار لري، د عربي له آوازونو سره څه نا څه روږدي دي، کولای شي عربي آوازونه ووايي، خو نالوستي بیا دا کار کولای نه شي او هره کلمه په خپل آر غږيز جوړښت او سیستم کې ورغورځوي، هغه سیستم، چې طبيعي او له نورو اغېزمن شوی نه دی. همدوی دي، چې فکر ته (پکر) او فرهاد ته ( پرهاد ) وايي او دا د دوي حق دی، څوک يې پرې ګرمولی نه شي. هغه حق، چې د نړۍ د نورو ژبو ويونکي يې ځانته ورکوي. دوی دا کار په شعوري او قصدي توګه نه کوي، بلکې دا کار په طبیعي توګه کيږي، ګناه هم پکې نشته. د دې لپاره چې زموږ سپېڅلی ديني کتاب ( قرانکریم ) عربي دی او ټول مسلمانان مکلف دي د یاد کتاب د لوستنې لپاره عربي د سم او بشپړ وينګ سره زده کړي، دا کار يوه اوږده لړۍ ده، چې نه يواځې پښتانه، بلکې د نړۍ ټول مسلمانان، چې ژبې يې له عربي سره غږيز توپير لري، د دې کړاو سره مخ دي. په دې برخه کې کړکېچونه او پوښتنې ډیرې دي، چې ځوابول يې د اسلامپوهانو کار دی، خو بیاهم هغه څه، چې څرګند دي، دادي، چې هره ژبه چې مسلمانان پرې ګړېږي له عربي سره ورته چلند ترسره کوي، که عربي پردۍ کلمې د خپل غږيز جوړښت تابع ګرځوي، هغوی هم عربي کلمې د خپل سیستم تابع ګرځوي. د دې ستونزې حل دا دی چې هر مسلمان باید د اسلام لپاره د عربي ژبې آوارونه هم راخپل کړي چې تر اوسه دا کار شوی نه دی.

د پښتو ژبې د تورو او ابېڅې په برخه کې يو وړاندیز دادی، چې اوسنۍ عربي آره پښتو ابېڅې غږيزې ( فونميک ) ته واړول شي، چې د ټولو پښتو آوازونو لپاره توري او ګرافيمونه لري، خو د دې پر وړاندې هم خنډونه شته، ويل کيږي چې لرغوني او اوسني پښتو او اسلامي متنونه به له لوست وغورځي، خو که داسې وي، ډير ملتونه شته، چې د هغوی د ديني یا لرغونو متنونو لیک د هغوی له اوسني لیک سره توپیر لري، هغوی له کومو ګواښونو سره مخ دي ؟ هغوی له دې امله خپل دين پرې ايښی دی ؟ او یا هغوی د لرغونو متنونو څخه اخېستنه کولای نه شي ؟ خو دا خبره هم ډېره د منلو نه ده، که داسې وای، نن به په نړۍ کې يو شمېر دينونه له منځه تللي وو، لکه ( یهودیت او عیسايت ) او نور، چې لرغوني کتابونه يې په اوسني ليک او تر دې، چې پر ژبه نه دي.

پر همدې موضوع خان عبدالصمدخان اڅکزي او محمدګل خان مومند هم بحثونه کړي چې درانه لوستونکي يې د دوی په اثارو کې لوستی شي.

وړاندیزونه:

د پښتو اوسني لیک. لیکدود، لیکلار، تورو او ابېڅې د نیمګړتیاوو د سمون لپاره لاندې وړاندیزونه ګټور بولم:

 

څرنګه چې روښانه ده پښتو توري د آوازونو په پرتله لږ دی، باید د پښتو آوازونو انډول توري رامنځته شي . دا کار که په همدې عربي آر ولاړه ابیڅې او تورو کې کيږي، ښه خبره ده، که نه ټوله سیستم باید لاتیني ( فونیمیک ) شي. د همدې ستونزې په بشپړېدو سره به د بېلابېلو آوازونو لپاره د يوې نښې یا توري کارونې ستونزه هم بشپړه شي.

۲ ـ پردې فکر وشي چې د تورو بڼې باید داسې وي چې د کلمې په هره برخه کې ځان څرګند او د نورو کلمو سره د يوځاينې او تړون وړتیا ولري.

۳ ـ د تورو د نومونې په برخه کې هم پام په کار دی، هر توری باید داسې ونوموو چې له بل سره روښانه توپير ولري، لکه اوس چې وایو څلورګونې یاګانې، داچې ( ی، ي، ې، ۍ ) جلا آوازونه دي. جلا نومونه هم ورته په کار دي. همداسې ( و ) او ( الف ) په برخه کې چې وایو ( اوږد، لنډ او نیمواک ). د ( اوږد، لنډ، نیمواک، نرینه، څرکنده، مجهوله. ښځينه… ) ستاينومونه ستونزه نه حلوي. که د تورو په آوازونو کې نږدېوالی او ورته والی وی، نومونه يې هم باید همداسې جوړشي. لکه په انګريزي کې که وګورو ( 0 , u ,v , w ) چې د زېږد له مخې راته نږدې ښکاري، نومونه يې لږ سره نږدې خو په ټوله کې جلا ( وو، يو، وي او ډبلیو ) دي.

پایله: هره ژبه ځانګړی غږيوهيز جوړښت لري، که له ځينو همريښه ژبو سره ګډې خواوې لري، توپيرونه هم لري، ځکه که دا نه وي د جلا ژبې نوم ورکول بیا بې مانا دي. په هره ژبه کې کارېدونکې کلمې د هماغې ژبې په غږيز جوړښت کې دننه ويل کيږي او ليکل کيږي. پورويونه يواځې خپله مانا ساتلی شي، خو بڼه يې د دويمې ژبې د غږیز جوړښت تابع ګرځي. کله داسې هم کيږي چې بڼه يې خپله خو مانا يې واوړي، کله هم پکې جوليز او مانیز بدلون دواړه پېښېدای شي. دا د ژبو ځانګړنه ده. شونې نه ده، چې يوې ژبې ته راننوتې کلمې دې د هغې له ټولو غږيزو ځانګړنو او آوازونو سره راولېږديږي. يواځې هغه وخت کېدای شي، چې د لومړنۍ ژبې ټول آوازونه په ورته ځانګړنو سره په دویمه ژبه کې هم شتون ولري.

 

په ليکنه کې د یادو شویو نیمګړتیاوو له مخې د پښتو اوسني توري، ابېڅې او لیکدود ځينې نيمګړتياوې لري دي چې آوازونه او وينا په بشپړه توګه په ځان کې رانغښتی نه شي.

اخځونه:

 

۱-زیار، مجاوراحمد. پښتوليکلارښود ( يوه پښتو- کره پښتو). پېښور. دانش خپرندویه ټولنه. ۱۳۸۶ ش.

 

۲-زیار، مجاوراحمد. پښتوپښويه. پېښور. دانش خپرندویه ټولنه. ۱۳۸۲ ش.

 

۳-يون، محمد اسماعيل. پښتو ليکنی سمون. کابل. يون کولتوري يون. ۱۳۸۷ ش.

 

۴-د ماسترۍ دورې لپاره، د پوهاند محمدصابر خيشکي چپترنوټ.

 

5 – Oxford Advanced Learner٬s Dictionary (7th edition), Oxford, Oxford University Press, 2010.

پوهنمل شاه محمود کډوال د ادبیاتو پوهنځی، بغلان پوهنتون